کندهار: د والي پر دفتر او کور جګړه روانه ده

د لراوبر اداره | مې 7th, 2011



نن غرمه يوه نيمه بجه د کندهار ښار په ارګ کي د ولايت پر ودانۍ او د والي پر کور ، د کندهار هوټل ( راډيو تلويزيون له بام څخه ) د استخباراتو پر دفتر او په چوڼۍ کي پر يوه دولتي ودانۍ د چاودنو وروسته وسله وال بريد وسو چي جګړه اوس هم دوام لري، په سيمه کي د لراوبر خبریال انجنير عطاجان محمدي د ټيلفون پرليکه وايي چي د ښار په بېلابېلو برخو کي د سپکو وسلو تر څنګ د چاودنو او درنو وسلو ږغونه هم اوريدل کيږي .


ددوراهي څخه تر سردارمددخان چوک پوري سيمي ته خارجي ځواکونه رارسيدلي او د پوليسو تر څنګ زيات شمېر ملي اردو هم په ښار کي ليدل کيږي چي يوې او بلي خواته تګ راتګ کوي . کندهار ښار ته تلونکي سړکونه د ټرافيک پر مخ تړل سوي او د موټرونو پر تګ راتګ بنديز لګېدلی دی ، داسي اوازې دي چي په بېلابېلو سيمو کي موټري بمونه ځای پر ځای سوي او د چاودنو خطر سته ، دا مهال هم په ښار کي دننه جګړه روانه ده ، د بنديزونو له امله د مرګ ژوبلي په اړه معلومات نه دي ترلاسه سوي .


عيني شاهدان وايي چي  سردار مددخان چوک څخه تر چوڼۍ پوري ، د ارګ بازار مارکېټ او عيدګا دروازې او د کندهار هوټل د اووم منزل څخه د  استخباراتو پر ودانۍ جګړه روانه ده ، دولت پر دکاندارانو د دکانونو تړلو او کور ته تللو ږغ کړﺉ دی .


په تازه معلوماتو کي ويل کيږي چي په درو سرو سيمو کي مرګ ژوبله اوښتې ده خو د ارګ بازار څخه چي د نورو په پرتله ګڼه ګوڼه زیاته وه د مرګ ژوبلې احتمال هم زیات دی .

Copyright Larawbar 2007-2024