د حرمينو هينداره – ۳۰مه برخه
د مرمر ډبري
بسم الله الرحمن الرحيم
منزل د ټولويودى خو سفر جداجدا
ژوندټول سفر سفر دى،دځمکې پر سر ټول ساه لرونکي تل په حرکت کې دي،ټولو خپل سفر له يوه ټاکلي ټکي پيل کړى او په يوه ټاکلي ټکي يې پاى ته رسوي، مخلوق مجبور دى، اکثره سفرونه دده په واک کې ندي ،نه يې پيل دده په واک کې دى اونه يې پاى ،نه خپل مزل ټاکلى شي اونه منزل.
ځينې سفرونه لنډ او ځينې اوږده دي، په ځينوکې دانسان مجازي يا تشريعي خوښه شامله وي خو ځينې بيا په تکويني ډول پر انسان دده له خوښې پرته او بې له دې چې د سفر توښه برابره کړي تپل کېږي ، دسفر پيل، رباط او پړاوونه به بېل وي، خو منزل يو دى، هر کاروان په پاى کې اړ دى چې په همدې منزل کې يې د تل لپاره واړوي.
منزل د ټولويودى خو سفر جداجدا
د ژوند په دې اوږده سفر او اوږده لار کې انسان ته ډېره کمه ونډه او ډېر کم وخت ورکړل شوى دى، د نړۍ اوپينۍ(کايناتو) په سلګونه ميليونيزکاله ژوند کې د انسان لسګونه کاله عمر په منګي کې څاڅکى دى، دا دواړه عمرونه هېڅ د پرتلې وړ ندي خو بياهم انسان د اشرف المخلوق په توګه په پينۍ حکومت کوي او الله ج هغه سيارې چې عمر او حجم يې د انسان مېشتې کرې (ځمکې) په پرتله سلګونه ځله ډېر دى د يو نامرئي (نه ليدونکي) اونه حس کېدونکي ځواک (عقل) په واسطه دې کمزوري مخلوق ته تابع کړيدي.
له سير او سياحت سره مينه خو دانسان په فطرت کې نغښتې وي، هر انسان په طبعي توګه داتلوسه او لېوالتيا لري چې خپل چاپېرچل اوپه طبيعت کې موجودې پديدې وپېژني، ويې ويني ،وچې او لمدې آن د شمسي نظام دټولو سيارو په اسرارو او رموزو وپوهېږي ،په طبعي او ماوراء الطبعي محسوساتواو ملموساتو محيط واوسي په ژوند کې د اضراروپه فلسفه پوه شي.
خو د ځينو انسانانو په پرتله دا مينه او جذبه له ماسره ډېره وه ،زه چې کوچنى وم نو له هغه جېب خرڅ څخه به مې چې پلار به مې د ښوونځي او پوهنتون په وخت کې راکاوه،ذخېره کوله او بيابه د ښوونځي او پوهنتون په رخصتيوکې سياحت ته تللم د کراچۍ ،کوېټې ،لاهور،په شمول د پاکستان ټول ښارونه ،کشمېر،آن د ايران تر زاهدان پورې په هماغه وخت کې تللى يم، د سمندر ليدلوته مې تلوسه ډېره وه او دا هيله مې آن په هماغه کوچنيوالي کې په کراچۍ کې ښه ترسره کړه.
د افغانستان له ازادۍ وروسته په افغانستان کې هم يا هوايي يا پر ځمکه ښه وګرځېدم ،له بدخشان پرته د هېواد ټول ولايات مې يا ټول يا په نسبي ډول وليدل ،دافغانستان شمالي ګاونډيان ا ودسيمې ځينې هېوادونه مې هم ياله نږدې يالېرې وليدل.
خوزه چې اوس کوم يونليک تاسو درنو ته وړاندې کوم هغه د يو داسې مبارک او سپېڅلي سفر خاطرې او يادښتونه دي، چې هر مسلمان يې د زړه له کومي غواړي ،داسفر يې ارمان او د ژوند ستره هيله ده ،د هر مسلمان په زړه کې دا هيله وي چې کم تر کمه يو ځل خو د اسلام د مبآرک دين د نشئت ،ځوانۍ او خپرېدو ځايونه د الله ج کور د افضل الخلايق او رحمت اللعالمين، پيغمبر(ص) د خاپوړو،کوچنيتوب ،ځوانۍ مېنه او دهغه د هجرت ،دعوت ، د اسلام دبلوغ ،سياسي او ديني استحکام شاهده سيمه او داسلام د ستر پيغمر مبارکه روضه وويني.
