امريکايي چوڼۍاواستعماري نخشې دوهمه برخه

د لراوبر اداره | مې 14th, 2011


ددې لړۍ لومړۍ برخه له دې ځايه ولولی  ( لومړۍ برخه)
 


 


په افغانستان کي د امريکا د دايمي چوڼيیو مخالفين او پلويان


د امريکايي اډو د جوړېدو ځيني پلويان په درواغو او بې انصافۍ سره ادعا کوي، چي زياتره افغانان د امريکایي چوڼييو له جوړېدو او تداوم سره هيڅ ستونزه او مخالفت نه لري . له طالبانو او نور وسله والو مخالفينو پرته دايوازي د دوی په اصطلاح پخواني کمونيستان (خلقيان او پرچميان) دي، چي په هيوادکي د امريکايانو له پوځي حضور سره مخالفت کيي (کوي ). راسئ په لاندي کرښوکي د دې ښاغلو پر دې پوچه او بې اساسه ادعا يو څه غوَر اوتأمل وکوو.


 


که د يرغلگرو پوځو له واکمنۍ او حضور سره مخالفت ريشتيا هم د دوی په اصطلاح يوازي دکمونيستانو خوی او خصلت وي، نو په دې حساب خو زموږ پلرونه او نيکونه دکمونيستي ايډيالوژۍ د بنسټ ايښوونکو ( مارکس، انگلز، لنين او ځینو نورو) تر زوکېدو پېړۍ پېړۍ مخکي لا کمونيستان وه؛ ځکه د دې خاوري تاريخ له ورايه ښيي، چي زموږ پلرونو او نيکونو تل سرونه ښندلي؛ ویني يې توی کړي؛ سختۍاوکړوانه يې گاللي، خوهيڅکله يې په خپله مقدسه او سرلوړې مېنه کي پردو مهاجمانو او غاصبانو ته د پښې ايښوولو ځای نه دی ور کړی . له هخامنشي کوروش او مقدوني سکندر څخه نيولې بيا تر چنگېزي او گورگاني مغولو، پرنگيانو، روسانو او ننييو ايتلافي فرعونانو پوري  يې هر يرغلگر ځواک ته د سر په کاسه کي اوبه ورکړي دي؛ او په دې توگه يې گرده نړۍ ته دا زباد کړې ده، چي افغانستان د تاړاکگرو فاتحانو اويرغلگرو پوځو نېستځای اوهديره ده .


 


ريشتيا خو داده، چي د هيواد د مځکنۍ بشپړتيا، سياسي خپلواکۍ، ملي  واکمنۍ، ملي نواميسو،  ديني اعتقاداتواوکولتوري ارزښتو ساتنه زموږ د غيرتمنو او مېړنييو پلرو داسي وياړلئ ميراث دئ، چي په کمونيستانو يا نورو سياسي ډلو ټپلوهيڅ اړه  او مانده نه لري . د پردو عسکرو او امريکايي چوڼيیو مخالفين په حقيقت کي هغه خپلواک، مېړني او سرلوړي افغانان دي، چي نه يې پرون د سره پوځ موجوديت او بادارۍ ته غاړه ايښوده؛ او نه نن د امريکايي پوځ له حضور او دايمي اډو سره په هيڅ بڼه او هيڅ شکل موافقه او مصالحه کولای سي . طالبان، اسلامي حزب، حقاني ډله او نور وسله وال جنگيالي هم بايد د دې لاري يوازني ټېکه داران ونه گڼو. په بله ژبه، افغاني غرور، له خپلواکۍ سره مينه، ناموس ساتنه، ، غيرت، پر شانه تلنه، سرلوړي، ستم او ستمگرو ته نه تسليمېدل، مېلمانه پالنه او داسي نوري لوړي ښېگڼي يوازي او يوازي په طالبانو او نورو وسله والو جنگيالوپوري اړه نه لري . له امو تر اباسينه، له چتراله تر هراته ټول خپلواک، غيرتمن او شمله ور افغانان، په تېره بيا سرلوړي او خپلواکۍ بخښوونکي پښتانه په دې ستر ملي او وطني رسالت کي لو(لويه) او مُهمه ونډه لري . د امریکايي تېري له پيل څخه تر اوسه د هيواد په گوټ گوټ کي پر يرغلگرو پوځو د افغان اوردو او پوليسود ځينو منسوبينو وژونکي گوزارونه د دې روښانه واقعيت ځيني ژوندي مثالونه دي .


 


 زموږ د غرب مآبه ليکوالو او شننونکو د ناسمي ادعا پر خلاف، په تېرو نيژدې لسوکالوکي د نړۍ له تر ټولو پياوړي ايتلاف (ائتلاف) سره  دونه پراخ او غښتلی مقاومت په خپله ښيي، چي زړورافغانان پردي مهاجمان او د هغوی مؤقتي يا دايمي چوڼۍ په هيڅ ډول نسي منلای . د ليکني په دې برخه کي بې گټي نه ده، چي د امريکايي چوڼييو د مخالفينو تر پېژندني وروسته د هغو د سرسپارلومينانو، پلويانو او خواخوږو په اړه هم څو لنډي خبري وکوو.


