افغان ماشوم

64 | مې 8th, 2011


یمه ماشوم ډیر نازولی یمه
په خوب ویده یم دردیدلی یمه

ماته می پلار او هم کاکا یادیږی
په بی رحمی چی شهیدان شول دلته

مورکي می کونډه شوه سرتوره شوله
په تش میدان پاتی بی وروره شوله

پر مخ ګذار راکړ همزولو زما
وایی افغان یی ! ته هیڅ هم نه لری

خیرات له نورو غــــــــــــواړی
تش یو کـــــــــــــــــــــفن نه لری

خدایه ګناه می څه ده ولی ځوریږمه
دافغانیت په نامه هم هلاکــــیږمه

Copyright Larawbar 2007-2024