دبل هر مسلمان په څېر زما په زړه کې هم داهيله په څپو وه ،کله به چې د حج وخت راغى نو دې مينې به بې تابه کړم زړه او روح به مې نا ارامه شو. ناستې او ولاړې به خوند نه راکاوه. خو خپل تش لاس مې دښمن اوددې سپېڅلې هيلې د تر سره کېدو پر وړاندې ستر خنډ وو، خو جوينده يابنده وي او بيا څوک چې داسې سپېڅلى غرض او له فيوضاتو ډکه الهي موخه ولري نو الله ج به ولې ورسره مرسته نه کوي، څوک چې الله ج غواړي نو له شک پرته الله ج هم ورسره ملګرى وي، الله ج هم زما بې صبرۍ ته په کتلو زما ددې تندې د خړوبولو لپاره عملي امکانات برابر او خپلې پېرزوينې يې راباندې ولورولې.
دعزم جزم
پس له مرګه دى داعزم
دخوشحال دخاطر جزم
يا نيولى مخ مکې ته
يا مغولو سره رزم
دخوشحال بابا داشعر مې سم زده ندى ممکن غلط کړى مې وي خو زما له ليکنې سره يې ربط يا داصوليينو په وينا، ترجمة الباب دادى چې ما هم نور خپل عزم _(هوډ) جزم ( پريکنده )کړ.
که څه هم حج ته د نوم ليکلو او پچه اچولو وخت تېر او ډېره ناوخته وه ، لستونه پوره او ظاهراً د نويو مراجعينو پر وړاندې دروازې بندې وې، محترم مولوي عبدالسلام ضعيف ته مې وويل چې ښاغلي مولوي عبدالحکيم منيب ته چې دامهال د حج او اوقافو وزارت مرستيال وو سپارښتنه وکړي چې که امکانات ور سره وي د حج په لستونوکې ماته ځاى پيداکړي، ښاغلي منيب زما پنځلس کلن ملګرى هم دى او تر اوسه يې سره پالو، خوزما يو نه پوهېږم ښه اوکه بد خوى دادى چې ځانته د څه شي په غوښتلو کې ډېر کم جرئته يم ، خو ددوستانو لپاره دوستانوته په پوره ډاډ واسطه کېږم.
منيب صاحب يواځې زما نه، بلکې د ډېرو دوستانو په درد خوړلى او په هره ستونزه کې يې ورسره مرسته کړېده که څه هم د ملګرتيا او پېژندګلوۍ په دې پنځلس کلنه موده کې ما د ځان په اړه د منيب صاحب منفي ځواب ندى اورېدلى خو ددې لپاره چې د حج د نوم ليکلو او پچه اچولو وخت تېروو نو و مې نه غوښتل چې منيب صاحب په مخامخ ډول له ازموينې سره مخ کړم چې که امکانات ورسره نه وي نو مابه هم خفه کولى ونشي او خفه به وي ،ما وويل راځه ضعيف صاحب ته د زړه حال ښه ويلى شي ، له وزير صاحب سره دده له نزاکت څخه هم خبر وم،منيب صاحب دټېليفون له لارې ضعيف صاحب ته وويل چې راويې لېږه زه خپل کوښښ کوم.
