د ماشومانو د استعمال په هکله د طالبانو غبرګون

ډاکټر نثار احمد صمد | مې 8th, 2011


د طالبانو ویاند قاری یوسف احمدی رسنیو ته ویلی چی د څه مودې راهیسی پروپاګنډ راپسی کیږی چی موږ ګواکی په جنګ کی ماشومان استعمالوو . خو زموږ د لایحې په دوولسمه برخه کی ۶۹مه ماده په کلکه داسی عمل منع کړی دی او طالبان هم هغه جدأ مراعاتوی . نو ځکه دغسی ادعاګانی یوه دښمنانه تبلیغاتی هڅه بولو .
احمدی زیاتوی چی د افغان حکومت د امنیتی کسانو تقریبأ نیمایی کم عمره ځوانان دي ( خصوصأ په پولیسو کی ) خو د بشری حقوقو څانګی پټه خوله دي لاکن زموږ سره چی نسته ، تبلیغات راپسی کوی . نو ځکه موږ دا پوچه ادعا په کلکه ردوو .

Copyright Larawbar 2007-2024