دوه امریکایی پوځیان په کونړ کی ووژل سول

ډاکټر نثار احمد صمد | جولای 21st, 2011


پنتاګون خبر ورکوی چی دوه امریکایی پوځیان وړمه ورځ په کونړ ولایت کی د ماین ښکار سول .
پنتاګون زیاتوی چی د هغو بهرنیو پوځیانو د جملې څخه چی په تیرو درو ورځو کی وژل سوي دي ، پنځه یې امریکایان وو ( چی یو په بلخ کی ، دوهم په کونړ کی ، درېیم په هلمند کی او دوه نور یې نه دي مشخص کړي چی په کوم ولایت کی وژل سوي دي ) .
په دې سره د جولای په ۲۱ ورځو کی د امریکایانو تلفات یو دم د ۲۲ څخه ۲۹ ته جګ سول .

Copyright Larawbar 2007-2024