د روغتيا په رياست كي د ۳ ډيپوګانو ډبره كښېښودل سوه

عطاالله محمدي | اپریل 24th, 2011


نن تر غرمې مخكي د كندهار ولايت د عامي روغتيا په رياست كي د درې ډيپوګانو د ودانۍ ډبره كښېښودل سوه . ياده ودانۍ چي د يوه افغاني تجارتي شركت په وسيله د ولايتي بيارغوني د ټيم دخوا به د ۲۰۴۰۰۰ امريكا ډالرو په ارزښت د پنځو مياشتو په موده كي جوړه سي نن يې تر غرمې مخكي د كندهار والي دخوا د ودانۍ ډبره كښېښودل سوه .
كندهار والي او د عامي روغتيا رياست رئېس د ودانۍ په اړه وويل چي په دې ودانۍ كي به د غذايي توكو او درملو دپاره ځانګړي زېرمنتونونه او ساړه ساتنځايونه جوړ سي .
كندهار والي دا ودانۍ د عامي روغتيا د رياست دپاره يوه لويه لاس ته راوړنه وبلله .

Copyright Larawbar 2007-2024