اتلس کسان په کانتاینرونو کي ووژل سول
د ((Amnesty International)) د یوه راپور له مخي د معمار قذافي عسکرو ۲۹ تنه زندانیان د لیبيا په شمال – لوېدیځ کي تر هغه مهاله په کانتاینرونو کي بنديان کړي وه چي ۱۸ تنو یې خپل ژوند دلاسه ورکړ . همداراز یو زنداني موده وروسته د پښتورګي د ناروغی له امله له منځه ولاړ .
د درېیو تنو ژغورل سوو زندانیانو په وینا دوی او نور بندیان د جون په ۶مه سهار وختي وځپل سول او بیا په کانتاینرونو کي واچول سول . دغه کانتاینرونو کړکۍ نه لرلې، بلکي د مرمیو سوریو د هوا د کمښت مخنیوی کاوه .
نوموړو کسانو د طرابلس یا تریپولي ((د ليبيا پلازمېنه)) څخه په ۱۲۰ کیلو متري کي د یوه تعمیر پر سر د کانتاینرونو څخه په بیا – بیا توګه د مرستي نارې وهلې او د کانتاینرونو دروازې یې په ناامیدی سره ټکولې . نوموړي تر دې حده رسېدلي چي د زیاتي ګرمۍ له امله یې باید خپلي خولې او متیازي (بولي) څښلي وائ .
کله چي په هماغه ورځ د ماپښين په وروستیو کي دروازې خلاصي سوې، نو د یو شمېر کسانو لپاره ډېر ناوخته وو او ژوند یې دلاسه ورکړئ وو.
((د فولکس کرنت څخه د ((Amnesty International)) د راپور لنډه ژباړه))