هلمندكې دقومي مشرانو دوژنې وروستى پېښه
په سويل كې دقومي مخورودوژل كېدوپه وروستى پېښه كې دهلمند اوسيدونكى حاجي عبدالظاهرناپيژاندوسله والوپه يوه غلچكي بريدكې وژلى .
نوموړى په هلمندكې دسولي دعالي شورادولايتي دفترددارلانشامرستيال وو، خوتردې مخكي دمارجې ترعملياتووروسته ددغي والسوالۍ والسوال هم پاته سوى .
تراوسه چاددغي وژونې مسئوليت ندى منلى ،خودهلمندولايت له مطبوعاتي دفترڅخه خپره شوې خبرپاڼه وايې چې نوموړى دسولي اوآمن دښمنانووژلى ،ولي په څرگندډول يې دكومي ډلي نوم ندى يادكړى .
په سويلي ولاياتو په څانگړي ډول كندهاراوهلمندكې دغه ډول وژنې زياتي رامنځ ته كېږي .
دبشري حقونوخپلواك كميسيون پخپل يوه تازه راپوركې وايې چې تيركال دغلچكيوبريدونود۱۹ فيصده ثبت سويوپېښوڅخه يې نيمايې په يادولاياتوكې رامنځ ته سوي .
يادكميسيون ددغه ډول وژنوعاملين نامعلوم كسان بللي .