وردګ: ولايت د ناامنيو پړه د ملي اردو پر غاړه ور اچوي

د لراوبر اداره | اگست 13th, 2011


ميدان وردګ په دې وروستيو کي د افغانستان او نړۍ د رسنيو د پام وړ سيمه ګرځېدلې ده ، په سيد اباد کي د ۳۱ سپېشل فورس ، ۷ افغان کمانډو او يوه استراليايي سپي وژل کېدو په سيمه او نړۍ کي يو شمېر پوښتني راپيدا کړي دي . پنټاګون او د ترهګرۍ پر وړاندي امریکايي مامورينو ومنله چي طالبانو د لس کلني جګړې په دوران کي تر ټولو لويه ضربه ورکړه ، افغان چارواکي بيا پر خپلو ځانونو شکمن دي چي ګواکي ددوی دکمزورۍ له امله طالبانو په دې سيمه کي تر دې کچي نفوذ کړﺉ چي د امريکا د سپېشل فورس تر ټولو خاصو ځواکونو د الوتکي په ويشتلو هم وتوانيدل . نن يوځل بيا په ميدان وردګ کي د اتو کسانو د وژل کيدو خبر ورکړه سو ، ويل کيږي چی دغه اته کسان لومړی اختطاف سوي وه او بيا وژل سوي دی .


د ميدان وردګ ولايت لخوا په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي د ملی اردو پر ځواکونو په سختو ټکو کي نيوکي سوي دي ، دوی وايي دملی اردو ځواکونو وظیفوی غفلت په میدان وردګو کې د ناامنی تر ټولو ستر لامل دی .
د ميدان وردګ چارواکي وايي سره له دې چې د میدان وردګو په ولایت کې د ملی اردو ځواکونو دری کنډکونه شتون لري او ددغو قواوو ۸۰ سلنه په لویو لارو (میدان-غزنی) او (میدان-بامیان) په پوستو کې پراته دي، اما بیا هم د وسله والو مخالفینو ۹۰ فیصده عملیات لکه اختطاف، ماین ګذاری،  د پوستو په ۲۰-۱۰۰ متري کې د موټرونو سوځول پر همدي لارو باندې کېږي.
څنګه چې د جګړې رهبري د ملی اردو په غاړه ده او هغه پرېکړي چې د همغږۍ په مرکز کې کېږي، متاسفانه ددوي له خوا نه عملی کېږي.
د ملي اردو ځواکونه پخپلو پوستو کې قرار لري، ددوشمن په تعقیب پسي نه ګرځي، ګزمي یوازی په پاخه سړکونو کوي، له ولس سره اړیکی نه جوړوی، تر ډیره بریده یوازي د اکمالاتي قطارونو په سکورټ بوخت دي او د ولس شکایتونه هم ورنه زیات شویدي.


د خبرپاڼي له مخي ملی اردو کله تجهیزات، کله د تشکیل کمبود، کله د امریکایانو نه همکارۍ،کله د سربازانو په خپل سر وظیفه پرېښودل او کله ځان بی خبره ښيي، چې که په دې ولایت کې ددوښمن تعداد او د موجودو امنیتی ځواکونو تعداد په ځانګړي توګه د ملی اردو سره پرتله کړو، دوښمن د کمیت او کیفیت له امله دا وړتیا
نلري چې ولس تهدید او یا عملیات ترسره کړی.  اما شرط دادي چې که ملی اردو خپل وظیفوی مکلفیت سرته ورسوي.


په خبرپاڼه کي دچارواکو له خولې راغلی چي موږ له خپلو ټولو رسمي چینلونو او مجالسو څخه د ملي اردو په اړه خپل تشویشونه ذیدخله اړخونو ته وړاندې کړیدي، اما په دې اړه متاسفانه ملي اردو ورځ تر بلې خپل وظیفوي مکلفیت سرته نه رسوي او نه د ولایت وړاندیزونو ته توجه شویده او په دې ولایت کې د نا امنی یو له عواملو څخه د ددوی وظیفوی غفلت دی او هیله من یو چې ددفاع وزارت دغه ستونزه په جدې ډول حل او د مکافاتو او مجازاتو سیسټم عملی کړي ترڅو په دې ولایت کې هغه پرمختګونه چې شویدي، ټکنی نکړي.

Copyright Larawbar 2007-2024