م. م: افغان حکومت بندیان سخت کړوی

ډاکټر نثار احمد صمد | اکتوبر 11th, 2011


نیویارک ټایمز اخبار د ملګرو ملتونو د تازه راپور په حواله خبر ورکوی چی کله لویدیځ پوځیان افغانان ونیسی او هغوی د افغان حکومت استخباراتو او امنیتی څانګو ته ورتسلیم کړی نو هغوی یې کړوی او سخت ظلمونه پر کوی .
راپور وایی چی امریکایی پوځیانو د ۳۲۴ نیول سوو شکمونو څخه ۸۹ یې د کابل حکومت استخباراتو او پولیسو ته ورسپارلي خو هغوی سخت کړولی دي .
راپور زیاتوی چی په دې ظلمونو کی په زوره اقرار په کول ، څو ورځی وږی ساتل ، په سیم او کېبل سخت وهل ، خوب ته نه پرېښودل ، د جنسی تیري اخطار ورکول او نور کړاوونه شامل دي چی سړي ته د شورویانو او د هغوی د ګومارلو غیر انسانی ظلمونه ورپه یادوی .
خو مبصرین وایی چی همدا د امریکایانو او غربیانو روزنه ده چی دغسی نتیجه ورکوی .

Copyright Larawbar 2007-2024