د نوروز او لمريز کال په اړه څو اړين ټکي
نوی کال را لنډ سوی دی، د ژمي سړې شپې ورځي خپل ځای د نوي پسرلي ګُلوريني فضا او ويښه ونکو وريښمينو وږمو ته پريږدي . هر هيوادوال ويني چي د نوي فصل د پيل سره په سمه او غره کي الله ( ج) په اذن بدلون راځي داسي بدلون چي سپيره ډاګونه شنه کيږي او په شنو سيمو کي د ګلانو غوټی غوړيږي او د انسان روح ته خوشالي راولي . د دې بدلون پيل په يوه سمبوليکه نېټه کي رانغښتی دی چي د نوروز د ورځي په نوم ياديږي .
ټول هيوادوال د نوي کال لپاره نوي هيلي لري ، دولتي ادارې ، خصوصي موسسې ، ټولنيز نهادونه ، کورنی او حتی هر وګړی د نوي کال لپاره د ودي او سمون پلانونه جوړوي او د پلي کولو لپاره يې لاري چاري په ګوته کوي . د هيوادوالو په ټولنيز ژوند کي د بدلون او تلون دا لوري ته هم يوه سمبوليکه ورځ سته چي همدا د نوروز ورځ ده . لنډه دا چي د نوروز ورځ زموږ د هيواد د طبيعت او ټولني په حالت کي د بدلون سمبوليکه ورځ ده .
لومړی خبره چي نوروز فارسي ويوکی ( لغت ) نه دی. د ژبپوهني له اړخه دا ويوکی د پښتو کليمو جوړښت ته نږدې دی ، نسبت د فارسي ژبي د ويوکو ( لغاتونو ) جوړښت ته . ژبپوهان دا استدلال کوي چي نوروز ترکيبي لغت دی ، چي د دوو برخو جوړدی، يو( نو) او بل ( روز ) او يو شمير د دې ترکيب په لوستلو داسي فکر کوي چي دا به فارسي ويوکی وي . په داسي حال کي چي د ترکيبي جوړښت پر بنسټ دا ويوکی پښتو دی نه فارسي.
ژبپوهان پوهيږي چي په فارسي ژبه کي صفت د موصوف وروسته راځي ، څو بيلګي يادو : لباس سرخ ، جمعيت بزرګ ، خانۀ کلان او نور . دلته وينو چي د جمعيت لپاره د بزرګ صفت وروسته راغلی دی ، او يا د کور لپاره د لوی صفت وروسته راغلی دی. په داسي حال کي چي دا ترکيبي جوړښت په پښتو ژبه کي کټ مټ همداسي دی لکه چي د نوروز په ترکيبي نوم کي سته .
(( ژبپوهنه زما مسلک نه دی ، هيله من يم چي په دې اړه ښاغلی هوتک صاحب خپله رايه وښيئ .))
په دې برخه کي يوازي د پښتو ژبي د صفت او موصوف په اړه څو بيلګي يادوو : سپين غر ، توره دره ، لويه کرښه او داسي نور . په دې ډول دا بيلګي څرګندوي چي د نوم او صفت تر منځ هغه اړيکه ده لکه چي په نوروز کي ده ، په دې مانا چي لومړی صفت او بيا موصوف راغلی دی . د نو روز تر کيبي نوم په پيل کي نوې ورځ وه ، چي يو شمير يې په تيروتنه داسي ګڼي چي دا نوم فارسي دي . که دا نوم فارسي هم وي ، چي نه دی ، بياهم د دی سيمي د وياړونو يوه برخه د ه .
لمريز ه کالهنداره د نورو ټولو مشهورو نړيوالو کالهندارو په نسبت د طبيعت سره سمون لري ؛ زموږ د هيواد لپاره يې تلفيقي او تطبيقي وړتيا څرګنده ده ؛ د کال د فصلونو مهال ويش يې د طبيعت د بدلون سره سم بدليږي ؛ او داسي نوري ځانګړني د دې وړتيا را برملا کوي چي په لومړنيو مبتکرينو اوجوړونکو يې و وياړو او پالونکي يې وستايو .
د لمريز کال په اړه يو څو مالوماتي ټکي :
تر ټولو وړاندي د دې ټکي يادول اړين دي چي د هجري شمسي او هجري قمري کال پيل د سرور کائينات حضرت محمد ( ص ) د هجرت د نېټې پيل سوی او عيسوي کال د حضرت عيسې ( ع ) د ميلاده پيل سويدی.
