كندهار : د كاناډا استازى، كندهار به ژر پرېږدم

حاجی پوپل | جون 19th, 2011


دكاناډاملكي استازۍ وايې چې غواړي له دې وروسته دخپل حكومت مرستې په كابل كې دخپل سفارت له لاري ترسره كړي اوكندهاربه ډېرژرپرېږدي .
دكاناډاملكي استازي تيم مارتين دكندهاردولايتي شورالپاره دنوي جوړي سوي ودانۍ دپرانيستلوپرمهال دغه څرگندونې وكړې .
دكندهاردولايتي شورانوې ودانۍ ديواعشاريه يوميليون ډالروپه لگښت دڅه باندي يوه كال په موده كې جوړه سول .
تيم مارتين وويل چي په نژدې راتلونکي کي به کابل ته ځي او خپل کارونه به د سفارت له لاري د هيواد په کچه پلي کوي خو د کندهار ياد ورسره تلپاتى دى.
دکندهار د ولايتي شورا مشر احمدولي کرزي وويل چي د کندهار خلک به د کاناډا اونورو نړيوالو هغه مرستي هيري نکړي چي دلته يې د سولي، يووالي او پرمختګ لپاره کړي
دده په ويناچې افغانان هيڅكله هم دچا احسان نه هيره وي .
خوده له دولت او مرسته كونكوهيوادونوغوښتنه وکړه چي پدې ولايت كې دلنډمهاله پروژوپر ځاى اوږدومهاله پروژې تطبيق كړي .
دكندهاروالي توريالي ويساهم چې تازه له بهرڅخه راستون سوى ،پدې ولايت كې د بسنټيزو او اساسي پروژو د پلي کېدو هيله وښوده او د خلکو له استازو او قومي مشرانو يې وغوښتل چي د دولت سره کلک ودريږي څو ټول کارونه د خلکو په خوښه او په سم ډول سره مخ ته ولاړ سي.
داوږدمهال پروژودتطبيق غوښتنه پرداسي مهال كېږي چې دچارودكتونكوپه باورمرسته كونكي هيوادونه دبيارغاوني په چاروكې په كوچنيوپروژوكې بوخت وو اوداسي ستري پروژې چې هغه دي دسيمي پراقتصاد اودخلگوپرژوندمثبت اغېزولري ندي ترسره سوي .
كاناډاپه كندهاركېدولايتي بيارغاونې دټيم مشري هم كول چې تيره مياشت يې دغه ماموريت امريكاته پرېښودى .
نوموړى هيوادا دايساف په چوكاټ كې ۲ زره ۸سوه سرتيري لري، چې په راتلونكې مياشت كې خپل پوځيان هم له افغانستان څخه باسي اوپدې برخه كې خپل حضوريوازي ترپوځي ښوونكوپوري راټيټه وي.

Copyright Larawbar 2007-2024