سبا دکابل پوهنتون پخوانى رئيس مولوي پير محمد (روحاني) هم زما خواته زموږ دفتر ته راغى د هغه هم له منيب صاحب سره کار وو دواړه د حج او اوقافو وزارت ته د منيب صاحب د فتر ته ولاړو،له روغبړ او سلام څخه وروسته يې ماته وويل چې ولې ما او تا نه پېژندل چې ضعيف صاحب ته دې زحمت ورکړ؟ کله چې ما خپله د زړه خبره ورته وکړه سړى مسکى شو ويې ويل زه به ډېر کوښښ وکړم چې تاته چانس برابر کړم ،هغه وويل د حکومت د ېرش زره سهميه پوره ده خو سعودي ،افغان حکومت ته د پنځو زرو نورو حاجيانو سهميه ورکړېده حکومت هم د قرعې له مخې دا حاجيان پر خصوصي سکتور يا شرکتونو وېشلي دلته که کوم چانس وي لومړى به تا ور معرفي کړو.منيب صاحب په خپل سکرتر سپين کاغذ راوغوښت ، کاغذ يې ماته راکړ چې وزارت په نوم يوه عريضه وليکم ماهم وزارت ته د حج عريضه وليکله او لاسليک مې کړه منيب صاحب اړوندې شعبې ته د اصولي اجرائاتو لپاره ولېږله د مربوطه څانګې مشر ته يې زما ډېره سپارښتنه وکړه ،په تاکيد يې ورته وويل چې ماته کوم اصولي لاره برابره کړي له شرکتونو سره د ارتباط مسؤول ډاډ راکړ چې دى به وګوري له کوم شرکت سره امکانات شته چې ما ورمعرفي کړي، درې ورځې وروسته يې په ټېليفون خبر راکړ چې دسيروسفر باميان په نوم له يوه شرکت سره يې خبرې کړي هغوى ورته ويلي چې د يوتن امکانات لري هغه، همدا راز راته وويل چې ددې شرکت مسؤولين ورسره ناست دي، له مايې وغوښتل چې دفتر ته ورشم چې له دې مسؤولينو سره مې پېژندګلوي وکړي، کله چې دفتر ته ورغلم د شرکت يو تن مسؤول چې ږيره او برېت يې تازه خرېيلي وو له ما د ځاى پوښتنه وکړه کله يې چې له ما ننګرهار واورېدل نو د وزارت د شرکتونو د مديريت له مشر سره يې جنجال پيل کړ چې زموږ سهميه د هرات او بادغيس دى که موږ د ننګرهار حاجي ته هم سهم ورکړو نو له نيوکو سره مخ کېږو او د هرات خلک هم خفه کېږي بل داچې دى پښتون دى او زموږ او زموږ د حاجيانو ژبه فارسي ده، دى به زموږ او موږ به دده په خبره نه پوهېږو له يوبل سره به په ستونزو اخته يو ، دى ولې د ننګرهار په سهميه کې نه ته ….. دې ته ورته پلمې يې کتار کړې په داسې حال کې چې وروسته ماوليدل له دوى سره دوه ويشت تنه دکابل او آن دلوګر کسان تللي و .خو مدير چې خپله هم دري ژبى وو او ما ورسره مخامخ او په ټېليفون څو ځله خبرې کړې وې ورته وويل چې دده فارسي تر ما او تا قوي او ښه ده د شرکت مدير مسؤول سيد نصير د کابل د چهار دهي او بل يې د حاجي عبدالله د باميانو اوسېدونکى وو، حاجي عجب شاه ورته وويل چې حقيار ديني عالم هم دى کله کله يې په تلوېزيون وينم چې ديني مسائل هم بيانوي دى به نور هم درته په درد وخوري ، ده چې زما په اړه د ديني عالم جمله واورېده
نو نو هم وارخطا شو ، جنجال او غالمغال يې ډېر کړ رنګ يې واوښت زه حيران شوم چې دوى ولې زما له تللو سره دومره جدي مخالفت کوي، ښايي عجب شاه به يې په لامل پوه وو خو زه وروسته او په تدريجي ډول ددوى د مخالفت پر عواملو پوه شوم چې پخپل ځاى کې به يې پر بحث وکړو.
ددوى غالمغال او په رسمي شعبه کې دومره بې نزاکتۍ زه هم بې حوصلې کړم عجب شاه ته مې وويل نور ټينګار پرې مه کوه، له دې بې نزاکتو سره زه هم نه ځم، دوى ته مې په غوسه وويل چې تاسو فارسي په کلي کې زده کړې او ماپه کلي او ښارکې د ژوند ترڅنګ د فارسي د نظم ګڼ کتابونه هم لوستي دي ، دوه کاله په هرات کې عمومي رئيس وم، چې غور ،بادغيس ،هرات ،فراه او نيمروز ټول زما اړوند و ، هلته له ماسره ژباړن نه وو، لسګونه فارسي مقالې او شعرونه لرم،زما پټکو دوى لږ ارام کړل زه را پاڅېدم خو حاجي عجب شاه بېرته کېنولم،دوى ته يې وويل چې په نيمه نه پوهېږئ د وزارت نيم چارواکي دده ملګري ،ټولګيوال او شناخته دي،احترام ورته لري،تاسې بله لار نلرئ.
