میکسیکو : دوامداره توپان ۳ لکه تنه د ستونزو سره مخ کړي دي

مختار احمد احسان | جولای 3rd, 2011


په میکسیکو کی د ارلېنه نومي توپان له کبله یقینا ۱۱ تنو خپل ژوند دلاسه ورکړئ او شاوخوا درې لکه تنه نور د ستونزو سره مخ دي .

ویل کیږي، چي د شدیدو بارانو له کبله سړکونه بند سوي او یو شمېر سیمو ته مالي زیان اوښتئ دئ . د میکسیکو د هډالګو نومي ایالت ته تر نورو سیمو زیات مالي زیان اوښتئ دئ او همداراز د له منځه تللو کسانو څخه زیات شمېر ددې ایالت اوسېدونکي دي .

توپان د څلورو ورځو راهیسي دوام لري او په نژدیو وختونو کي د نورو شدیدو بارانو اټکل هم سوئ دئ.

Copyright Larawbar 2007-2024