د پروان والي له ځانمرګي بريده ژوندی ووتی

د لراوبر اداره | جون 21st, 2011


د پروان والي له ځانمرګي بريد څخه ژوندی وتلی دی ، د طالبانو وياندذبيح الله مجاهد وايي بريد د غوربند درې يوه اوسيدونکي طالب لخوا هغه وخت ترسره سو چي والي خپل موتر ته ختی ، د مجاهد په وينا په بريد کي د والي دوه ساتونکي وژل سوي او موټروان يې ټپي سوی دی . د طالبانو د خبرپاڼي له مخي دوالي حالت نامالومه دی خو د کورنيو چارو وزارت وايي والي روغ رمټ دی .


د يوه بله خبر له مخي نن طالبانو خبر ورکړ چي د پکتيا د ارګون په ولسوالي کي يې يوه پوځي الوتکه را غورځولې او دېرشو بهرنيو عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده .

Copyright Larawbar 2007-2024