دا پیړۍ د چا ده ؟
بسم الله الرحمن الرحیم ـ که د سترو ځواکونو اړونده پخوانۍ او نننۍ باالقوه او باالفعله پیښی ، پرمختیاوی او مداخلې په ځغلنده توګه وڅیړو ، نو ثابته به سی چی نولسمه پیړۍ د برتانیې وه ، شلمه پیړۍ د امریکا وه خو یوویشتمه پیړۍ د چین او آسیا ده . دا ځکه چی نن د نړۍ تر ټولو ډیر پور ورکونکي هېوادونه ( لکه چین ، جاپان ، جنوبی کوریا ، تایوان ، هانګ کانګ او سنګاپور ) همدلته دي ، پیسې همدلته دي ، د انرژی منابع همدلته دي ، ارزانه مُزد او ډیر خلک همدلته دي او باالاخره خوځښت او ډینامیزم همدلته دی . حال دا چی امریکا پوروړې ده ، مخکی تولیدی ځواک و خو نن مصرفی دی ، مخکی بې سیاله خو نن ناسیاله دی ، پرون آزادونکی خو نن اشغالونکی دی ، پرون د عزت خو نن د نفرت وړ دی ، پرون یې دوستان خو نن یې دښمنان ډیر دي….
که لږ څه شا ته ولاړ سو او د سترو ځواکونو لاس وهنی ، ننوتنی او پایمالونی وګورو ، نو معلومه به سی چی دوهمه نړیواله جګړه د برتانیې د وتلو او د امریکې د ځای نیولو موده وه . د امریکې لخوا د ۱۹۴۵ څخه تر ۱۹۹۰ پوری پنځه څلویښت کاله د شوروی اتحاد سره سړه جګړه روانه وه . د نړۍ زیاتره هېوادونه په دې سکروټو کی راښکېل وو .
امریکا په منځني ختیځ کی دغه ستراتیژیکي ګتي او هدفونه لرل :
۱ ـ د منطقې د تیلو ژغورنه او ساتنه ؛
۲ ـ دغه سیمی ته د شوروی د ننوتلو او لاس رسي مخنیوﺉ ؛
۳ ـ د ایران ، سعودی عربستان او اسراییلو څخه د کمونیسټی مفکورې د تمښت کار اخیستل ؛
۴ ـ د سیمی هېوادونه په نظامی پکتونو کی را نغاړل ؛
۵ ـ پر پورتنیو ټولو پېیلو هېوادو باندی ډیری او ګرانی وسلې خرڅول ؛
خو دا هر څه د دوو لویو پیښو له امله زیانمن سول چی لومړنی د ایران اسلامی انقلاب و او دوهم پر افغانستان د شوروی اتحاد پوځی یرغل و . په دې سره د امریکا دوې پایې ونړېدې چی هماغه د ایران او افغانستان د رژیمونو اوښتون وو چی له امله یې په دواړو کی امریکایی ضد څپې ایجاد سوې . خو ناببره هلته د ایران او عراق جنګ پیل سو او دلته په افغانستان کی شوروی ضد جهاد قوت واخیست . ځکه نو امریکا په دواړو کی ورګډه سوه ، د یو لوری په ګټه او د بل په زیان یې پټ او ښکاره عملیات پیل کړل .
هلته د ایران ـ عراق جنګ ختم سو ، او دلته هم شورویان ووتل او په دې سره شوروﺉ دېب راچپه او پسی مړ سو . ځکه نو پر امریکا په شپه کی لمر راوخوت او په دې ډول د ماسکو تهدید نور نو ختم سو . ۴۵ کلنه سړه جګړه هم پای ته ورسېده . امریکا د میدان یوازینی ټکنی او ګټندوی سو څو چی ډیر ژر د نړۍ یوازینی ستر ځواک او امپراتوري سو .