که وغواړو چي هجري شمسي کال په هجري قمري کال واړه وو ، د دې لپاره اړ يو چي لاندي چاري تر سره کړو : لومړۍ د يوه ټاکلي لمريز کال شمېره په يوولس کي ضربوو . د ضرب سوي شميرې حاصل پر ٣٦٥ ويشو او بيا هغه په لاس راغلې شميره د لمريز کال پر ټاکلې شميرې زياتوو ، چي په پايله کي به د هجري قمري کال شمېره په لاس راسي . يوه بيلګه وړاندي کوو :
د افغانستان د خپلواکۍ هجري شمسې نېټه( ١٢٩٨ ) کال و. که وغواړو چي دافغانستان د خپلواکۍ هجري قمري نېټه پېدا کړو لومړۍ ( ١٢٩٨ ) په ( ١١ ) کي ضربوو چي ( ١٤١٧٨ ) شمېره به په لاس راکړي . بيا دا شمېره پر( ٣٦٥ ) وېشو ، چي د ( ٣٨ ) شمره به يې حاصل راسي . بيا دا ( ٣٨ ) د ( ١٢٩٨ ) سره جمع کوو چي ورستۍ شمېره به ( ١٣٣٧ ) وي . دا شميره به د افغانستان د خپلواکۍ هجري قمري کال وي .
او که وغواړو چي هجري قمري کال په هجري شمسي واړوو ، په هغه صورت کي اړ يوچي لاندي چاري تر سره کړو :
لومړۍ هجري قمري کال په يولس کي ضربوو ، بيا د ضرب حاصل پر( ٣٦٥ ) تقسيموو او د تقسيم حاصل د هجري قمري کال د شمېرې څخه منفي کوو چي په پايله کي به د هجري شمسې کال شمېره په لاس راسي . يوه بيلګه وړاندي کوو :
امير عبدالرحمن خان په ( ١٢٩٦ ) هجري قمري کال د افغانستان واکمن سو . که وغواړو چي همدا نيټه په هجري شمسې کال واړو لومړۍ به( ١٢٩٦ ) په ( ١١ )کي ضرب کړو چي حاصل به يې ( ١٤١٥٦ ) شميره وي . بيا به نوموړې شميره پر( ٣٥٤ ) و وېشو چي حاصل به يې ( ٣٩ ) شمېره وي . تر هغه وروسته به د( ٣٩ ) شمېره د هجري قمري سنې څخه منفي کړو چي حاصل به يې ( ١٢٥٧ ) شميره وي او دا هغه هجري شمسي کال دۍ چي امير عبدالرحمن خان د افغانستان واکمن سو .
د نړيوالو تاريخونو د ښودلو لپاره اړ يو چي هجري شمسي سنه په ميلادي سنه واړو . د دې لپاره اړيو چي د شمسي سنې سره ( ٦٢١ ) شمېره جمع کړو . يوه بيلګه وړاندي کوو:
که د افغانستان د د خپلواکۍ د ګټولو کال په پام کي ونيسو چي په ( ١٢٩٨ ) لمريز کال د انګريزانو سره تر پوځي مخامختيا وروسته تر لاسه سوه . که دا سنه په ميلادي واړوو ( ١٢٩٨ + ٦٢١ = ١٩١٩ )په هغه صورت کي به د افغانستان د خپلواکۍ د ګټولو کال د( ١٩١٩ ميلادي ) کال سره سمون وخوري . او که ميلادي سنه په لمريزي سنې اړه وو، بيا اړ يو چي د ميلادي سنې د شميرې څخه ( ٦٢١ ) شميره لږ کړو، مخامخ به لمريز کال په لاس راکړي يوه بيلګه يادوو :
د افغانستان د خپلواکی ميلادي کال ( ١٩١٩ ) دی که وغواړو چي د خپلواکی لمريز کال را پيدا کړو نو اړيو چي دا چاره تر سره کړو: ( ١٩١٩ – ٦٢١ = ١٢٩٨ ) چي د افغانستان د خپلواکی د لمريز کال سره سمون خوري .
————————————————————————————–
محمد معصوم هوتک : ( دښاغلي پوهنوال باوري صاحب دنوروزپه بحث کي دپښتودصفت و موصوف قاعده بیخي سمه بیان سوې ده اوپردغه کلمه ئې ډېره ښه تطبیق کړې ده. داچي په دې برخه کي ئې زمانظرغوښتی دئ، بایدووایم چي دکلماتودریښې څېړنه دژبي دمتخصصینو کاردئ اوهیله ده چي هغوی ئې وڅېړي)