ماته هم رسماً مشرانو را پېژندلى له بل چا سره ځاى نشته دنورو شرکتونو لستونه راغلي او مهرشوي هم دي ،يواځې له تاسو سره ځاى شته دى ، کله چې دوى له چارواکيو سره زما د بلدتيا او ملګرتيا خبر او د حاجي عجب شا سپينې خبرې واورېدې نو يخې اوبه پرې تويې شوې، په اتومات ډول حرکات او لهجه بدل شول : ((دازموږ دسر سترګې دى ان شاء الله موږبه يې هم و نازوو او درناوى به يې وکړو ماته يې مخ را واړاوه ((استاد جان موږ همدايوه ورځ لرو همدا نن بايد پنځلس قطعې عکسونه تذکره او پيسې موږ ته وسپارې تاته بانک ته د تللو زحمت نه درکوو، زموږ منشي به دې پيسې بانک کې تحويل کړي، او رسيد به درته واخلي)).
خپل ټېليفون او ددفتر ادرس يې راکړ، زما عکسونه او تذکره راسره په کمپيوټر کې وو خپل همکار رفيع الله روشن ته مې ټېليفون وکړ چې عکسونه او تذکره مې پرنټ کړي زه پيسوپسې لاړم په همدې ورځ ما سپښين مې تذکره عکسونه او پيسې ورکړې، د پيسو رسيد مې ترې واخست ، سيد نصير راته وويل چې زموږ ټېليفون ته په تمه اوسه ،له روانېدلو درې ورځې وړاندې درته ټېليفون کوم.
ترهوايي ډګره په ټکسي کې يواځې
د ٢٠١٠ زېږديزکال داکتوبر نهه و يشتمه چې د١٣٨٩ هـ لمريز د لړم له پنځلسمې سره يې سمون درلود، د پنجشنبې ماښام وو له تايمنيو دکابل په لوېديځ کمپنۍ کې خپل کور ته روان وم چې ټېليفون مې وشرنګېد، له اورم سره جوخت مې له هغې خوا د سيد نصير غږ واورېد،موټر مې دسړک غاړې ته کړ، له سلام او روغبړ وروسته يې راته وويل چې دشنبې په ورځ لس بجې له هراته سعودي ته زموږ الوت دى او سحر اوه بجې بايد په هوايي ډګر کې و اوسو نو ته بايد سبا (جمعه) هرات ته ځان ورسوې، ما ورته وويل تا خوله ماسره ژمنه کړېوه چې له روانېدلو به دې درې ورځې وړاندې خبروم زه خو اوس سفر ته هېڅ چمتو والى نلرم، سودامې نده کړې ، کارونه مې ګډوډ دي.بل داچې که زه سباته هرات ته ټکټ ونه مومم نو څنګه به کوم خو هغه همدا خبره کوله چې کام آير راته د شنبې ورځ ټاکلې او ماته يې هم همدا څو دقيقې وړاندې خبر راکړى دى، بله چاره نلرو ما تردې دمه حج ته دتللو په اړه له خپل پرېکنده تصميم څخه له خپلې مېرمنې پرته نو رهېڅوک هم نه وو خبر کړي ځکه چې نه مې غوښتل د نورو په څېر د موټروکتار راپسې وي،لسګونه دوستان له کاره وباسم او آن تر هوايي ډګره مې بدرګه کړي،ما غوښتل که ممکنه وي چې په تللومې له خپلې کورنۍ پرته نور هېڅوک هم خبر نشي، له دې کاره مې څو موخې وې : نه مې غوښتل چې په عبادت کې مې ريا شريکه شي.
رسول الله (ص)فرمايي: چې الله (ج)هغه عبادت نه مني چې ان د ذرې په اندازه ريا هم پکې وي، ددوستانو له کاره وېستل ،زما تر رخصتولو پورې انتظار ، د کابل په يخنۍ کې دلته څو شپې کول د بې ځايه لګښت مخنيوى ، ددې ناسم دود مخنيوى چې حاجي بايد هرو مرو دموټرو په کاروان بدرګه اورخصت کړل شي.
ما غوښتل چې زما عبادت او سفر بايد يواځې او يواځې دالله (ج) د رضا او خوښۍ لپاره وي، زه د حاجيانو ددرناوي او احترام مخالف نه يم ،د هر نېک عمل هر کلى او تشويق نېک کار دى، هر نېک کار او نېک عمله شخص محترم او دستاينې وړ دى،خو په افغانستان کې چې دې دود کومه افراطي او ريايي بڼه خپله کړېده دا واقعاً د غندنې وړ او نا روا کار دى،دا نا سمه سيالي ده چې د اسلامي ټولنې لپاره هر اړخيز زيانونه لري.