 


په افغانستان کي د امريکايي چوڼييو په جادو سوو مينانو، پلويانو او خواخوږوکي بېلابېلي جنگي، مافيایي او سياسي ډلي شاملي دي، چي زه يې په عمومي توگه پر څو لويو ډلو وېشم :


– په لومړۍ ډله کي هغه کسان راځي، چي د ۲۰۰۱ع کال د اکتوبر پر اوومه د امريکايي جنگي الوتکو او ټانکو پر وزرو افغانستان ته ننوته . ټول افغانان دابېگل سوي جنايتکاران، ورانکاران،  غله او خاينان ډېر ښه پېژني : کرزی خېل، فهيم خېل، دوستم خېل، رباني خېل، سياف خېل، قانوني خېل، عبدالله خېل، خليلي خېل، محقق خېل، امرالله خېل ، عطاء خېل، مجددي خېل، گيلاني خېل، شېرزی خېل او داسي نور.  ټول جهان ته مالومه ده، چي د دې تورو او کرکجنو څېرو سياسي، عسکري او اقتصادي ژوند تر کومه حده په ايتلافي عسکرو او امريکايي چوڼييو پوري تړلئ دئ .  زه باور لرم، که د امريکایي پوځو اوکورنييو جنگي ډلو ټپلو خونړی سيوری نه يي، زموږ دردېدلي او کړېدلي خلگ به يوه ورځ کي د دې مزدورو جنايتکارانو پوستونه له پروړو ډک کړي . پښتانه وايي : مځکه هغه سوځي، چي اور پر بل يي (وي) .  د پردو لښکرو د توپ او ټانک تر خونړي سيوري لاندي په  جگو ارگو او پرتمنيو ماڼييوکي ناست مزدوران زموږ د ويرجنو او غملړلو خلگو په حال څه خبر دي؟!


 


  د تنظيمي ډلو د مشرانو او قومندانو تر څنگ د ستمي ډلو مشران، فعالان او نور ځيره خواره به ولي په سرلوړي افغانستان کي د امريکايي چوڼييو د سته والي او تداوم پلوي نه کيي(کوي)؟ مگر دا خاين عناصر همدا اوس د امريکايي توپ و ټانک، پيسو او نعمتو له برکته د ټول افغانستان دپاچهۍ پرگدۍ ناست نه دي؟ 


که څوکرزي ډوله پښتانه گيدړان او ټپوسان له حسابه و باسو، ايا له تېرو لسو کالو راهيسي د ستمي ډلو ټپلو مشران او استاري د پښتنو د وینو او اوښکو په بيه، پر افغانستان حکومت نه کيي؟


ايا ايتلافي لښکرو په تېرو لسوکالوکي دقيقاً هغه څه ونه کړه؛ او تر اوسه يې لا نه کيي، چي پلورل سوو ستمي ډلو ټپلو( خراسانيانو، افغانستانيانو او نورو)يې له کلو کلو راهيسي خوبونه لېده؟ 


 


خپلواک او ملي فکره افغانان، په تېره بيا استعمارځپلي پښتانه بايد په دې خبره ځانونه ښه پوه کړي، چي امريکايي چوڼۍ به په راتلونکي کي هم د ډيورنډ د لعنتي کرښي د دې خوا او هاخوا پښتنو په عامي وژني سره د دې خاينو او بې ايمانه ستمي بېلتون غوښتونکو اوږده خوبونه پوره کيي .


 


– په بله ډله کي هغه کسان راځي، چي د امريکايي يرغل په دوران کي د ټيکنوکراټانو، متخصصانو او ماهرانو په نامه افغاني ټولني ته ولېږل سوه؛ خو په واقعيت کي د استعمارگرو دولتو د جاسوسي  سازمانو او معتبرو دولتي ادارو د باور وړ استازي دي . دا کسان پر پردو دولتو سربېره د هيواد له بېلابېلو مزدورو جنگي او سياسي ډلو سره هم پاخه اړېکي لري .  د دوی اساسي رسالت دادئ، چي د حرفه يي جنايتکارو، تبهکارو او غلو ادارې ته قانوني او مشروع رنگ ورکړي . له دې ډول پاراشوټ سووکسانو څخه ځيني تر اوسه د وزارت، معينيت، سفارت، ولايت، رياست، قومندانۍ او داسي نورو پر چوکييو ناست دي . ځيني يې تر غلاوو، ناوړو استفادو، شرمندگييو او بې کفايتيیو وروسته بيرته په امريکا، کاناډا، اوروپا او اسټراليا  کي د خواښي کوروته ستانه سوه؛ او ځيني نور يې لا تر اوسه له راز راز فضيحتو او شرمندگيیو سره خپلو حملو او غوټو ته دوام ورکوي . اشرف غني خېل، ارسلاخېل، احدي خېل، جلالي خېل، رهین خېل، امین فرهنگ خېل، زلمی رسول خېل، سپنتاخېل، اتمر خېل، زاخېلوال خېل، رامين خېل او په لسگونو نور پاراشوټ سوي کسان، گرده په دې ډله کي را ځي .  


 


د جنايتکارو تنظيمي مشرانو او قومندانانو په څېرد دې ټولوتش په نامه ټيکنوکراټانو حيات و ممات هم په امريکايي عسکرو او جنگي ډلو ټپلوپوري تړلئ دئ . دا خبره لمر غوندي روښانه ده، چي که نن امريکايي عساکرکډه بارکړي، سبا به له دې مسخره نوابغو، پروفيسرانو، ډاکټرانو، ماسټرانو او هرکاره وو څخه يو هم څوک په دوربين کي ونه ویني .  له همدې کبله زه د دې ښاغلو او نازولو له پاره د « کرايه سوو افغانانو» اصطلاح کاروم . همدا اوس هم د ځينو ماينې او بچيان په اوروپا، امريکا، کاناډا او اسټراليا کي په کار، سوداگرۍ، زده کړو يا نورو مزو بوخت دي . دا خبره د دې واقعيت ښکارندوی ده، چي کرايه سوي ټيکنوکراټان يوازي د حملې او غوټې په مقصد له ماينو او اولادو څخه ليري په يوازيتوب کي ژوندکوي؛ ځکه د گردو په دې حقيقت ښه سد رسيږي، چي په افغانستان کي دا گرم تنورونه تر ډېره گرم نه پاتيږي، بايد له موقع څخه گټه واخلي او ژر تر ژره خپلي ټکۍ پخې کړي . هري خوا ته پيسې، جايدادونه او رنگارنگ نعمتونه په چارښاخو باديږي . تر څو چي لوبه نه يي(وي) ختمه سوې، بايد د لمسيانو اوکړوسيانو له پاره هم تايې او ذخيرې برابري کړي .


