په افغانستان کي د امريکايي پوځ وياند او د ايساف پوځ ويلي دي چي د وردگ ولايت په سيد آباد کي يوه ځانمرگي بريد لږ تر لږه 89 کسان ژوبل کړي چي پکښي 50 يې امريکايان دي. په بريد کي 3 افغانانو د وژل کېدو خبر هم ورکول سوی دی.
زياته سوې چي بريد د بهرنيو پوځونو د مرکز په مدخل کي رامنځ ته سوی دی. د فرانس پرېس خبري آژانس په وينا په بريد کي يوه لارۍ گاډی په کار اچول سوی چي پکښي چاودېدونکي توکي پټ کړل سوي ول. د لارۍ چلوؤنکي ځان په مدخل کي د لارۍ سره الوزولی دی.
د دغه بريد پړه د افغانستان وسله والو طالبانو په غاړه اخيستې ده. طالبانو په يوه خبرپاڼه کي ادعا کړې ده چي يو لارۍ موټر چي په 9 زره کلوگرامه چاودېدونکو توکو بار ؤ د پوځي اډې مخي ته چاودول سوی دی. د طالبانو د اعاؤ له مخي پدغه بريد کي تر سلو څخه زيات «استعمارگر بهرني عسکر» وژل سوي او و پوځي مرکز ته زښت زيات تاوان اؤښتی دی.
خو په افغانستان کي د امريکا پوځ د طالبانو ادعاوي رد کړي دي او ويلي يې دي چي په بريد کي د دوی عسکر ندي وژل سوي.
دا پداسي حال کي ده چي د امريکا په متحده ايالتونو کي د سپتامبر د يوولسمي د لسمي کليزې مراسم تر سره کېدونکي دي.