زما له حرکت يوه اونۍ وړاندې زما ماما حبيب الرحمن استاد له جلا ل اباد څخه حج ته ته، ما ورته وويل چې ډېر دوستان به نه په تکليفوو، زه به دې کابل ته ورسوم او تر څو چې له عيدګاه څخه هوايي ډګر ته روانېږې . زه به درسره يم هغه هم راسره ومنله ،ما خپل موټر ګلپوش هم نکړ، دهغه سامان مو د جلال اباد په قصبه کې د هغه له کور څخه په موټر کې ور واچاوه له کوره څخه يواځې څلور تنه را ووتو موږ د سره رود ولسوالۍ اړوند دنظر آباد په کلي کې چې دکابل جلا ل آباد پر لويه لار ه پروت او زموږ خپل کلى دى ، بايد په يوه ختم کې ګډون کړى واى ،کله چې دوستان زموږ له قصد څخه خبر شول نو مخالفت يې وښود،((ولې حبيب الرحمن خو بې څوکه ندى،چې يواځې به ځي ،يوه ورځ دې ورسره له کاره ووځو که نه ،حج خو هره ورځ نه وي ، زما شرعي استدلال ددوى د منطق او کليوال استدلال په مخ کې چانه اورېده ،لکه غريب ملا، چامې په اذان لمونځ هم ونکړ، ساعت وروسته چې کابل ته روان شو، نو پنځوموټرو حرکت وکړ چې يوګلپوش موټر هم پکې و.ماما مې هم هغوى همدې موټر ته کش کړ. له ماسره په موټر کې زموږبل ماما نصرالله ناست وو، پدې وخت کې زما دحج کار هم يقيني شوى وو ما هغه خبر نکړ خوورته و مې ويل چې که الله (ج) زما په نصيب کې هم حج کړ نو وبه ګورې چې هوايي ډګر ته به يواځې لاړشم، کله چې له حج څخه راستون شوم نو زموږپه ختم کې هغه هم ګډون وکړ په خندا يې راته زما خبره راياده کړه ويل يې ستا خو په دې خبره کې چل وو ،زه هسې پوهـ نشوم ،ته خو رښتيا پټ لاړې او پټ راغلې.
له سيد نصير سره له ټېليفوني خبرو وروسته مې لومړى خپل پلار ته ټېليفون وکړ، هغه په همدې ورځوکې ديخنۍ له امله له کابل څخه جلا ل اباد ته تللى وو،له سلام وروسته مې ترې وغوښتل چې سبا کابل ته راشي ،هغه راته وويل چې يوخوله کابل څخه اوس راغلى يم او بل يخ دى څه مې کوې؟ اخر اړشوم چې ورته حال ووايم خو دا شرط مې پرې کېښودچې د وروڼو په شمول به مې هېڅوک هم نه خبروې ځکه چې په راتللو په تکليف کېږي، دوهم ټېليفون مې معلم مير عثمان ته وکړ،ميرعثمان زما سکه کشرى ماما او ملګرى دى، که څه هم رانه مشر دى خو مادده مشري هېڅکله هم په رسميت نده پېژندلې ،تل دهمزولوپه څېر ټوکې کوو،چې کوچنى وم هر وخت يې را څملولم ،کله کله به يې وار او ګوذار هم راباندې کاوه ، بده لا داچې کله کله مې د مېرمن ،بچيانو او ملګروپه وړاندې هم راباندې وار کوي او اوس چې دلمسيانو خاوند دى هم له خپل عادت څخه ندى اوښتى، خواوس پرې زه قوي يم ،ډېر راته ګران دى نو موړى هم دامهال په کابل کې وو ،ده ته مې له وېرې ټېليفون وکړ ما ويل وروسته خوخبرېږي ،بيابه په غوسه وي،هغه هم دشپې زموږ کورته راغى .
دجمعې په ورځ راته ډېر کارونه پر غاړه وو ،د اخبار د ډيزاين چک کول، دټېليفون دنمبروکتابچه مې زړه شوې وه ،نمبرې او نومونه راته رفيع الله (روشن) او اميرزېب (دراني) پخواکمپوزکړي وو دا بايد په جېبي بڼه ډيزاين صحافت او کلک پوخ ورکړل شوى واى، سفري بيک ،داحرام څادرونه،چپړې،او دسفرنور لوازم يوهم نه وو او په بازارکې يې پېرل غوښتل تر ټولو مهمه داچې ما بايد په همدې ورځ هراته هوايي ټکټ موندلى اونن مې هرات ته هم ځان رسولى واى.