 


– په يوه بله ډله کي هغه کسان شامل دي، چي پرون د روسانو په غلامۍ کي ولاړ وه؛ د زړه له پاسه يې دسوسياليزم اوکمونيزم نارې وهلې؛ خو نن د خپل مزدور طبيعت، بې ايمانۍ او بې مسلکۍ پر اساس په ډېر وياړ د يرغلگرو پوځو او د هغو د جنايتکارو مزدورانو په چوپړ کي ولاړ دي؛ د ډيموکراسۍ، بشري حقوقو، ازادو مطبوعاتو، عدالت، برابرۍ او داسي نورو تش په نامه استعماري پروژو ستايني کيي(کوي) . دا خلگ د پت، غرور، ايمان، خپلواکۍ او افغانيت په نامه هيڅ شی نه پېژني . هغه څه چي پېژني پيسې، جايدادونه، شهرت، جاه و جلال او راز راز ناوړه استفادې دي، نو ځکه بې ځايه نه ده، چي تل يې د خپلو ناولو او ناروا امتيازاتو د خوندي ساتلو له پاره د بېلابېلو بادارانو پر سترخان بولي کړي دي . هو! په دې نامردانو کي داسي کسان هم سته، چي پر ظاهرخان، داوود خان، تره کي او امين سربېره يې له خپل گوندي او ايډيالوژيکي ملگري –  ډاکټر نجيب سره هم لوی خيانت وکړ . البته دا هم له امکانه ليري نه ده، چي اوس هم دخپل سياسي ژوند د اوږدولو او ناوړو استفادو د تضمين په هيله  له طالبانو او نورو وسله والو ډلو سره  په پټه لاس ولري . شک نسته، چي د هغو کسانو حساب له دې بې وجدانو توطيه گرو څخه بالکل بېل دئ، چي د افغاني غرور، ملي احساس او هيوادپالني په ساتلو سره ځان او بچيانو ته د يوې گولې حلالي ډوډۍ گټلوله پاره د کرزي له مزدور دولت سره کار کيي( کوي) .


 


– په يوه بله ډله کي هغه کسان شامل دي، چي د سره پوځ او د هغو د مزدورانود واکمنۍ پر مهال به يې د افغانستان  داشغال چيغي وهلې؛ په هيواد کي دننه او بهر به يې د اشغلگرانو او مزدورانو د جنايتو کيسې کولې؛ خو نن چي د روسي يرغلگرو او روسي مزدورانو تر واکمنۍ بترجنايتونه ويني، چپه (چوپه) خوله ناست دي؛ نه د پخوا په شان د اشغال خبره پر خوله راوړي، نه د يرغلگرو لښکرو د وحشيانه جنايتو او نه هم  د هغو په وړاندي د جهاداو مقاومت .  له ورايه مالوميږي، چي د زياترو خولې له اوبو ډکي دي . د غوړي گولې او امتيازاتو له اسيته يې ځانونه ناگاره اچولي دي . ځيني ځيني خو يې لا د کابل په اداره کي د څه تر لاسه کولو په هيله د روانو خواشينونکو پېښو ټوله پړه يوازي پر طالبانو او نورو وسله والو مخالفينو ور غورځيي( غورځوي) .


 


لکه څنکه چي پرچميانو او خلقيانو روسي استعمار ته د انترناسيوناليزم، بين المللي دوستۍ اوپيوستون نوم ورکاوه، د دې ډلي پلويان هم امريکايي استعمار ته د دوستۍ، ترقۍ او پرمختگ نوم ورکوي . دوی وايي : پرېږدئ، چي امريکايان افغانانو ته د سړکو، لارو، پوهنتونو، روغتونو، فابريکو، د برېښنا د بندو، کانالواو نورو پرمختيايي پروژو په جوړولو سره، دې ملک ته ترقي او پرمختگ را ولي . . .


 


زما په عقيده دا خلگ گرده د چپې خوا ورته ناست دي . که له اوسنيیو پردو لښکرو سره زموږ د پرمختگ او ترقۍغم وای، څه کم دو اتيا کاله مخکي به يې د امان الله خان ملي او مترقي رژيم په خپلو خاينانه توطيو نه نړاوه . تاريخي خبري به پرېږدو. د سترگو ليدلي حال ته به راسو.کله چي د خلق او پرچم د واکمنۍ پر مهال زموږ د بېوزلي او وروسته پاته هيواد مکتبونه، کلينيکونه، فابرېکې، سړکونه، پلونه او نوري دولتي ودانۍ په بمو، مينواو نوروچاودونکو موادو الوزول کېدې، ايا په نړۍ کي داسي څوک نه ؤ، چي دغو ورانکارو ډلو ټپلو ته د ترقۍ، پرمختگ او تمدن درسونه ورکړي؟!


 اياهغه وخت، چي د ښوونځييو معلمان او شاگردان، د پوهنتونو استادان،  ډاکټران، انجينران او نور لوستي افغانان د کفر او الحاد په پلمه وژل کېده، د بشردوستۍ او پرمختگ مدعيان د پيل په غوږ کي بيده وه؟  تاسي یې منئ که يا، زما په خيال خو د افغانستان په معاصر تاريخ کي ټولي بدمرغۍ د دې مکرجنو بشردوستانو په مستقيمه لارښوونه او دستور سوي دي او تر اوسه هم کيږي .


