د هلمند د والي پر کاروان چاودنه سوې

لراوبر ډاټ کام (کابل) | جولای 13th, 2011


تازه خبرونه وايي چي د هلمند د والي ګلاب منګل پر کاروان د ميوند ولسوالۍ په سيمه کي هغه مهال د ماين چاودنه وسوه، چي نوموړى له هلمند څخه کندهار ته روان وو.
د ګلاب منګل موخه د کندهار د ولايتي شورا د رئيس احمدولي کرزي د جنازې په موخه کي ګډون وو.
د هلمند چارواکي وايي په دې چاودنه کي دوه پوليس ټپيان سوي دي، خو طالبانو ويلي د ګلاب منګل دوه ساتونکي يې وژلي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024