د جمعې په ورځ سحر مې په کور کې چاى وڅښه ،ماما مې ډېر اصرار وکړچې تر هوايي ډګره مې ملګرتيا وکړي خو ما ورسره ونه منله او خپل کارته مې رخصت کړ.
لومړى د محاذ دفتر ته ولاړم خپل ملګري قاضي نورحسن (بدوي) او خپل زوى طارق ته مې د سودا لست ورکړ هغوى مې سودا پسې ولېږل او زه وزير اکبر خان ته ولاړم ،له څه شېبه ګرځېدو وروسته مې په پنځه سوه افغانيو لوړې بيې (٤٥٠٠)افغانيو د پامير هوايي شرکت د غرمې ددولسو بجو دالوتنې ټکټ تر لاسه کړ، دکابل د هوايي ډګر داصولو له مخې زه بايد لس بجې له خپل سامان سره په هوايي ډگر کې حاضر واى ، له وزير اکبرخان څخه تايمنو ته لاړم ددولس مخه اخبار د محتوى او ډيزاين کتل او سمول هم اسانه کار ندى.
زما له نصيبه زما تکړه مرستندوى او ښي لاس رفيع الله (روشن ) هم د جمعې په رخصتۍ د پنجشنې په ورځ مازيګر کور(لغمان )ته روان شوى وو.
پاوکم يوولس بجې وې چې د اخبار له کار او زګار شوم او دټېليفون کتابچه مې هم چمتو شوې وه .له تايمنيو په نوي سړک دهوايي ډګر هغه سړک ته ووتم چې دا ډګر له خير خانې ،تايمنيو او بالاخره له کانټينينټل هوټل سره نښلوي، دجمعې ورځ وه بيروبار هم کم و په لس دقيقوکې هوايي ډگر ته ورسېدم خو قاضي قاضي بدوي صاحب او طارق لا نه وو را رسېدلي، په ټېليفون يې ډاډراکړ چې هغوى هم را نږدې دي، دوه دقيقې تېرې نه وې چې له ټکسي راښکته شول، دهوايي ډگر په څلور لارې کې مې ترې بيک واخست له دواړو سره مې خداى پاماني وکړه طارق ژړغونى شو ،نږدې وه چې زما زړهم نرى کړي خو ژر مې مخ واړاوه په لاره څوځايه زه او بيک دواړه تلاشي شو خو چې کله به مؤظفينو د کورني پرواز (الوت) خبرله ما واورېده نو تلاشي به يې سسته کړه ما په هرات کې خپل يوه ملګري غلام حبيب سيفي ته ټېليفون وکړ او هرات ته مې له خپل ورتګ څخه خبر کړل ،هغه د الوت او هلته د وررسېدلو وخت وپوښت خوله بده مرغه نه د افغانستان دولتي الوتکې اونه هم د خصوصي شرکتونو الوتکې په خپل وخت الوځي ،موږ هم پوره يو ساعت وځنډېدو يوه بجه الوتکه والوته او دوه بجې په هرات کې کېناسته.
په الوتکه کې مسافروته يواځې يو کوچنى بوتل اوبه ورکړل شوې او بس، دخوړو او شربتونو درک هم نه وو.
دسفر دومره نږدې واټن ،دومره لوړه کرايه او دمسافرو په اړه دومره بې اعتنايي واقعاً سړي ته شهر ناپرسان ورياد وي .
کله چې له ترمينل څخه ووتم ګورم چې څلورتنه ملګري راته ولاړ دي چې در يويې يوله بل سره نه پېژندل حيران شوم چې دانور چا خبر کړي وو ډېر مې راټينګ کړل خو حال يې راته ونه ويلې ، له سلام او روغبړ وروسته غلام حبيب سيفي له هغو نورو وړاندې شو زما بيک يې له هغه موټر څخه را واخست،چې کارګوله الوتکې بهر لېږدوي، او د خپلې سپينې کرولا شاته سېټ کې يې کېښود.
هغو نورو ملګرو په ټينګه ورته وويل چې دى به زموږ سره لاړشي،خوخداى ج دې هر مسلمان د غلام حبيب له ضدڅخه ساتي.
