کندهار : د ښکلو هنرونو د غونډي انځوريز راپور

عطاالله محمدي | جون 29th, 2011



په کندهار ښار کي تېره اوونۍ  د کندهار د ښکلو هنرونو د ټولني پرانستنه وسوه او د دې ټولني له خوا د  کندهار د اطلاعاتو ا و کلتور په رياست کي هغه ښايستې او  زړه وړونکي رسامۍ ، نقاشۍ او اړونده توکي د دې ولايت د تکړه او با استعداده ځوانانو له خوا چي د دوى په لاسو رسامي سوي نندارې ته وړاندي سوې .


د يادي ټولني د پرانستني په مراسمو کي  کندهار والي ، د دې ولايت ښاروال او اړونده کسانو ګډون کړى و .


 


 



  



 



 



 


غونډي ته د دې ولايت  د اطلاعاتو او کلتور رئېس  پرانستونکې وينا وکړه او د هنر مخينه يې لس پېړۍ وړاندي وبلله او زياته يې کړه چي کندهاري انځورګرانو او نقاشانو په هندوستان کي په دې هنر کي ښه نوم لاره .



 


ورپسې  کندهار والي په دې اړه وويل چي يوه ټولنه هغه وخت د نام او نښان لوړ پوړ ته رسېداى سي چي کلتور ، فرهنګ او هنر يې نوموتى وي .



همدا ډول د دې ټولني مشر او وتلي انځورګر امان الله درخشان غونډي ته وينا وکړه او وې ويل چي که څه هم چي په تېرو څو لسيزو کي د دې سيمي خلکو ډېر څه له لاسه ورکړي دي خو هنر يې د سته ستونزو سره سره بيا هم ژوندى ساتلى دئ ځکه چي په دې څانګه کي يې نه هېرېدونکي هلي ځلي کړي دي .



نوموړي وويل چي نني نندارتون ته د انځورګرانو او نقاشانو له لوري ١٠٧ ټوټې ډول ډول هنري نقاشي انځورونه او ليکني راوړل سوي دي چي دا د دې څرګندويي کوي چي کندهاريان جنګ پال نه بلکي هنرپال دي او دا هنر يې ژوندى ساتلى دئ .



 


 


د نندارتون په لومړۍ ورځ يو شمېر انځورګرانو ته ستاينليکونه او تحفې هم ورکړل سوې



 



 



 



 



د نندارتون په پاى کي په پام کي نيول سوې وه  چي په انځورګرانو کي به لومړى ، دويم او درېيم مقامونه معلومېږي او هغوى ته به نغدي جايزې ورکول کېږي .


چي د همدې پرېکړي پر بنسټ مصطفى په راتلونکي درې انځوريز پرېم کي د کوچني پر رسامي سوي انځور لومړى مقام وګاټه



 



دويم مقام د دې ټولني مشر امان الله درخشان په ياد پرېم کي د ګلونو د ګېډۍ پر ښکلي رسامي سوي انځور وګاټه


او درېيم مقام په پرېم کي پر آخري انځور يوې مېرمني وګاټه


 


 



 



 


 


 


 


 


 

Copyright Larawbar 2007-2024