يو بهرنى فوځي وژل سوى

عطاالله محمدي | اپریل 22nd, 2011


د ناټو ځواكونو يوه خپره سوې اعلاميه چي يوه كاپي يې لراوبر ته هم رارسېدلې ليكي چي تېره ورځ يې په يوه وسله وال بريد كي چي د افغانستان په ختيځ كي پر بهرنيو ځواكونو د وسله والو د لوري ترسره سو په پايله كي يې يو بهرنى فوځي ووژل سو .
په خبرپاڼه كي د تل په څېر د وژل سوي بهرني هويت او د وژل كېدو څرګند ځاى نه دئ په ډاګه سوى .
دا د اپرېل په ۲۲ ورځو کی ۲۴م بهرنى دئ چي وژل کيږی

Copyright Larawbar 2007-2024