مېخ آغا
د مساپر زمری طنزي ټولګي څخه
آغا ماد چې ډنګره، ټیټه ونه ،لکه د افلاتون بټه ګوته غوندې سوټه پزه ،لکه ګونډیانو یوه لوېښت ځړېدلي برېتونه او لکه وزه دوتاره څوکړه ږیره لري او تل غټې کټه بینې آینکې پر سترګوکوي په هر کار کې د هر چا نه چټک او ترمخه دی ؛نو ځکه ټول خلک هغه د چټک آغا په نامه پیژني د هغه تکیه کلام دی «مخ په وړاندې» هغه تل وړاندې وو آن په لمانځه کې لا پر مخ تی په دویم رکات کې چې به موږ سر راپورته کئ هغه به لکه ملا چرګګ د ملا پر ځای ولاړ وو او پاته رکاتونه به مو د هغه په امامت کوله.
کله چې ډیموکراسۍ راغله نو خلکو د دې لپار ه چې دکلنو کلنو روحي اورواني ناروغیوله غرو نه ځان خلاص کړي او د زړونو د اورغورځونکو غرو لاوا او بړاس وباسي د یوې مظاهرې هوډ یې وکړئ او چټک آغا هم خپله یوه زړه دوشۍ سره وټکوله يوه رېښکۍ یې پر غوټه کړه او مظاهرې ته راووت. چې موسترګې رپولې په ټېل ماټېل کې یې بیا تر ټولو مخکې ځان ستېج ته ورسوه او د خلکو پر اوږو سپور او دوشۍ یې خولې ته نیولې وه.
او په انقلابي ولولو یې نارې کړه:
ورونو!
خوسلګیوپسې واخېست حلق یې وچ سو او ویل یې : اوبه راکئ !
یوه شیبه وروسته بیا پر اوږو پورته سواو نارې یې کړه :
ورونو!
اوبه راکئ!.
درېيم واري بیا پر اوږو پورته سو خو ستونى یې بیا وچ سو او نارې یې کړه :
ورونو!
اوبه راکئ!
خو د خلکو دچکچکو سره ناببره په داسې حال کې چې لاسونه یې ورسره څنډله په انقلابي ولولو یې له خولې نه ووتله :
ای زالیمه، نس دي لکه خومه، خوراک دې پټاټې، دا ښه کلکې مستې.
یو و ار بیا د چکچکو شړپ سو.
پولیسو په بد ګماني ورته وکتل، یو بل ته یې په پوس پوسی او شک سره کرار ویل: چې نس دي له خومه یاني څوک؟ او بالاخره يې پیدا کئ چې د دوی نسونه خو غټ نه دي او یوازې د والي صایب نس لکه خوم د ئ او بس نوسند یې پیدا کئ او چټک آغا یې نس ته د اهانت په تور بندي کئ؛ ځکه په ډیموکراسۍ کې هر شي ته باید درناوی وسي او په درنه سترګه ورته وکتل سي . پولیسو په زندان کې هغه ته ښه مزغن د ډيموکراسۍ وهل ورکړه د هغه دسر وېښتان يې وچ وروخرېیل او شین کډو يې ترې جوړ کئ. .
موږ د ماجت خلکو خپل د نیم امام ضمانت وکئ (کړئ )؛هغه مو راخلاص کئ . د هغه سوټه پزه تکه سره سوې وه ،ژامه یې ریږدېدله او ورټ ورټ یې ژړل، په لاره یې پښې رپېدې او ناکوجاتي یې ویلې.
دا بندیتوب پر ده ډیره ژوره اغیږه وکړه نوریې لکه ترهیدلې مرغۍ د مخ پر ځای پر شا زورواهه اوتئ او ان یو واري په تراوحو که د ماجت څاه ته ولوید او غرغړی یې کړې، موږ هغه له څاه څخه راویست او پولیسو هغه د ځان وژنې په تور بیا بندی کئ، او د دهغه نه یې اسناد وغوښتل چې هغه افغان دی که یا؟ځکه افغان خو دا کار نه کوي
د هغه تذکره د مهاجرت په شلو کلنو دربدریو کې ورکه سوې وه . نو هغوی دی د سوټې پزې او کډو سر په اساس د چیچینایې په نامه دګوانټانامو زندان ته واستوی. هغه پېنځه میاشتي هلته هڅه کوله چیچینایې زده کي خو کور ذهنه وو ،زده یې نه کړه ،نو بې ګناه ثابت سو او بیرته کلي ته راغی .
دا شا ته تګ هم په هغه ډیره ژور ه اغیزه وکړه.
هغه د هوایي سفر ونواو جهان ګردي کیسې کولې ، هغه ویل : دا ګونامو ښه مفته ډوډۍ وه؛ ښه قفسان وه؛ ښه نوی نوی ژیړ کالي وه زه ډیر خوشاله وم هغو چې زما خوشالۍ ولیده زه یې ژرد هغه قفسو ویستم چې نوره خوشالۍ ونه کم….
موږ نه پوهیږو چې څه نورې پټې خبرې هلته وې چې نورده د شا تګ هم پرېښود.
نور نو هغه په اړ خ زورونه وهل ، ان ستاسو تر مخه دي حیا وي یوواري په بس ګاډۍ کې د ښځو خواته ختلی وواو بیا پولیسو ونیوی، ده مخکنۍ دوسیه هم درلوده بیا یې دماینې په ضمانت چې دی خواجه دی له بنده خلاص سو او د ده تکیه کلام اوس« ژوندی دې وي زما ښځه!»سو.
نور نو د کلی د ملا د فتوا په اساس ده ته د تګ په وخت خولې ته کېزه او په لمانځه کې یې پر لمن مېخ ورټکوهل کیږي .
خونن خبر سوم هغه د اهلیت او امریکا د لېدولو اوپه بهر کی د ژوند د ښه تجربې او زده کړو له کبله د ګرځندوی وزیر مقرر سوی دی. موږ یې لیدو ته ورغلو ؛ هغه پښه یوه پر بله اړولې ناست وواو پرڅوکۍ يې مېخ کړی وو.