پنتاګون : ټوله ۹ مقتول پوځیان امریکایان وو
رویټر د پنتاګون په حواله خبر ورکوی چی د کابل د هوایی اډې د نننۍ حملې ټول نهه بهرني وژل سوي پوځیان امریکایان وو چی اته یې بر حال افسران او یو یې هم متقاعد افسر و چی اوس یې د قراردادي په توګه کار کاوه .
دا د افغانستان په لس کلن جنګ کی تر ټولو وینړۍ پیښه ده چی په یوه ضربه سره نهه امریکایان وژل کیږی .