په وسله وال بريد کي د ناټو ۲پوځيان وژل سوي دي

د لراوبر اداره | اگست 5th, 2011


ناټو وايي د افغانستان په سهېل کي يې د وسله والو په دوو جلا جلا بريدونو کي دوه سرتيري له لاسه ورکړي دي خو د پېښي دقيق ځای او د سرتيري هويت يې نه دی څرګند کړی ، بله خوا له کنړه يوې وسله والي ډلي خبر ورکړی دی چي دګنډګل په ساحه کې يې د امريکايانو پر يوه کاروان د بريد په نتيجه کي د هغوی دوه ټانکونه ويجاړ کړي او څلور امريکايان يې وژلي دي ، قاري سجاد چي ځان د توره بوړه محاذ وياند بولي ددې پېښي مسوليت پر غاړه اخستی دي خو دولت يا بهرنيانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .

Copyright Larawbar 2007-2024