خبرتيا

رفيع الله مندوخېل | سپتمبر 24th, 2011


ژړوي مي هغه تللي تللي خلګ په نامه تاريخي کتاب چي دږوب ديوادبي اوکلتوري تنظيم دګلوڅانګه له خواد زرټوکه په شمېرتازه له چاپه راوتلی دی، دمخکتنې دستوره به داتوارپه ورځ دسپټامبرمياشتې پر۲۵مه نېټه سهارلس بجې په بي اېنډآرمېلمستون کي کېږي، غونډه پردووبرخووېشلې ده، په لومړی برخه کي به ډاکټرلياقت تابان، ډاکټرنصيب الله سيماب، برکت شاه کاکړ، عبدالکريم بريالی، سيال کاکړ، قاري جمال الدين مساپر، ډاکټرشفيق، محمدنعيم آزاد، محمودآياز، عمرګل عسکر، محمدآمين، مهرالله خپلواک، نظرپانېزی، ډاکټرنصرالله وزير، برملاخان برمول، داودبخت مندوخېل، حافظ رحمت نيازی اونورالدين عديم ثاني دامن،پښتنوته ورپېښې ستونزې اودحل لارې ترسرليک لاندې مقالې وړاندي کوي . اودوهمه برخه پښتومشاعرې ته ځانګړې سوې ده . دغونډې دلومړی برخې مشرمېلمه به دخيريه موسسې اين ډي ايم اې مشرښاغلی ظفراقبال قادراوددوهمې مشري به کمشنرميراختياربنګلزی اوايالتي وزيرانجنيرزمرک اڅکزی کوي . په دغه پرتمينه غونډه کي به د ږوب په شمول دلراوبرپښتونخواګڼ شمېرليکوالان،فرهنګيان اودادب مينه وال برخه اخلي .

Copyright Larawbar 2007-2024