د متحده عربي اماراتو او انګلستان وزيرانو د هلمند والي سره وکتل
عطاالله محمدي
د متحده عربي اماراتو د بهرنيو چارو وزير شيخ عبدالله بن سلطان النهيان او د انگلستان هېواد د بهرنيوچارو وزير ويليم هيگ نن ورځ په هلمند کي د مېشتي ولايتي بيا رغونې ډلي يا پي آر ټي په انگړ کي د هلمند له والي محمدگلاب منگل سره وکتل .
تر دې ليدني وروسته والي ګلاب منګل وويل چي د يادو وزيرانو سره يې په دې ولايت کي پر روانو حالاتو او د بيا رغوني پر کارو خبري کړي او نوموړو ورسره ژمنه کړې چي په دې کارو کي به مرسته کوي .
والي زياته کړه چي د عربي متحده اماراتو وزير ورسره ژمنه کړې چي په دې ولايت کي به يو پوهنتون جوړه وي .