هلمند:په سبزي منډۍ کي چاودني ۲ کسان مړه ۴ ټپيان کړل
چاودنه د دوشنبې په ورځ د اوو بجوپه شاوخواكې د گرشك ولسوالى په سبزي منډۍ كې د ځاى پرځاى شويوچاوديدونكوتوكو د چاودنې له امله رامنځ ته شوه چې په ترڅ كې دوه کسان وژل سوي او څلور نور ټپيان سوي دي.
په دې اړه له هلمنده په خپره سوې خبرپاڼه کي دا هم راغلي چي پرون د يكشنبې په ورځ پوليسود لښكرگاه اړوند د باباجي په سيمه كې د وسلوالوطالبانولخوا د سيمې د قوماندان مرستيال ملامحمود د نښتې په ترڅ كې وژلى اويوميل كلاشينكوف يې پوليسوته په لاس ورغلى دى، دوی وايي چي په نښته کي پوليسو ته مرګ ژوبله نده اوښتې . طالبانو ددې وژني په اړه خبر نه دی ورکړﺉ .