دامریکا اوپاکستان ترمنځ سړه جګړه پیل شوه

د لراوبر اداره | مې 11th, 2011


پورته سرسلیک دPolitiken onsdag d.4.maj.2011 ډنمارکي ورځپاڼې څخه ژباړم.
دپاکستان څارګره اداره خپله کمزورې داسی تعبیروي: « ودانۍ زموږداداري ترڅارنې لاندې نه وه.» دااعتراف یوډول ځانته په ټیټه کتنه ده. 
دلویدیځوهیوادونوټول مشران دپاکستان دریځ دترهګروسره دمبارزې په اړوندد شک په سترګه ګوري اویولړپوښتنې ورته پیدادي. دامریکا اوپاکستان اړیکې ډیرې خرابې بولې. 
دحکومتونواودولتونومشران هڅې کوي چې ددې پوښتنوڅخه په سرسري ډول ځانونه خلاص کړي. دبیلګی په توګه دانګلیستان سروزیر(صدراعظم) David Cameron یوازې دومره وایې چې: موږپوهیږوچی دپاکستان سیاسي رهبري دترهګروپرضدمبارزه کوي.
دامریکا دسنادمجلس ددفاعي کمیسون مشردموکراټ Carl Livin دډیروحکومتي څیړونکود څیړنوپربنسټ څرګندیږي چی نوموړي سناتورویلې دي: باورکول ډیره مشکل دی چې د پاکستان فوځ اوپولیس داوسامابن لادن دکورپه اړوندهیڅ معلومات نه درلودی.
دافغانستان ولسمشرحامدکرزي داوسامابن لادن ترمړینې وروسته بیله ځنډه وویله چی د تروریزم ځالې په پاکستان کې دي ولي په افغانستان کې نه دي.
دپاکستان دڅارګرې اداري ISI یولوړپوړی چارواکي تیره ورځ B.B.C ته ومنله چې په دنده کې لویه غلطې شوي ده. ISI په (۲۰۰۳ زکال) کې نوموړي کوروپلټي اودهغه وخت نه وروسته دغه کورزموږداداري ترڅارنې لاندې نه وو.
دغه لوی سرای چی جګ جګ دیوالونه یې درلوده اواغزې لرونکی سیم ترنه راتاوشوي وو. دسرای په دننه کې دچټلو(اضافې) موادولپاره دسوځیدولوکوره وه. بله خبره داده چې دغه سرای یوازې (۱۰۰)کیلومتره د ISIدسپین رنګه مرکزي دفترچې په اسلام ابادکې دي، لیرې پروت وو. دناخبرتیاداډول تشریح به په ډیرونادروحالاتوکې دISI اودترهګرود ګروپونوترمنځ داړیکونه درلودل دباوراومنلووړوګرځوي.
څیړونکواوکارپوهانوته دا دباورنه کولویوه معماګڼلي ده چې څنګه کیداي شي داسی یوه غښتلي څارګره اداره د اوسامابن لادن پټن ځای دپلازمینې په شمال په یوه ښکلې غرنۍ سیمه کې ترڅارنې نه وی نیولی اوناخبره وي.
تالت مسعوددپاکستان یومشهورسیاسي څیړونکي وایې: داممکنه نه ده چې اوسامابن لادن په ډیره مصونه سیمه کې چې فوځي اکاډمې اوفوځي تاسیسات وو، بیله دلوړوچارواکودساتنې دپلان څخه، پټ پاته شوی وای. تالت مسعودعلاوه کوي چې دډیري زیاتې اندیښنې ځای دی چې ISI داسی یوڅوک ساتی چی په عینی وخت کې دهغه پرضدمبارزه کوې اوهم دغه کس وچې په پاکستان کې دډیرووحشتناکووینوتویلوبریدونوترشاولاړوو.
«داعمل دواقعیتونوڅخه لیري بریښي. زه ډیرخواشیني یم چی داکسان دومره جاهلان دي اونه پوهیږي چی داکړنې زموږهیوادورانوي. څنګه به داتاکتیکونه دپاکستان په ګټه وي؟
خطرناکه اودردناکه
داکړنه دپاکستان لپاره ډیره خطرناکه اودردناکه ده. دمعلوماتوله مخې امریکایانوداډیرمحرم عملیات په یوازې توګه بیله دی چي پاکستان ته اطلاع ورکړي، ترسره کړه. وروسته یې پاکستان ته داوسامابن لادن دمړینې خبرورکړي.
