د ماين چاودني يو ماشوم وژلى

عطاالله محمدي | اگست 3rd, 2011


د کندهار ولايت مقام له لوري لراوبر ته يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي د دې ولايت د دېکوچي په سيمه کي د سړک غاړي ماين چاودني يو ماشوم وژلى . د خبرپاڼي په حواله چي ياده پېښه تېره ورځ د اوومي امنيتي حوزې اړونده په دېکوچي کي رامنځ ته سوې .
خبرپاڼي دا د وسله والو طالبانو کار بللى خو خپله وسله والو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي .

Copyright Larawbar 2007-2024