اربکیان دسولې پروسې په مخ کې خنډ دی

د لراوبر اداره | جولای 3rd, 2011


     په کندوز ولایت کې دسولې عالې شورا  رسمې دفتر واېې اربکېان  په دغه ولایت کې د سولې پروسې د تطبیق په مخ کې پوره خنډونه جوړوی  ، د سولې عالې شورا دفترواېې چې په دی وروستیوکې هغه طالب یا مخالف وسلوال چې له افغان دولت سره یوځاې کیږې داربکیو له لورې ګواښل اوزورول  کیږې. په کندوز ولایت کې د سولې عالې شورا رییس الحاج اسدالله عمرخیل واېې: ” اربکیان دسولې پروسې دتطبیق په مخ کې سل په سلوکې خنډ دی. عمرخیل زیاته کړه یوه میاشت وړاندې د قومندان بیروترمشرۍ لاندی په قلعه ذال کې چې یو مخالف وسلوال وو دسولې بهیرسره دخپلو کسانوپه ګډون  یوځای شوی وو خوکله چې بیرو دکندوزښارنه دقلعه ذال ولسوالې په لور تلوپه لاره کې دیو اربکې قومندان نبې ګیچې په نوم لخوا ورته کمین نیول شوې وونږدی دوه ساعته دواړو ترمنځ نښته روانه وه چې وروسته بیا دامنیتې ځواکونوپه منځګړیتوب نښته پای ته ورسیده.عمرخیل واېې چې دنبې ګیچې له لاسه ورته په لسګونه شکایتونه رسیدلې دی ، زه له  افغان دولت نه په کلکه غواړم چې ددې ستونزې دحل لاره ولټوی ځکه داڅه مانا لرﺉ چې یولورته دولت خپلومخالفینوته دسولې پیغام مخ ته کوی اوبل لورته ېې دځینواشخاصوپواسطه ځوروی دهغه په وینا که چیرې دالړۍ دوام ومومې ښاېې دسولې پروسه په کلکه ضربه وخورې اوداربکیوشتون به په سیمه کې قومې تعصباتو ته لمنه ووهی ځکه اوس لیدل کیږې چې وضعیت ورځ تربلې ترینګلې کیږی.”


همدارنګه یوشمیر د کندوزد ولسوالیو اوسیدونکې داربکیانو څخه په کلکه سرټکوی دقلعه ذال ولسوالې نه ۱۸ کلن عارف چې د سولې عالې شوراته داربکیونه د شکایت لپاره راغلې واېې”په لاره تیریدم اربکیانوراتاوکړم  ښه  یې ووهلم موباییل ټیلفون او۳۰ زره افغانۍ راڅخه واخیستل زه بیا وروسته ورڅخه وتښتیدم ”


بل لورته قدوس واېې” چې دنبې ګیچې په نوم اربکې قومندان د۶بجونه تر۱۰پورې په دیوال کنیولې ووم اوپه پښوراته اووه منه وزن را تړلې وواوس له ځایه پورته کیدې نشم، او راته ویلې چې ته پښتون یې”


دغه اوسیدونکې واېې که چیرې دولت اربکیان له سیمې ورک نکړﺉ نو دوی به ګډې کولو ته اړشي.


 دقعله ذال یوتن اوسیدونکې ۴۵ کلن عبدالحمید واېې ” اربکیانو بې بریده ظلم پیل کړﺉ که چیرې افغان دولت دغه ستونزه آواره نکړﺉ نو مونږ لس زره کورنۍ یو نوټول به ګډه وکړو اوقلعه ذال به اربکیانو ته خوشې کړو”


داربکیانو څخه په کندوز کې په داسې حال کې شکایتونه اوج ته رسیدلې چې چې څه موده وړاندی څوتنو اربکیانو پریوې ۱۷ کلنې انجلۍ په ډلییزډول جنسې تیرې کړې وو.


اربکیان په کلیوکې ناقانونه وسلوال دې چې دکورنیو چارووزارت  لخوا دوسلوالوطالبانوسره دجګړې اوپه سیمه کې د ثبات دټینګښت په موخه ګمارل شویدی، خو اوس مهال  په کندوزکې  دغوقومې وسلوالوقومې شخړې راپارولې دی اودغه حالت ورځې تربلې مخ په خرابیدو دی.


داربکیانو دجوړیدو په پیل کې ډیرې دنظرخاوندانو اوشننونکیو شک څرګندکړې وو اواربکیان یی د سیمې په تاوان بللې وو.


 ویل کیږې چې اربکیان په افغانستان کې دجنرال ډیویدپتراییس دستراتیژې یوه برخه ده چې ددې وړاندی یی په عراق کې تجربه کړی وو. 

Copyright Larawbar 2007-2024