 


هيڅ هوښيار او پرسد افغان د سړک، پله، ښوونځي، پوهنتون، روغتون، فابرېکې او نورو عام المنفعه پروژو مخالف نه دی؛ خوپوښتنه دا ده، چي« متمدنو» او« بشر دوستو» امريکايانو په تېرو لسوکالو کي د زرگونو افغانانو، خاصتاً مظلومو پښتنو د وينو تويولو په بدل کي څو پوهنتونه، فابريکې، د برېښنا بندونه  او داسي نوري پروژې جوړي کړي دي، چي تر دې وروسته به نوري هم جوړکي (کړي)؟ په استعماري ادبياتو کي دا  راز اوتي بوتي خورا ډېري تکرار سوي  دي . انگرېزانو هم د خپلو استعماري تېريو د توجيه له پاره ادعا کوله، چي د ترقۍ او پرمختگ له نښو نښانو سره يې د خلگو د اشنا کولو په مقصد د هندوستان او افغانستان پوځونه ته لېږلي دي . . .


 


واقعيت دا دئ، چي د امريکا په شان او شوکت کي ډوب افغانان یاد غربي نړۍ د دوه مخي (بشري او استعماري) رول د توپير کولو وس نه لري؛ يا د څه څڅېدو په سَوَب ( سبب) پر هر څه سترگي پټوي .که نه نو په دې روښانه او ساده حقيقت خو د مکتب کوچنيان هم پوهېږي، چي استعماري قوتونه همدا اوس زموږ په هيواد کي د يوه بام او دوو هواوو سیاست چليي ( چلوي)؛ خپلو خلگو ته بشري حقوق، د قانون برلاسی، ډيموکراټيک ارزښتونه، ترقي او پرمختگ غواړي؛ خو زموږ خلگو ته د بشري حقوقو پر ځای هوايي او مځکنۍ بمبارۍ، د ودانوکلو او شنو باغو هوارول، د شپې تلاښۍ، د لاسو او سترگو تړل، محبسونه، ځوروني او تعذيبونه، د ديني عقايدو اوکلتوري ارزښتوسپکاوی؛  د ډيموکراسۍ پر ځای د جنايتکارو، غلو او زورمندانو چپه او راسته غوبلونه؛ د قانونيت پر ځای د زور او وسلې واکمني؛ او د پرمختگ پر ځای  لوږه، بې کوري او بېکاري .  


 


هيڅوک د لوېديځو هيوادو له ازادو او شفافو انتخاباتو، پراخو بشري حقوقو،  قانونيت، برابرۍ،  روښانفکرۍ، عِلم پالني، تمدن او پرمختگ څخه سترگي نسي پټولای؛ خوکشکي د دې هيوادو سياسي او عسکري واکمنانو دا ارزښتناک حقوق، ازادۍ او انساني پرمختگونه د نړۍ پر نورو بېوزلو او اسکېرلو ولسو هم لورولای!


 


د امريکا په سياستو کي د يوه بام او دوو هواوو د اثبات له پاره دلته د يوه ژوندي مثال يادونه بې گټي نه گڼو. دگرانو لوستونکو به ښايي په ياد وي، چي د امريکا متحدو ايالاتو په ۱۹۸۸ع کال د سکاټلنډ په لاکربي کي د پانم هوايي شرکت د يو سلو درې ( ۱۰۳)  لمبر الوتني د لوېدو پړه پر لېبيا واچوله . دا چي په دې خواشينوونکې پېښه کي ريشتيا هم د لېبيايې حکومت لاس ؤ که يا، زموږ د څېړني موضوع نه ده. امريکايي مقاماتو تر پراخو تورو( اتهاماتو) اوگواښو وروسته د لېبيا له دولت څخه يو اعشاريه پينځه (۱،۵) ميليارډ ډالره تاوان واخيست، چي له هغو څخه پينځه سوه څلور( ۵۰۴) ميليون ډالره پر دوه سوه دروڅلوېښت مساپرو او شپاړسو(۱۶) کسو عملې و وېشل سوه؛ او پاته پېسې د امريکایي مقاماتو له ادعا سره سم د لېبيايي تروريزم د نورو قربانيانو او متضررينو د تاوان په نامه بېلي سوې . په دې اړه دا ويبپاڼي کتلای سئ :


http://www.independent.co.uk/news/world/americas/us-begins-lockerbie-compensation-transfer-


http://en.wikipedia.org/wiki/Pan_Am_Flight_103


 


په دې ډول گورو، چي د امريکا دولت له لېبيا څخه د هر مساپر او عملې په بدل کي څه د پـــــاسه نونس لکه (۰۰۰،۹۰۰،۱) ډالر واخيسته؛ خو نن همدا امريکا په خپلو وحشيانه بمبارييو سره زموږ بې گونا افغانان په وينو لړي؛ کور اوکهول يې تباه کيي(کوي)؛ خو سره له هغه هم  تر يوه عالَم شواخونو وروسته د شهيدانو بېوزلوکورنييو ته  تر يولک افغانييو يا دوو زرو(۰۰۰،۲) ډالرو يوه تنگه زياته نه ورکيي . زه نه پوهېږم دا کوم انسانيت، کومه عاطفه او کوم انصاف دئ؟!


 


دلته بده نه ده، چي د منځني ختيځ په روانو سياسي پاڅونوکي د غربيانو د يوه بام او دوو هواوو سياست ته  لنډه کتنه وکوو. نړۍ والو ټولو وليده او لا گوري، چي امريکا او ځينو نورو لوېديځو دولتو په تونس، مصر، بحرين، اُردن، يمن، مراکش او سعودي عربستان  کي نه يواز ي د خپلو مزدورو رژيمو پر خلاف په هيڅ سياسي اونظامي اقدام لاس پوري نه کړ، بلکي پاڅون کوونکو ته يې د سوله ييزو مظاهرو، روغي جوړي او ځینو کازميټکو سياسي بدلونو د منلو سپارښتنه هم وکړه؛ خو په لېبيا کي د وړيا تېلو د تر لاسه کولو او يوه بل کرزي د کښېنولو له پاره د هيڅ راز انسان وژونکو وسلو له کار اخيستني ډډه نه کوي .


