قذافي دناټو په بمبار کي وژل سوی دی
دقذافي د وژل کيدو خبر د يوه ساعته په دننه کي د نړۍ د لويو او کوچنيو رسنيو سرليکونه جوړ کړل ، د الجزيرې ټلويزيوني چينل د قذافي هغه ويډيوي تصاوير خپاره کړل چي په وينو لړلی دی او د پاڅون کوونکو سرتيري ترې چاپير دي او خوشالۍ کوي .

ناټو تر دې شېبې په رسمي ډول د قذافي وژل نه دي منلي خو دا يې منلي چي ددوی قواوو د قذافي د پلويانو د کاروان دوه موټرونه بمباري کړي دي .
که څه هم د قذافي په وژل کيدو سره ظاهراً په لېبيا کي د ناټو پوځي دنده پای ته ورسېده خو اوس به ناټو ددې خبري سپيناوئ کوي چي ولي يې د قذافي د ژوندي نيولو پر ځای ووژئ .