کرزی:دانسانیت له مخي په پاکستان ځوابی ډزی نه کوم
افغان ولسمشر وایی، چي هیڅ کله به افغان ځواکونو ته اجازه ورنکړي، چې په پاکستان د توغندیو ورته بریدونه وکړي.
دافغان ولسمشر حامد کرزي چې نن په کابل کي د بریتانیا له صدراعظم ډیويډ کامیرون سره په یوه ګډه خبری وینا کوله وویل که چيري دي افغانستان ځواکونو ته په پاکستان د برید امر وکړي، نو پدی بریدونو کي به عام پاکستاني وګړي زیانمن شي.
ولسمشر کرزي وویل، چی د پاکستان ددی بریدونو په اړه به یو پیاوړي اقدام وکړي، خو ددی اقدام په اړه یی جزیات ورنکړل.
ژباړه(( هيڅ کله به د پاکستان په کلیو متقابل برید ونکړي،د پاکستان د خلکو او ماشومانو له خاطره به یی هم ونکړو،دا نه یواځی د ګاونډیتوب له خاطره نه کوو،بلکی دا یو ښه انسانیت هم نه بولو او دا کار به ونکړو.))
پدی غونډه کي د بریتانیا صدراعظم ډیویډ کامیرون،په افغانستان کي د بریتانوي ځواکونو د شمیر په کمولو ټینګار وکړ،خو وویل، چې هیواد به یی له دوه زره څوارلسم میلادی کال وروسته هم له افغانستان سره مالی مرستو ته دوام ورکړي.
بریتانیا دم ګړي په افغانستان کي نهه نیم زره سرتیری لري، خو تراوسه معلومه نده چي دوی به په روان کال کي څومره بریتانوی پوځیان وباسې.