د کابل په نننۍ حمله کی نهه بهرنیان وژل سوي دي
اسوشیټیډ پریس د ناټو او افغان پوځ په حواله لیکی چی د کابل په هوایی اډه کی د نننۍ حملې په نتیجه کی د بهرنیو قربانیانو شمیر نهو کسو ته رسیږی چی یو افغان مجرب افسر ، چی پنځوس کلن و او نوم یې احمد ګل او د شلو کالو راهیسی هوایی افسر او د کابل د تره خیلو اوسېدونکی و د بهرنیانو او داخلی لویو افسرانو په یوه غونډه کی د مناقشې پر مهال خپل کلاشنیکوف پر خارجیانو راواړاوه چی له امله یې نهه بهرني پوځیان ووژل چی اته افسران او یو هم قراردادي و .
راپور وایی چی حامد کرزي ډیر تأسف وکړ او ویې ویل چی هغوی ټول پوځی مشاورین وو .
راپور زیاتوی چی دا د روان کال په څلورو میاشتو کی اوومه دغسی حمله ده چی د ناټو روزل سوي کسان پخپله پر هغوی یا خپلو ملګرو کلاشنیکوفونه چلوی .