 


د يوه بام او دوو هواوو دې ناولي شکل ته وگورئ : په تونس، مصر، يمن او بحرين کي د امريکا د مزدورو رژيمو له خوا د خلگو پر کاملاً سوله يیزو مظاهرو او اعتراضو گولۍ و اورول سوې، اما سره له هغه هم په سپينه ماڼۍ او نورو اورپايي مرکزوکي د قدرت واکدارانو له اعتراض کوونکو څخه غوښتنه کوله، چي هيڅکله زور زياتي او غيرقانوني عکس العملونو ته لاس وا نچوي . د دې پر خلاف په لېبيا کي د رژيم وسله وال مخالفين له همغي لومړۍ ورځي څخه پر شا و ټکول سوه، چي د زور، خشونت او خونړييو بريدو له لاري د هيواد په بېلابېلو ښارو کي د قذافي واکمني دړي وړي کړي . په يې هم زړه سوړ نسو، څه کم دوې مياشتي مخکي يې د ملکي کسانو د ژغورني په درواغجنه پلمه انسان وژونکي پوځي برېدونه هم پيل کړه، چي دا دئ تر اوسه ادامه لري . ټول جهان گوري، چي امريکايان او ملگري يې د نورو مستبدواو فاسدو عربي هيوادو پر خلاف، په لېبيا کي د ولسي پاڅونو پر ځای د وسله والو ډلو او خونړييو برېدو ملاتړ کيي (کوي) . نن د وسله والو ډلو په مرسته خپل مزدوران سياسي واک ته رسيي( رسوي)سبا يې بيرته په دې يا هغه نامه په وينو لړي .


 


بشري حقوق، ډيموکراسي او انساني پرمختگ ټول داسي مفاهيم دي، چي هيڅوک يې په نړۍ کي له گټي او سموالي انکار نسي کولای؛ خو د دې سترو ارزښتونو د تحقق او عملي تجسم له پاره انساني لارو چارو ته اړتيا ده. دکروز توغندييو، بي ۵۲، مېراژ او ايف ۱۸ الوتکو په زور د داسي بدلونو راوستلو ته بې فرعوني تکبُر او سوچ پوچ لېونتوبه بل څه نوم ورکولای سو؟  راسئ وگورو، چي د بشري حقوقو، ډيموکراسۍ او پرمختگ امريکايي سټايل د افغانستان، عراق او سوماليا تر وحشتناکو تجربو ورسته، نن سبا په لېبيا کي څه گلان کري؟!


 


سربېره پردې مثالو، ايا د بې گونا افغانانو وژني،  د جنايتکارانو، جاسوسانو او فاسدو زورواکو ملاتړ، په هيواد کي زور زياتی، خپلسري، بې عدالتي، لوږه، بېکاري او نور مصيبتونه ټول د امريکايانو او نورو لوېديځو هيوادو د يوه بام  او دوو هواوو سياست نه ثابتوي؟


 


ځيني کسان سره له دې چي د کرزي د حکومت له فساد او خيانتونه سره ملگری نه کيي، خو د امريکايي لښکرو دايمي حضور د هيواد د ژغورني له پاره تر ټولو لو(لويه) اړتيا گڼي . ايا دا خبره ممکنه او معقوله ده، چي د امريکايي پوځو يرغل او د هغو د همېشنیيو اډو موجوديت پر ځای وبولو؛ خو دکرزي له فاسد او مزدور رژيم سره مخالفت ولرو؟ د امريکايي اشغال او عسکري اډو اغفال سوي پلويان بايد دکرزي د مافيايي حکومت خيانتونه، ټگۍ برگۍ او بې کفايتۍ هم په ورين تندي ومني؛ ځکه دا دواړه لازم او ملزوم دي؟


که چيري امريکايانو او نوروايتلافي دولتو په تېرو لسوکالو کي سوله او امنيت راوستی وای؛ خلگو ته يې کار او روزگار برابر کړی وای؛ او له جنگ ځپلو افغانانو سره يې ددې وران کور په جوړولو کي ريښتينې مرسته کړې وای، ښايي خلگو به هم د هغوی د عسکري اډو له تداوم سره چندان مخالفت نه وای کړی؛ اما اوس خو هر څه د دې پر خلاف شاهدي ورکيي .


 


زما په قاصر نظر خو د امريکايي چوڼيیو د ټولو سيله کوونکو لاسونه په يوه ډول د ډولو د استعمارگرانو و جېبو ته لاره لري . هره ډله يا ډلگۍ په يوه يا بله بڼه د استعمارگرانو او د هغو د مزدور نظام په واکمنۍ کي ښکاره او پټي گټي لري . ډېر مي وليده، چي پرون يې د ملي فکر او ملي ايډيالوژۍ باټي ويشتې؛ خو نن د څه څڅېدو په تمه د پلورل سوو مزدورانو او د هغو د استعماري بادارانو بوټونه پاکوي .  لعنت دي پر داسي بې پته ، بې غروره اوسراښو انسانانو!


 


  د امريکایي يرغل په درشل کي د خوشبينانو او ساده گانو يوه بله ډله هم تر سترگو کېده، چي په افغانستان کي يې د سولي، امنيت او اقتصادي پرمختگ په راوستلو کي پر امريکايي لښکرو خورا لوی حساب کاوه . دې بېچاره گانو تصور کاوه، چي امريکا او ملگري به يې د سترگو په رپ کي له کنډواله افغانستان څخه هم هانکانگ يا سينگاپور جوړ کي؛ اما خبر نه وه، چي امريکايي لښکر افغانستان ته د انساني ژوند، ترقۍ او پرمختگ له پاره نه دي راغلي . له نېکه مرغه دې خوش باورو هیوادوالوپه تېرو لسو کالو کي د ايتلافي پوځو، په تېره بيا امريکايانو د خونړي ريکارډ په لېدو سره پخوا لا پر خپلو غوولونکو هيلود بطلان کرښه ايستلې ده .


