سرکوزى: له افغانستان څخه ١٠٠٠ عسکر باسو

لراوبر ډاټ کام (کابل) | جولای 12th, 2011


د فرانسې ولسمشر نيکولاى سرکوزي په کابل کي اعلان وکړ چي د ٢٠١٢ کال تر پايه به له افغانستان څخه ١٠٠٠ تنه عسکر وباسي.
نيکولاى سرکوزى نن په يوه ناڅاپي سفر کابل ته راغى او دغه اعلان يې په کابل کي وکړ.
فرانسه په افغانستان کي ٣٩٠٠ تنه عسکر لري چي ډېرى يې په کابل او کاپيسا ولايتونو کي مېشت دي.

Copyright Larawbar 2007-2024