زابل : ۱۲۷ ميله وسلې ډاياګ ته وسپارل سوې
عطاالله محمدي
د زابل ولايت امنيه قوماندانۍ ۱۲۷ ميله سپكه او درنه وسله د ډاياګ پروګرام ته وسپارله . د دې ولايت چارواكي وايي چي ياده وسله د وسله والو د شخصي امنيتي كمپنيو څخه ترلاسه سوې وه . د دې ولايت د امنيه قوماندان عبدالمالك واحدي وايي چي ياده وسله يې نن ورځ ډاياګ ته سپارلې او د وسلې سره يې درې تنه نيولي هم دي .