 


د امريکايي چوڼييو ننني پلويان د امريکايي يرغل پروني مخکښان او ستايونکي


لکه څنگه چي مخکي هم اشاره وسوه داشغال مزدورانو د امريکايي يرغل له همغي لومړۍ ورځي څخه  زموږ ساده او خوش باوره خلگو ته د جنت وعدې ورکولې؛ خو د جگړې اورونه، ويني، اوښکي، جنازې، د خوندو او مندو تور پوړني، د کورو، دوکانو، باغو، ماجتو او نورو شتمنييو وراني، لوږه، بېکاري، فساد، زور زياتی،  د دولتي او شخصي جايدادو برالا چور، د ترياکو او نورو مخدره موادو په کاروبار کي بې ساري ترقي او پرمختگ ټول په واقعيت کي هغه څه دي، چي د وعده سوو سرو او زرغونو باغونو پر ځای زموږ مظلومو او کړېدلو خلگو ته ورکړل سوه .


 


هو! د امريکايي لښکرو له برکته دې هيواد ته څه  «سره او زرغونه » باغونه هم راغله؛ اماپه خواشينۍ سره، چي زموږ عامو افغانانو ته يې څه حاصل او گټه و نه رسېده؛ او بايد هم نه وای رسېدلې؛ ځکه دا سره او زرغونه باغونه ؛ دا ښار گوټي اوکوټياني، دا بانکونه او فابرېکې، دا عمارتونه او شرکتونه له لويه سره د کرزيانو، فهيم خيلو، رباني خېلو، خليلي خېلو،  محقق خېلو، سياف خېلو، قانوني خېلو، عبدالله خېلو، دوستميانو او داسي نورو« پريشتو» په نصيب کي ليکل سوې وه .


 


د اشغال همغه پروني مخکښان او مناديان  د پښېمانۍ او دې غملړلي ولس څخه د بخښني غوښتلوپر ځای نن د امريکايانو د دايمي چوڼيیو په ستاينه نه مړيږي . پرون يې د امريکايي ټانکو او الوتکو راتگ ته خوشالۍ او اتڼونه کول، نن بيا تر گرده  چيغي او نارې وهي، چي که  په افغانستان کي امريکايي لښکرکوټونه نه وي، پاکستان او ايران به دا خاوره په يوه اينده تر ستوني تېره کړي . . .


د اشغالگرو دا اغفال سوي پلويان په دې ساده او روښانه حقيقت سر نه خلاصيي، چي سلگونو زرو بهرنييو پوځو له خپل ټول عسکري واک او ځواک سره سره، په تېرو نيژدې لسو کالو کي څه غزا او بهادري وکړه؟ 


ايا دې هيواد ته يې سوله او امنيت راوست؟


د مزدورو زورواکانو د ظلمو، فساد او غلاوو مخه يې ونيوله؟


خلگو ته يې کار او روزگار برابر کړ؟


د ترياکو او نورو مخدره موادو توليد او سوداگري يې ودروله که يې بله معجزه ښکاره کړه؟


زه فکر نه کوم، چي يرغلگرو لښکرو او د هغو مزدور حکومت دي په تېرو لسوکالوکي له خپلو بې سارو عسکري او اقتصادي امکاناتو سره سره، زموږ بېوزلو خلگو له پاره څه لويه شهکاري او بهادري کړې وي . په افغانستان کي د سولي او امنيت حال هر افغان ته پوره څرگند دئ . د ملگرو ملتو د شمېرو له مخي يوازي په ۲۰۱۰ ع کال کي د ملکي افغانانو د وژني شمېر دوه زره اووه سوه يواويا(۷۷۱،۲) ته ورسېد، چي د ۲۰۰۹ع کال په پرتله په سلو کي پينځلس (۱۵) زياتوالی ښيي . په دې اړه د بشپړ مالومات له پاره دارپوټ وگورئ :


http://www.presstv.ir/detail/168978.html


دا يوازي د يوه کال خبره ده . که د جگړې معيوبين، معلولين او ټپيان هم ورسره ملگري کړئ؛ او بيا يې په لسو کي ضرب کړئ، په پوره يقين سره به تر سلگونو زرو پوري ورسيږي . په دې ډول گورو، چي ايتلافي عسکرو زموږ غملړلو او دردمنو خلگو له وينو، اوښکو، بربادۍ او ناميندۍ پرته بل څه نه دي راوړي .


 


د امريکايانو تر سترگو لاندي د کابل حکومت د فساد په تور او چټل نامه اوس نه يوازي زموږ کړېدلي افغانان، بلکي د نړۍ خلگ هم گرده خبر دي . تاسي د بي بي سي دا خبر ولولئ، چي په لوستلو يې هر غيرتمن افغان د افغانيت له نامه خواتوری کيږي .


http://news.bbc.co.uk/1/hi/business/8365094.stm


که په هيواد کي دننه دکار او روزگار څه امکانات برابر وای، افغانان لېوني نه دي، چي د سلو خطرو په زغملو سره په پاکستان، ايران، تاجکستان، اوزبکستان، قرغيزستان، هند او نورو پردو هيوادوکي د مِنت او سُنت شپې او ورځي تېري کړي .


