میدان وردګ: له ښځو سره د مرستو د ۲۴ پروژو تړون لاسلیک شو

64 | مې 10th, 2011


په میدان وردګو ولایت کې په ټولنه کې دښځومساویانه ونډې اخیستنې(جنډر)په
موخه ښځوسره د ۲۴ پروژو تړون لیکونه لاسلیک شول.
په افغاني ټولنه کې د ښځو دمساویانه ونډې اخستنې(جنډر)په موخه په
افغانستان کې دامریکا دسفیر د وړو پروژو دپیل شوې پروګرام په مالي مرسته
ددې ولایت دښځو دژوند دغښتلتیا او د دوۍ دلاسي صنایعو ته دمارګیټ
پیداکولو په موخه د ۲۴ پروژو تړون لیکونه دولایت والي او د امریکا دپرمختیايي
ادارې د(ASGP) پروګرام د مسولینو لخوا لاسلیک شول.
په ټولنه کې دښځوپه مساویانه ونډې اخیستنې(جنډر) په اړه د (۹۰۰)وړو پروژو
پروګرام په کابل کې دامریکا دسفیر لخوا په ۳۴ ولایتونو کې پیل شوې دی چې
نن ددې ولایت دبېلو بېلو ولسوالیو ۲۴وړې پروژې لکه دغالیوو اوبدلو،لاسي
صنایعو،ظرفیتونو لوړلو،کالیو کنډلو،دمیوو سټور کولو او وچولو او دښځو
پروړاندې دتاوتریخوالي د کمولو په اړه دي

Copyright Larawbar 2007-2024