بدخشان:دناټو په چاپه کي شل طالبان وژل شوي

اسدالله زړه سواند | سپتمبر 13th, 2011


رآپورونه وایی، چی ناټو ځواکونو په بدخشان ولایت کي د وسله والو طالبانو په یوه غونډه عملیات پیل کړي، یو ویشت وسله وال مخالفین یی وژلی او لس نور یی ژوندی نیولی دی.

د بدخشان د والی ویاند معروف راسخ ازادی راډیو ته وویل، چی دا عملیات له شپی راهیسی په کشم ولسوالۍ پیل شوی اولا هم دوام لري.

نوموړي وایي پدی عملیاتو کي د طالبانو د یو قوماندان په ګډون شل کسه وژل شوی او د دوه طالب قوماندانو په ګډون لس نور نیول شوی دی.

دده په وینا شاوخوا لس چیچنایان او ازبکان چې د القاعده شبکې غړي دي، دا مهال د امنیتي ځواکونو له خوا د محاصرې په حال کې دي.

وسله والو طالبانو پدی اړه څه ندی ویلی.

Copyright Larawbar 2007-2024