 


دا خبره هم لمر غوندي روښانه ده، چي د ترياکو توليد او سوداگري د طالبانو د واکمنۍ په پرتله د امريکايانو او مزدور رژيم په واکمنۍکي څو ځله زياته سوې ده. که يې نه منئ په دغو معتبرو ويبپاڼوکي د مستندو ارقامو په لوستلو سره وگورئ، چي واقعيتونه څه دي؟


http://news.bbc.co.uk/1/hi/6965115.stm


http://articles.latimes.com/2010/oct/01/world/la-fg-1001-afghan-opium-20101001


که په دې حقيقت نه پوهېږئ، چي ولي د امريکايانو او نورو يرغلگرو پوځو تر راتگ وروسته، په افغانستان کي د ترياکو توليد او سوداگرۍ لمن دونه پراخه سوې ده، د سترگه ور تحليلگر-  جان ک .کولي « نامقدس جنگونه » کتاب وگورئ . کولي په افغانستان او نورو هيوادوکي د مخدره توکو په توليد او کاروبارکي د سي . آی . اې . د مهم او مرکزي رول په اړه مهمي او ارزښتناکي خبري لري .کولي د خپل ارزښتناک کتاب په يوه برخه کي يادونه کړې ده، چي سي . آی . اې . د جنگو د تمويل، د دوښمن دجنگي روحيې د نست کولو او د خپلو پراخو استخباراتي عملياتو د توجيه کولو په مقصد تل د نشه يي مواد پر کښت او کاروبار ټينگار کړی دئ ( کولي ۵).  سي . آی . اې پرون هم دا کار کاوه، نن يې هم کوي؛ او سبا به يې هم پرېنږدي .


 


ايا  په تقريباً لسو کالو کي د دونه جگړو، وينو توييدو او تباهييو په بدل کي د څو بې کيفيته دولتي ودانييو يا


يو و نيم مکتبو، پلو او پلچکو جوړول د قناعت وړ دي؟


که د پردو لښکرو او مزدور حکومت په  تېرو لس کلنوکړووړوکي د بري او نېکنامۍ څه خاصه نښه نښانه نه لېدله کيږي، نو د عسکري اډو تداوم  به يې څه توره وکي؟


سوله او امنيت به را ولي؟ د مزدورو واکمنانو د فساد مخه به ونيسي؟


خلگو ته به کار او روزگار برابر کړي؟ د ملي او ولسي حکومت په جوړولو کي به مرسته وکي؟  او که  به له دې


پرته څه بله معجزه ښکاره کي؟


 


لس کاله د يوه شخص، سازمان اوحکومت د ازمويښت له پاره تر اړتيا زيات وخت دئ . زه د امريکايي چوڼييو له سرسپارلو مدافعانو څخه په درناوي پوښتنه کوم، چي د امنيت، ډيموکراسۍ او بشري حقوقو په نامه راغلو لښکرو او ډول ډول گوډاگيانو په تېرو لسوکالو کي څه وکړه، چي تر دې وروسته به نور هم وکي؟  که يې ستاسي له درواغجنو او غولوونکو ادعاوو سره سم گل گلزار جوړ کړی يي( وي)، بيا نو تاسي ښاغلي ولي په اوروپا، امريکا، کاناډا او اسټراليا کي ناست ياست؟ ولي د ترقۍ، پرمختگ او بشردوستۍ په دې ستر رسالت کي له امريکايانو او کرزي سره مرسته او همکاري نه کوئ؟!


 


امريکايي چوڼۍ او د سولي بې ځايه هيله


سوله او امنيت زموږ د ويرژلي او غملړلي هيواد تر ټولو لومړۍ او اساسي اړتيا ده؛ خو ايتلافي لښکر او امريکايي چوڼي هيڅکله د رټېدلو افغانانو د دې ستري انساني هيلي په تر سره کېدو کي چندان مرسته نسي کولای . د تېرو لسو کالو کاري ريکارډ زموږ ټولو مخ ته پروت دئ . ايا امريکايانو او د هغو متحدينو ته په تېرو لسو کالوکي دا حقيقت نه ښکارېده ،چي افغانستان ته ناامني او بې ثباتي له کومه ځايه راځي؛ او د هغې د مخنيوي له پاره بايد له څه عسکري، سیاسي او اقتصادي ستراتېژۍ څخه کار واخلي؟


 


 کوچنيان هم په دې پوهېږي، چي طالبانو او نورو وسله والو مخالفينو ته وسلې اودَرَستې له اسمانه، نه را لوېږي . سي. آی . اې . او د ايتلافي هيوادو استخباراتي شبکې تر موږ او تاسوپه دې واقعيت ښه خبر دي . له همدې امله نو د افغانستان د حالاتو په وړاندي د امريکايانو او مؤتلفه قوتونو اوسنی دريځ له دوو حالتو څخه وتلئ نه دئ :


– امريکايان او ور سره پوځونه د خپلو ستراتېژيکو گټو د تحقق په مقصد، په لوی لاس هغو دولتو، استخباراتي سازمانو او جنگي ډلو ته څه نه وایي، چي تر گرده د سولي او امنيت په ټينگيښت کي خاشې ماتيي( ماتوي) . پاکستاني مقاماتو ته د ميليارډو ډالرو په ارزښت مرستي ورکول په خپله د دې ستراتېژۍ يوه برخه ده. امريکا له يوې خوا د خپلو ملگرو او دوستانو په لاس کي د پاکستاني اټومي وسلو د خوندي ساتلو، په افغانستان، هند، چين اوايران کي د خپل نفوذ د پراخولواو له بلي خوا په هغه هيواد او شاوخوا سيمه کي د چنيانو (چينايانو) د جيوستراتېژيک او جيوايکنوميک پرمختگ د شنډولو له پاره، پاکستاني خاوري ته په ټينگه اړتيا لري .


 


 د وسله وال مقاومت ځپل يا مخنيوی په ريشتيا هم د امريکا او نورو ايتلافي ځواکوتر وس وتلې خبره ده .


اما شواهد او قراين ښيي، چي امريکايان په سيمه کي د خپل پوځي حضور د دايمي کولو له پاره قصداً اوبه خړوي ؛ ځکه په افغانستان کي د مخالفو ځواکوتر منځ سياسي جوړجاړی، د سولي او امنيت ټينگښت او د يوه قانوني حکومت جوړېدل، په خپله د امريکا او نورو ايتلافي عسکرو د موجوديت اړتيا ايسته کيي( کوي) .


