طيران الخليج ( Gulf Air ) کابل ته الوتني پيل کړې

د لراوبر اداره | جون 17th, 2011



طيران الخليج ( ګلف اېر ) له بحراين څخه کابل ته لومړنۍ الوتنه ترسره کړه او تر دې وروسته به په اوونۍ کي پنځه ځله د کابل او بحراين تر منځ دوه اړخيزي الوتني کوي . په هغه غونډه چي دوې ورځي مخکي په دې اړه د کابل په نړيوال هوايي ډګر کي د ترانسپورټ وزارت او ګلف اېر د چارواکو تر منځ جوړه سوې وه  د ګلف اېر استازي وويل چي په پام کي لري چي د الوتنو شمېر په هره اوونۍ کي ۸ ته ورسوي .


ددې اسانتيا په رامنځته کېدلو سره به اوس په عربي هيوادونو کي مېشت افغانان له بحراين څخه کابل ته سيده الوتنه کولای سي ، دغه د اروپا او امريکا د لويو وچو څخه هم د يو وار  تم کېدلو څخه وروسته کابل ته د هوا د لاري تګ راتګ ممکن دی .


هغه ښارونه چي طيران الخليج هره ورځ له بحراين څخه تګ راتګ ورته لري له دې ځايه  وګورﺉ








   
 

Copyright Larawbar 2007-2024