خو دا امپراتوری یې اوږده نه بلکی لنډه سوه . ځکه عراق پر کویټ حمله وکړه ، امریکا هم ور ودانګل او پوځی مداخله یې وکړه . په سعودی عربستان کی یې پوځونه واچول چی دې عمل اسامه بن لادن ولمساوه څو چی هغه هم د امریکا پر ضد جهاد اعلان کړ .
دغو مقابلو ، ناندریو او ډغرو خبره د سپټمبر د یوولسمی حملې ته ورسول او پر امریکا په تاریخ کی د لومړي ځل لپاره مرګونې حمله وسوه . په ځواب کی امریکا پر څو هېوادو ( لکه افغانستان ، عراق ) باندی پوځی بریدونه وکړل .
وروسته یې د یولړ ستونزو او ستراتیژیو له امله د فارس خلیج څخه د اړتیا وړ زیات مقدار تیلو د وړلو بهیر نورو سیمو ته واړاوه څو چی تر ۲۰۰۹ پوری یې صرف ۱۸٪ تیل د دې سیمی څخه وړل حال دا چی ستره برخه یې د کاناډا ، مکسیکو ، وینزویلا ، نایجریا ، انګولا ، برازیل ، الجزایر ، کولمبیا ، روسیې ، اکوادور او لیبیا څخه وړې ده .
نو آیا نسو ویلای چی منځني ختیځ نور امریکا ته د پخوا غوندی زیاته ستراتیژیکی ګټه نلری ؟ بل دا چی هلته د شوروی خطر هم نور نسته ، درېیم دا چی د کمونیسټی مفکورې د خپرېدو خطر هم نور پای ته ورسېد . خو یوازینی شی چی پاته دی هماغه د سیمی پر هېوادو د پخوا غوندی ډیری ګرانی وسلې پلورل دي او نوې ګټه یې دا وکړه چی د خلیج په ټولو هېوادو کی یې پوځی اډې تر لاسه کړې ( ځکه ، هغوی بیروی چی پام کوﺉ د کمونیزم ځای تروریزم نیولی دی ، یا کمونیسټی خطر په تروریسټی خطر سره اوښتی دی ) .
ځکه نو په اصل کی منځني ختیځ نور د امریکا د امنیت سره مستقیم تړاو نلری او د پخوا غوندی مهم نه دی . لاکن د دې سره سره مجبور دی چی هماغه زاړه ، جابر او دیکتاتور رژیمونه وساتی . دا ځکه چی اویا کلنه دوستی ورسره لری حال دا چی د تش په نوم « اسلامی بنسټ پالنی » او « تروریزم » د بلاوو څخه یې بیروی او « باید ! » پوځی اډې پکښی ولری او ګرانی وسلې پر وپلوری .
خو که عمیقأ ورته ځیر سو ، دا دواړه کارونه بیا هم د امریکا د ملی امنیت سره خاص ربط نلری . دا ځکه چی د امریکا رښتیاني دښمنان دومره په بهر ( خصوصأ منځني ختیځ ، افغانستان ، پاکستان… ) کی نه دي څومره چی پخپله د امریکا په دننه کی دي .
نو که امریکا په شرافت مندانه ډول د سیمی خصوصأ افغانستان څخه ووزی په هغه صورت کی به تهران ، طالبان ، القاعده او نور د امریکې سره د خپلی دښمنۍ دلیل هم له لاسه ورکړی وی ، یعنی د چا سره او ولی باید دښمني وکړی ؟! پس اصلی خبره دا ده چی امریکا د دښمن لرلو یا دښمن جوړولو څخه پرته یو بېکاره او بې هدفه غوندی ځواک دی . مګر روانو پیښو او پرمختیاوو دا هم ثابته کړه چی واشنګټن نور په خپلو اتو کی ډبل دی او مخ د سقوط او رکود پر خوا درومی . که یې خوښه وی یا نه ، یوویشمه پیړۍ د دوی نه بلکی د بل چا ده ، والسلام ( ن . صمد )