کندهار : د عدلي او قضايي ارګانو له پاره نوې ودانۍ جوړه سوه

عطاالله محمدي | اکتوبر 9th, 2011


د کندهار ولايت په ژړۍ ولسوالي کي د عدلي او قضايي ارګانو له پاره نوې ودانۍ جوړه سوه او تېره ورځ يې د يو لړ مراسموپه ترڅ کي چي د کندهار ولايت د محکمې رئېس ، څارنوال ، د ژړۍ ولسوال او يوشمېر نورو چارواکو ګډون کړى ؤ پرانستل سوه .
ياده ودانۍ دوې برخي لري چي يوه يې د قاضيانو او څارنوالانو کاري دفترونه، د قضا حال او د ولسي وګړو د ناستي له پاره تالار لري
د دې ولسوالۍ ولسوال نياز محمد سرحدي وويل چي ددې ودانۍ په جوړېدني سره يې د قضا او محکمې په برخه کي هغه ستونزي چي وړاندي ور سره مخامخ ول حل سوي دي.
له دې وړاندي د کندهار په ډنډ ولسوالي کي هم د قضايي ارګانونو له پاره ودانۍ جوړه سوې ده.

Copyright Larawbar 2007-2024