په کندوز کې دغوایې اتمه ولمانځله شوه

د لراوبر اداره | اپریل 28th, 2011


په دغه غونډه کې ددغه ولایت دامنیتې مسوولینو ترڅنګ لسګونو خلکو هم برخه اخیستې وه خودتیرپه څیردخلکوونډه کمه  وه.


غونډې ته ډیرې رابلل شوی میلمنو دامنیتې سختوتدابیرواوتالاشویوله امله په غونډه کې دګډون کولو څخه ډډه وکړه.


دکندوز دوالی مرستیال حمدالله دانشې دغونډی برخوالوته دغواېې داتمې ورځې په اهمیت اوتاریخې شالید  غږیدا ترڅنګ زیاته کړه : ( دافغانستان مسلمان ولس په کلکه عزم او ارادې سره په تش لاس دوخت لوې ښکیلاګر له خپلې خاورې څخه وویسته ،مګر هغه په دې اعتراف وکړ چې دبریالیتوب وروسته مجاهدین په دی ونه توانیدل چې دسرولښکرو وروسته په هیواد کې یوسم نظام رامنځته کړې ترڅودمجاهدینو دهیلودپوره کوونکې وی.)


همدغه راز دکندوز یوشمیر عام خلک دغواېې اتمې ورځې په اړه بیلابیل نظرونه لرې ډیرې دغه اوسیدونکې دغې ورځې لمانځل یوبې ماناعمل بولې او زیاتوې چې افغانان اوس هم خپلواکۍ نلرې او دغواېې اتمه په هیوادکې داوسنې ناروین پیل وو. 
په دې اړه د کندوز ښاریوتن اوسیدونکې اکمل وایی ( آزادې له کومه شی ، ددغې ورځې لمانځل یوبې مانا کاردی، ) 


همدغه راز اکمل زیاتوې چې ددغې ورځې لمانځې غونډې امنیت بهرنیونیولې وواو هغه مخورسپین ږیرې چې په حقیقت کې ېې خپل اولادونه د وطن د آزادې په لاره کې له لاسه ورکړې و، پرې نښودل شول چې په نننې غونډه کې ګډون وکړې .


نوموړې په دې اړه داسې واېې


بل لورته دکندوز دسیاسې چارو شنونکې ځوان اجمل آرین بیا واېې ( له بده مرغه جهادې رهبران په دی ونتوانیدل چې په هیواد کې د سرو لښکرو دماتې وروسته سم نظام رامنځ ته کړي نوهمدا لامل دي چې اوس په وطن کې ۴۶ هیوادونه حضورلري اوافغانان په خپله دهیڅ واک نلري. ) 
همدغه راز عبدالمتین سرفراز هم ورته نظر لرې او زیاتوې چې دمجاهدینو دبریالتبوب وروسته دپردیو هیوادنو لاسوهنه وه چې نه یی غوښتل په افغانستان کې یوکلک اسلامې حکومت ټینګ شی ) 


دغواېې اتمه ، چې دمجاهدینو دبریالیتوب ورځ ده ،دکندوز په شمول دهیواد په بیلابیلو ولایتونوکې ولمانځل شوه مګرډیرې هیوادوال له دغې ورځې ځنې چندان خوښ نه بریښې او واېې چې مجاهدیتود جهاد پرمهال دغریبې هیوادونودګټو لپاره مبارزه کوله چې بیلګې یې اوس په سترګوګورو. 

Copyright Larawbar 2007-2024