لیبيا : د قذافي زامن د “بني ولید” نومي سیمي څخه وتلي دي
نن دوشنبه د ليبيا د ملي انتقالي شورا مشر “مصطفی عبدالجلیل” بي بي سي ته وویل چي د ليبيا د شړل سوي مشر معمر القذافي دوه زامن د بني ولید نومي سيمي څخه وتلي دي.
عبدالجلیل زیاتوي چي په ذکر سوې سیمه کي د “سيف الإسلام معمر القذافي” او “معتصم باالله القذافي” حاضروالی د ښار په نيولو کي خنډ رامنځته کړئ و. علاوه پر دې نوموړی دا هم وايي چي د معمر قذافي د پلويانو څخه به د نوموړي ښار تصفيه کول تر شنبې پوري وځنډيږي .
تراوسه د قذافي د زامنو د ځای په اړه معلومات نسته .