زابل :دامنيت آمردماين په چاودنه كې ټپي سوى

حاجی پوپل | جون 29th, 2011


دزابل دامنيت آمردسړك دغاړي په ماين چاودنه كې ټپي سوى دى .
سمونوال غلام جيلاني فراهي نن سهارڅه باندي لس بجې په يوه امنيتي گښت باندي بوخت وو چې دكلات ښارپه ختيځ ۱۰ كيلوميترى كې دكابل – كندهارپرلويه لار پرې دسړك دغاړي ماين چاودنه وسول .
دزابل امنيه قومندان سمونوال محمدنبي الهام لراوبرته وويل چې دامنيت امرله خپل يوه ساتونكې سره ټپي سوى اوروغتيايې حالت يې دډاډوړدى .
سمونوال الهام زياته كړل چې په سيمه كې دپوليسوله لوري پلټونكې عمليات پيل سو اوهڅه كوي چې دپېښي عاملين ونيسي .
سمونوال جيلاني فراهي له تيرو۶ كلونوراهيستې دزابل دامنيت آمردى
نوموړى په سيمه كې ديوه پياوړي پوليس منصبدارپه توگه پيژندل كېږي .
پرده ۳ ځله ځان وژونكې بريدونه اوله ۱۰ څخه زياتي دماين چاودني سوي چې له ټولوڅخه روغ رمټ پاتي سوى
. بلخواطالب وياندقاري يوسف احمدي دپېښي مسئولت په غاړه اخيستى .

Copyright Larawbar 2007-2024