امریکایانو ډیري میاشتي په یوازې توګه پرموضوع کارکاوه. پرخپل ملاتړي پاکستان یې باورنه درلودي نوځکه یی په پلان کې ځای نه وه ورکړي. په باورسره ویلای شوچې د پاکستان څارګرې ادارې ISI داوساما بن لادن دپټن ځای څخه اطلاع درلوده، په حقیقت کې داښه خبره ده. ولې بې باوری په لوړه کچه دامریکا اوپاکستان ترمینځ ځکه راپیداشوی وه چې دپاکستان څارګرې ادارې څوځله په پټه کوچنۍ یاغټې وعدې دطالبانواوالقاعدې دفوځي ګروپونوسره کړي وي. په دی کې شک نه شته چې ISI په (۱۹۹۰زکال) کې دطالبانوپه واک رسولوکې زیاته اغیزه درلوده ځکه دافغانستان جګړه ځپلي هیواددپاکستان دستراتیژیکو موخولپاره ډیرارزښت لرې.
په اوس وخت کې ISI په دي تورن دی چې دطالبانوسره اړیکې لري، دطالبانومشرانوته د پټیدوځای ورکوي اوپه لوړه کچه یې دنړیوالوفوځي ځواکونوپرضددافغانستان په جګړه کی ملاتړکوي.
یوبل ډیرپټ دولتې رازداووچې ISI ، لشکری طیبه ګروپ جوړکړی دي. نوموړي ګروپ تورن دي چې دهندوستان دممبي په وینوککړبرید، لشکری طیبه ترسره کړي دي. دممبي برید د(۲۰۰۸زکال) دسپټمبرپه میاشت کې ترسره شوچی (۱۶۴) تنه مړه اوتر(۳۰۰) تنو زیات ټپیان شول. لشکری طیبه هم یوه ستراتیژیکه اسلحه ده یاني یوډول اضافي فوځ چې داړتیاپه وخت کې دخپل قوي دښمن هندپه مقابل کې په خوځښت راولي.
دیادوولوړده چی هرڅه دفوځ له لورې په لاره اچول کیږي. ولسمشرزرداری چې (۱۱) کاله په زندان کې ناست واوپه اداري فسادکې شهرت هم لري، کوم واک نه لري. ISI دفوځ تر لارښوونې لاندي عملیات پرمخ بیایې.ولې ولسمشراصف زرداري په سمبولیک ډول داوساما بن لادن دمړینې په اړونددڅیړنې دپیل هدایت ورکړي دی. داڅیړنه دامریکا دنیوکې په تړاو چې ISI یی په ډبل رول تورن کړیدي، کیږي.
دپاکستان دڅارګرې اداري پخواني مشرجنرال حمیدګل ددغی ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل: دابې مفهومه خبري دی. امریکایانوهروخت ادعادرلوده چې دالقاعدې غړي په وزیرستان کې پټ دي نوځکه ISI هم هلته ډیره پاملرنه کوله. غلطی دامریکایانوده. 
داپه معلوماتې لحاظ یوه خرابي ده ولې غلطی یوازي د ISI نه ده. دغلطی لویه برخه په 
CIA پوری اړه لري. ځکه دوی د ISI پرضدداسې تبلیغ پیل کړی دی چې زموږڅارګره اداره کمزوری کړي اوپه پایله کې زمواټومې وسلې ته لارپیداکړي. موږدوی ته دازاد خوځښت اجازه ورکوواوخپل راټول کړي معلوماتونه ورسره شریکوو. پخواني جاسوسې مشرچې د(۱۳۸۶ – ۱۳۸۹ زکال) پوري د CIAسره دجهادپه دوران کې نژدی کارکاوه. د ویکیلیکس درپوټونوپربنسټ هغه تورن دی چې همداګړي دطالبانواوالقاعده سره اړیکې لري هغه دامنې چې پاکستان اوس هم دطالبانوسره اړیکې لري ولې په دی مانانه چې طالبانوته مرستې ورکړه شي.
د CIA او ISI ترمنځ اړیکی دومره خرابې دي چې دابوت ابادعملیات داخړپړتیانه شی لږوالي.
تالات مسعودپه ټینګه وایي چې امریکادافغانستان دجګړې په خاطرددي زورنه لري چې د پاکستان سره اړیکې خرابې کړي. دانګلسیتان سروزیرپه یوه مرکه کې وویل چې ډیري پوښتني شته چې موږیې بایدوپوښتو.
دانګلیستان سروزیرDavid Cameron دپاکستان دولسمشراصف زرداری په خبروباندي نه قانع کیږي چی هغه وايي: پاکستان ډیردلایل لری چې دالقاعدې شتون لکه بل هرهیوادته چې دسردرددی، دغومره پاکستان ته هم ستونزه ده. جګړه دالقاعدی پرضدپاکستان ته دامریکا په شان مهمه ښکاري. پای

Copyright Larawbar 2007-2024