والي: د کندهار په حملو کي دوه تنه مړه او٢٩ ټپيان دي

34 | مې 7th, 2011


د کندهار والي په ښار کي تر جګړې وروسته نن ماښام خبريالانو ته وويل چي په حملو کي دوه تنه مړه سوي او٢٩ کسان ټپيان دي، چي په مړيو کي يو تن دولتي مامور او په ټپيانو کي لس پوليس شامل دي.
د والي په وينا د پېښي پاتي قربانيان ټول ولسي وګړي دي چي ښځي او ماشومان هم پکښي شامل دي.
د کندهار والي توريالي ويسا وويل جګړه پاى ته رسېدلې او د ښار وضعيت د پوليسو تر کنترول لاندي دئ.
بلي خوا ته د طالبانو وياند رسنيو ته په لېږل سوي پيغام کي ادعا کړې ده چي ١١٦ دولتي مامورينو، پوليسو او بهرنيو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
که څه هم د کندهار والي وويل چي جګړه پاى ته رسېدلې ده، خو د کندهار ښار اوسېدونکي وايي د ښار په بېلابېلو سيمو کي د شپې ناوخته هم ټکان اورېدل کېږي.
طالبانو نن د ولايت پر مقام، د ملي امنيت پر رياست او دوو نورو دولتي ودانيو باندي حمله کړې وه، چي له امله يې تر غرمې وروسته د ښار دکانونه بند او واټونه له خلګو تش وو.

Copyright Larawbar 2007-2024