 


 د امريکايي پوځو له خوا دکليوالو افغانانو د ودانو کلو، شنو باغو او نورو شتمنييو ورانول هم د دې استعماري پروژې يوه بله برخه گڼل کيږي . همدا اوس د امريکايي لښکرو له خوا په لوی لاس د کليوالو افغانانو کلي او کورونه، دوکانونه او باغونه نړول کيږي؛ د ټولو اسلامي او افغاني دودونو پر خلاف يې په کورو او ماجتوکي تلاښۍ کيږي . زما په نظر د دې ستراتېژۍ مانا يوازي دا ده، چي د کلیوالو سيمو دردېدلي او خښمېدلي خلگ په لوی لاس د مخالفينو له ليکو سره يو ځای سي؛ د جگړې او نا امنۍ اورونه تازه وساتل سي؛  او په دې توگه په افغانستان او سيمه کي د امريکايانو عسکري حضور ته ظاهراً معقوله او مؤجه پلمه پيدا سي . د دې استدلال له مخي دا خبره له عقله ليري نه ده، چي د طالبانو او نورو وسله والو ډلو په زياتېدونکو برېدونو او پرمختياووکي هم د يرغلگرو لښکرو پټ لاس پروت دئ . 


 


اساسي پوښتنه دا ده، چي په دواړو حالتوکي د امريکايي پوځو دايمي حضور، په افغانستان کي د سولي او امنيت له را وستو او د يوه قانوني حکومت له جوړولو سره څه مرسته کولای سي؟


په لومړي حالت کي امريکایانو او ملگرو په خپله له غلو سره د جوال خوله نيولې ده . قصداً د سولي او ثبات په راوستو کي خاشې ماتيي؛ او په دې ډول د خپل حضور د تداوم له پاره پلمې تراشي . په دوهم حالت کي لکه څنگه چي گورو، امريکایان او نور ايتلافي قوتونه له خپل ټول پوځي او اقتصادي توان سره سره،  د مخالفينو د ورکولو يا ماتولو وس نه لري . په داسي شرايطو کي نو د عسکري اډو دوام د افغانانو څه درد دوا کولای سي؟ په بله وينا، د لستوڼي مار يا کمزوری ملگری افغانانو ته څه خير رسولای سي؟


 


د امريکا د همېشنييو عسکري اډو پلويان بايد په دې روښانه حقيقت هم ښه سر خلاص کړي، چي له امريکا سره دوستي او له پاکستان سره دوښمني دوه متضاد او متناقض دريځونه دي . پاکستان د « سيټو» او « سينټو» له زمانې څخه تر اوسه  پوري په سيمه کي د امريکا د متحدو ايلاتو وفادار او باوري ستراتېژيک ملگری دئ . له انگرېزانو سره دوستي خو يې تر دې هم زړه ده. که له حقيقته سترگي پټي نسي، انگرېزانو پاکستان د هند د نيمي وچي د وېشلو، د پخواني شوروي اتحاد د نفوذ شنډولو او په سیمه کي د خپل دايمي حضور د يوې باوري اډې په توگه جوړ کړی دئ .  د اسرايیلو تپل سوی دولت هم د سيمي په تغيير سره ، د همدې مقاصدو له پاره کار کيي(کوي).


 


 د امريکايي يرغل او امريکايي چوڼييو پلويان په تېرو لسو کالو کي خپلو امريکايي او انگرېزي بادارانو ته نارې وهي، چي پاکستان د افغانستان د بې ثباتۍ او بربادۍ اصلي عامل دئ؛ خو امريکايي او انگرېزي ستراتېژيستان په پاکستان کي د خپلو اوږدو سياسي، اقتصادي او ستراتېژيکو گټو له امله د دوی چغو او نارو ته ددوو توتو ارزښت نه ورکيي .


 


اسامه بن لادن  د پاکستان له اوردو ژبي ورځپاڼي ( اُمت) سره په خپله اوږده مرکه کي يادونه کړې وه، چي د پاکستان له نامه سره همېشه د دوی[ القاعدې ] زړونه تپېږي . دی زياتوي : « خدای مکړه، که سخت حالات راسي، موږ به پاکستان په خپلو وينو وساتو. پاکستان موږ ته د عبادتځی په څېر سپېڅلی دئ . موږ د جهاد خلگ يو، نو ځکه د پاکستان د دفاع له پاره جنگېدل، موږ  ته تر ټولو غوره جهاد برېښي . البته، موږ ته دا خبره ارزښت نه لري، چي د پاکستان واک د چا په لاس کي دئ . . .  د دې مرکې نور تفصيل دلته ولولئ :


http://www.globalresearch.ca/index.php?context=va&aid=24697


د بن لادن دا بيان په ډاگه ښيي، چي آی . ايس . آی او القاعده نه بېلېدونکي ياران دي . بايد هم نه بېلېدونکي وي . هغه څوک چي د يوه پردي ملک له پاره سر او ويني ښندي، په واقعيت کي له هغه ملک سره نه شلېدونکې مينه لري . که امريکا د پاکستان له يارۍ او انډيوالۍ څخه لاس نه اخلي،ايا د القاعدې له يارۍ څخه  لاس اخيستلای سي؟ همدا اوس په لېبيا کي د القاعدې له ځينو جنگيالييو سره د امريکا او نورو لوېديځو هيوادو عسکري، مالي او استخباراتي مرستي په څه مانا دي؟ زه نه پوهېږم، دامريکايي اډو بېلابېل پلويان د امريکايانو په ستايلو او د پاکستانيانو په غندلو څه تر لاسه کيي؟ بايد په دې واقعيت ځانونه پوه کوو، چي د ټولو فتنو او خباثتو اصلي مَوْږی څوک دئ؟


 


پاته لري

Copyright Larawbar 2007-2024