د غلام حبيب دوى کوردهرات ښار په زړه کې ارګ ته نږدې د خرقې د جامع مسجدڅنګ کې دى، داهغه مسجد دى چې د طالبانو په وخت کې داکثرو کتونکيوپه باور ايراني استخباراتو ،يواځينى سني لوى عالم ملا موسى پکې شهيدکړ،ملا موسى په ايران کې د سنيانودحقوقو غوښتونکى و په همدې جرم !!ايران هغه فرار او بالاخره همدلته په داسې حال کې شهيد کړ چې د جمعې له لمانځه راووت.
دغلام حبيب دوى په کور کې له چاى څښلو وروسته په پاتې سودا پسې ووتو له سودا وروسته د ازادۍ باغ ،ملت پارک،دصفرتخت ،دحضرت مولنا عبدالرحمن جامي، امام فخرالدين رازي،ګوهرشاد بېګم او دحضرت خواجه عبدالله انصاري زيارتونو ته لاړو ،دماښام لمونځ مو په تخت صفرکې وکړ ماسخوتن کورته لاړو.
هرات هم د افغانستان له اداري واحدونو څخه يو واحد دى او دقانون له مخې پر نورو ولاياتو کوم فوق العاده لوړتيا او امتياز نلري.خوکه څوک هرات د افغانستان له نورو ولاياتوسره پرتله کړي نو حيران به شي ، هرات دومره پرمخ تللى او دومره کار ورته شوى چې اصلاًڅوک پرې د افغانستان ديوې برخې باور نشي کولى.
په دې پارکونوکې ډول ډول ګلان او نور د تفرېح وسايل ،هغه هم لويانو ته بېل اوکوچنيانوته بېل ،لوى حوضونه ،فاميلي ميلې دخلکو پام ځانته اړوي ، غلام حبيب راته وويل چې دلته خلک له خپلو کورنيوسره راځي د شپې تر دوه بجو ښځې او نارينه مېله کوي.
په دې ورځ هم سلګونه ښځې او انجونې راغلې وې هراتۍ انجونې د ايران په تقليدچل کوي ، ددوى کورنۍ جامه دومره تنګه او نازکه وي چې اروپايان هم ورته نه رسېږي پطلون اوکوباى هم اغوندي، خوچې کله بهرځي نوبيا پرې لوى څادر واغوندي، داجامه پټه کړي ته به وايي چې خير او خيريت دى اودرنه جامه يې په تن ده.
دهرات ښار سړکونه دوطرفه اوښه لوى دي،په ټول ښار کې خام سړک نه ليدل کېږي ،آن لېرو ولسواليو ته هم څلېرويشت ساعته برېښنا تللې ده ،په سلګونو فابريکې پکې فعالې اوخلک پکې بوخت دي.
هرات نن د افغانستان ستر سوداګريزاو صنعتي ښآر دى،په هرات کې دبيا رغونې دا کارونه اسماعيل خان په هماغه وخت کې کړېدي چې دلته په ننګرهار کې حاجي عبدالقدير اوحاجي دين محمد واليان وو،دهرات په ودانولوکې د هماغه ګمرک او ولايت عوايد کارول شوي چې د حاجي عبدالقدير اوحاجي دين محمد په واک کې و.
په ننګرهار کې ددوى د حاکميت پرمهال يوانچ سړک هم پوخ نه شو( له هغه سړک پرته چې په سره رود کې ددوى ترکوره پوخ شوى دى ) اوپه هرات ښارکې د اسماعيل خان په واکمنۍ کې يوانچ سرک هم خام پاتې نشو، دلته نو د الفت صاحب شعر دانسان سترګوته نېغ ودرېږي:
ډېرتفاوت دى په انسان کې دمعنى په لحاظ
واړه لګيادي ځينې ځان ځينې جهان جوړوي
د ننګرهار عوايد له هرات څخه کم نه دي،دواړه سرحدي ولايات دي ،بلکې دننګرهار طبعي پانګه اوکرنيزه وړتيا له هرات څخه ډېره ده .
دشهيد معلم اول ګل په جنازه کې زما يو دوست ته په ننګرهار کې دمرمرو ديوې فابريکې خاوند ويلي وو چې حاجي دين محمد په کابل کې کور جوړول پيل کړي او تر اوسه يې له ده څخه دڅلورنيم ميليونه افغانيو په ارزښت مرمر وړي دي اوس يې نو له دې قياس کړئ.
