د لاهور په ځانمرګو بريدونو كښې د منظمو ډلو لاس ښكاري
دپاكستان دكورنيو چارو نګران وزيرحامد نواز ويلي دي د لاهور په ځانمرګو بريدونوكښې د منظمو ډلو لاس ښكارى د شخصي ټلويزون سره په خبرو اترو كښې حامد نواز زياته كړه چى څه ډول دترهګرۍ پيښې روانې دي دهغه څخه داسي معلومېږي چى دترهګرو دغه ډلې په خپل كار كښې ډير مهارت لري نوموړي پراستخباراتى څانګه ايف اّئى اې باندې دځانمرګي بريدونو هدف مرګ ژوبله اړول اوپه ولس كښې ويره اچگول بللى دى دكورنيو چارو وزير دغه خبره منلې ده چى په ماډل ټاون كښې چرته چى دويم ځانمرګى بريد تر سره شو د دولتى امنيتي ادارې لخوا يوه ودانۍ دڅه مودې لپاره اخستل شوې وه خو ترهګرو په غلطۍ سره بله ودانۍ په نښه كړه د كورنيو چارو وزير دلاهور امنيتي حالت په پام كښې نيولو سره په كلكو امنيتي تدابيرو ټينګار ښكاره كړ.د شخصي ټلويزيون ترمخه دغه كسان دلاهور دبيلا بيلو سيمو څخه نيول شويدى.