كندهار:مسافرخبرنه وه چې دكورپرځاى به گورته ځي
ددامان والسوالۍ په خونړۍ ترافيكي پېښه كې دټپي شويوكسانوله ډلي څخه يې ۵ تنوپه روغتون كې ساه وركړل اوپدې ډول سره دوژل شويوكسانوشمېر۳۵ تنه ورسېداوټپيان ۲۶ تنه دي .
دغه رازديوشمېرنورو ټپيانوروغتيايې حالت هم ډاكتران داندېښنې وړبولي .
ترافيك چارواكي وايې چې موټرپه دومره شدت چپه سوى چې آن له پېښي څخه ۴ ساعته وروسته لاهم دځينو وژل سويومسافرينوجسدونه په موټركې بندپاتې وو.
پېښه دقيقآددامان والسوالۍ دمړوندۍ مانده سره تېر پېشلمى ۳ بجې رامنځ ته سوې .
داحمدشاه ابدالي بس ترانسپورت اړونددغه ۳۰۳ موټردپېښي دشدت له كبله دمړوندۍ مانده منځ ته غورځېدلى .
دپېښي قربانيان دبيلابيلوولاياتواوسېدونكي دي .
په دوى كې زيات هغه كسان شامل دي چې دكوچني اختر درارسېدوپه مناسبت يې خپلوكورونوته دتگ تكل درلود.
خوله خپل دتقديرڅخه خبرنه وو چې دكورپرځاى به يې گورته رسېږي .
دپېښي ټول وژل شوي كسان ميرويس روغتون ته لېږدول شوي چې له هغه ځايه به يې بيادوستان خپلوخپلوځايونوته وړي .
ټپيان هم دناجوړۍ پربستربېسده پراته دي ،له دوى څخه يې يوازي يوتن موږپيداكړچې خبري راسر ه وكړي .
كماالدين دكندوز ولايت اوسېدونكۍ دى ،دى وايې چې داختردرخصتيولپاره يې اراده درلوده چې اخترپركورتېركړي .
دى وايې چې د۳۰۳ موټرچلونكى كم سنه ځوان وو اوله ابتداڅخه لاپه بې دركه ډول تلى ، اوآن تردې چې سپرليوپه خپل منځ كې دهغه په اړه تبصرې كولې .
خودلږوخت په تېرېدوسره يې دسپرلۍ موټرچپه سوو اوبيادوى په ځان ندي پوهه سوي
دغه راز دڅوتنونور ټپيانوپياوازان وايې چې پېښي سخت دردولي
دميرويس روغتون ډاكتران وايې چې لاهم ديوشمېرټپيانوصحت دډاډ وړندى ،خودوى ترخپله توانه كوښښ كوي چې دهغوى پوره درملنه وكړي .