طالبان: د کندهار د زندان ماتول مو لویه بریا ده
د طالبانو رهبري شورا د یوې اعلامیی په خپرولو سره دا د کندهار زندان ماتول د طالبانو یوه ستره بریا بللې.
د طالبانو د رهبري شورا په اعلامیه کې ویل شوي، که څه هم د کندهار دا زندان تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې ساتل کیده، خو دوی وتوانیدل، چې د بندیانو د خوشې کولو لپاره خپل پلان په سمه توګه پلې کړي.
خو بل لور ته په کندهار کې چارواکي وایی په تیرو څلوریشتو ساعتونو کې یی شاو خوا پنځه شپیته بندیان بیرته نیولي دي.
د کندهار ځایی چارواکو دا هم ویلي، چې ددوی په روانو کې عملیاتو کې دوه تښتیدلي بندیان له امنیتی ځواکونو سره په مقاومت کی وژل شوی دی.
بلخوا د افغانستان د عدلیی وزیر په یو لیک کې ولسمشر کرزي ته د کندهار له زندان څخه د بندیانو د ډله ایزې تیښتې په اړه ځینې ټکي په ګوته کړي.
د جمهوري ریاست لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې حبیب الله غالب که څه هم پدې پیښې خواشیني څرګنده کړې، خو ویلي، چې ،دتونل وهل او د بندیانو د لیږدونې لپاره د ترانسپورتي آسانتیاوو برابرول په زندان کې دننه له همکارۍ پرته امکان نلري.