افغانستان او هندوستان ستراتيژيک تړون لاسليک کړ
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هندوستان ته د سفر په ترڅ کي د دغه هيواد له صدراعظم سره يو ستراتيژيک تړون لاسليک کړ.
د تړون تر امضاء وروسته د هند صدراعظم ډاکټر من موهن سنګهـ خبريالانو ته وويل چي هيواد يې تر ٢٠١٤ کال وروسته چي خارجي ځواکونه له افغانستان څخه ووزي، له دې هيواد سره امنيتي، سياسي او اقتصادي همکاريو ته ژمن دئ.
من موهن سنګهـ وويل افغانستان پر هندوستان باندي د يوه باوري دوست په څېر پوره اعتماد کولاى سي.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د تړون تر امضاء وروسته وويل له هند سره د افغانستان ستراتيژيک تړون د هيڅ يوه هيواد په تاوان نه دئ، خو د افغانستان په ګټه دئ.
د تړون له مخي به هندوستان د افغان امنيتي ځواکونو په روزنه کي فعاله ونډه واخلي او همدا راز به د کانونو په را ايستلو کي هم پانګونه وکړي.