افغان ادبي بهير اوونيزه غونډه وکړه

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | اکتوبر 10th, 2011


پېښور : افغان ادبي بهير د خپلو اوونيزو غونډه په لړ کې يوه بله اوونيزه غونډه ترسره کړه، چې مشري يې د خوشحال خان د ليسې مشر فضل مولا توره کي په غاړه وه او مشر ميلمه يې ډاکټر ذبيح الله حسن و. ذبيح الله مجاهد د قرآن عظيم الشان څو مبارک آيتونه ولوستل او او د تېرې غونډې گزارش ونه لوستل شو او د عارف همدرد په نثر کره کتنه وشوه، چې پرې ليکوالو د خپل نظر څرگندونې وکړې. وروسته آزاده مشاعره وشوه، چې دغو کسانو په کې برخه واخيسته.حمزه خاکسار، اسمعيل اوريا، عارف همدرد، فضل قادر انډيوال، ډاکټر ذبيح الله حسن، ذبيح الله مجاهد، محسن صديقي، تحسين الله تحسين، فضل مولا توره کى، مومن حقيار،رحمت ديوان، عماد الدين دوران.راتلونکې غونډې ته به حمزه خاکسار غزل کره کتنې ته راوړي. د يادونې وړ ده چې د افغان ادبي بهير اوونيزه غونډه د هرې يکشنبې په ورځ په بورډ زيارت تمځي ته څېرمه د ريل پاټلۍ ترڅنگ د خوشحال خان په عالي ليسه کې کيږي.

Copyright Larawbar 2007-2024