طالبانو د یوناما ادعا یو طرفه او بې بنسټه وبلله

ډاکټر نثار احمد صمد | جولای 15th, 2011


طالبانو رسنیو ته د یوې اعلامیې په لیږلو سره د یوناما لخوا په تیرو شپږو میاشتو کی د ملکی تلفاتو د ډیرښت ادعا او د ۸۰٪ پړه پر طالبانو اچول شدیدأ رد کړه او هغه یې یو طرفه او بې بنسټه وبلله .
اعلامیه وایی چی یوناما پر طالبانو تور پوري کړی دی چي په مځکنیو ماینونو کي یې ولسي خلګوته زیاته مرګ ژوبله اړولې ده ، حال دا چي هیواد والو ته معلومه ده چي طالبان داسي ماینونه کاروي چي د ریموټ په واسطه کنټرولیږي ، یعني د فشار له امله انفجار نه کوي بلکی یوازي خپل هدف په نښه کوي .
اعلامیه د ناټو لخوا د بمباریو او مخامخ وژنو زیاتی بیلګې وړاندی کوی او وایی چی د یوناما دغسی تکراری ، یو طرفه او بی اساسه ادعاګانی اشغالګران نور هم هڅوی چی افغانان نور هم په بې مسؤلیتۍ سره زیات ووژنی.

Copyright Larawbar 2007-2024