زابل كې نس ناستي ۱۴ كسان وژلي .
دزابل په اټغرولسوالۍ کي دنس ناستي نارغۍ ۱۴ کسان وژلي .
دزابل مرستيال والي محمد جان رسوليارلراوبرته وويل چي په تيرو۲۴ ساعتونوکي ددغه ولايت په اټغراودکندهاردمعروف ولسواليو ترمينځ د اسحاق زيو په کلي کي د نس ناستي ناروغۍ خپره سوې ۱۴ کسان يې وژلي اوددي ناروغۍ دناروغانوشمېر۵۶ تنه رسېدلى .
رسولياروايې چې دډاكترانويوه ډله يې له درملوسره يوځاى سيمي ته لېږلې ترڅوددغي خپرېدونكې ناروغۍ مخه ونيسي اوناروغان درملنه كړي .
په ناروغانوكې كوچنيان اوښځي هم شاملي دي .
.اټغردزابل يوه سرحدي ولسوالۍ ده دډيورنډكرښي ته نږدې پرته ده اودولايت له مركزكلات سره په په ۸۰ كيلوميترۍ كې پرته ده.
ددغه ولسوالۍ لويه لاره خامه ده چي اوسيدونکي يي دناروغيو پرمهال نسي كولاى پروخت روغتيايې مركزونوته ځانونه ورسوي .
بلخواپه سويل كې د۲۰۵ اتل قوال اوردوقومنداني وايې چې ددغي ناروغۍ پنځه ناروغان يې پوځي روغتون ته لېږدولي اودغي والسوالۍ ته يې دكندهارله پوځي روغتون څخه يوه ډله نظامي ډاكتران له درملوسره يوځاى سيمي ته لېږلي .
دكندهار دعامي روغتيا رياست مرسيتال ډاكتراحمد الله فيضي لراوبرته وويل چي دغه ناروغۍ د چټلو اوبو له وجي رامنځته كيږي ،چې دسيمي خلگ له داسي اوبوڅخه استفاده كوي چې حيوانات هم هغه اوبه چېښي .