ننګرهار: د پوهني رياست د نوي ودانۍ بنسټ کښېښوول سو
دننګرهار ولايت د پوهنې ریاست دنوی ودانۍ دبنسټ ډبره دروان كال د چنګاښ دمياشتي په لومړی نیټه، دنوموړی ولايت دمقام مرستیال او سرپرست والی محمد حنیف ګرډیوال دپوهنې رییس لخوا کیښوودل شوه.
نوموړی ودانۍ په پاخه او اساسی ډول په دوو پوړنو کې د ۱۱۰ زره امریکایی دالرو په مجموعى لګښت دپوهنې وزارت دپرمختیایی بودجي څخه جوړیږی، چې ۱۲ اداری خونې او نور ضروري ملحقات لری.