الانتظار اشد من القتل
دشپې مې سيد نصير هرات ته له رارسېدو خبر کړ،هغه راته دمحمدعارف په نوم ددوى ديوه شريک دګرځنده ټليفون نمبر راکړ محمد عارف ته مې ټېليفون وکړ هغه راته ادرس راکړ ويل يې سبااته بجې دفتر ته راشه ،سبا چې کله ددفتر مخ ته ورنږدې شوم ګورم چې لسګونه حاجيان ددفتر مخ ته راټول شويدي.
محمد عارف راته وويل چې دکام اير دهوايي شرکت اوزموږ دتوافق پر بنسټ همدا نن ماښام اوه نيمې بجې زموږ الوت ووخوستونزه،داده چې دهرات په هوايي ډگر کې مېشت بهرني پوځونه هېڅ افغاني الوتکې (نه دولتي اونه دشرکتونو)ته اجازه نه ورکوي چې دمازيګر له پنځوبجو وروسته دسحر تر اوو پورې دهرات په هوايي ډګر ياکېني او يا ترې والوځي، کام اير شرکت له دوى سره داخبره سپينه کړې نه وه ځکه يې زموږ دنن ماښام داووبجو الوت ته اجازه رانکړه اوس موږ منتتظريوچې له سره الوتنه تنظيم شي،حاجيانو چې ترې خپلو کور ونوته دتللو اجازه وغوښته پردې دليل يې اجازه ورنکړه چې کېداى شي موږ ته نن يا سبا د الوتنې خبر راشي، نوبيا خودهرات له لېروولسواليو اوبادغيس څخه ستاسو رارسېدل ممکن ندي نو ځکه بايد تاسوله ښاره ډېر لېرې لاړ نشئ ،موږټول ددوى غږته په تمه وو هر سحر به حاجيان دشرکت مخ ته راټولېدل، يوساعت ،دوه ساعته به ناست وو خومثبت ځواب به يې نه موند.
حاجيانوبه مسؤولينوته ويل چې موږپه هوټلونوکې اوسو، کومې پيسې موچې دحج د خرڅ لپاره را اخستې وې دلته يې لګوو ،په خپل ولايت کې موله کورونومسافر کړي يويا موژر ولېږئ او يا اجازه راکړئ چې خپلو کورونوته لاړشو هر کله موچې د الوت نېټه کوټلې وټاکله په ټېليفون موخبر کړئ، خو دمقابلې خوا استدلال داو چې حاجيان اوس راټول شوي او که يو ځل خپاره شول بيايې راټولول سخت کار دى،دوى به ويل چې دځينو حاجيانوپه سيموکې ټېليفون کار نه کوي،که اوس يې رخصت کړو بيايې څنګه را خبر کړو.
موږ په هرات کې اته ورځې ايسار پاتې شو،هره ورځ به سحر اته نيمې بجې شرکت ته ورتللم څو شېبې به ناست وم بېرته به راووتلم .شرکت مسؤولينو ددې لپاره چې حاجيان بوخت وساتي خپل دحج په ښوونکي هر سحر ددوى حاضري اخسته او دماښام او سحر وعدې يې ورکولې.
څه موده دياسمين په رول کې
ما پوره وخت درلود چې په هرات کې خپل دوستان ووينم،شرکت دحج او اوقافو په رياست پېژند ليک راکړ چې واکسين راته وکړي يوولس نيمي بجې وې رياست ته ورغلم ګورم چې واکسين ته دحاجيانو لوى کتار ولاړدى ،په همدې وخت کې مې ټېليفون وشرنګېد له اورم وروسته مې له هغې خوا دبي بي سي ددري او پښتو سروېس دتکړه خبريال( س صاحب) غږ واورېد. (س صاحب)دشمال اوسېدونکى اوديوې مجاهدې او شهيد پالې کورنۍ غړى دى،دهجرت او جهاد په چاپېريال پېښورکې مې هم پيژنده له رسنيوسره يې کارکاوه په پژواک کې څو کاله يوځاى وو ښه ګپ مو برابر وو.
ټوکې ټکالې يې وکړې ((رښتيا ووايه حج ته ځې اوکه سياحت ته؟ دوبۍ ته روان يې او که ؟ (س صاحب) ډېر ښه هلک يا سړى دى دوخت ښه قدر کوي په چټ کې چې کله انلاين وي ځان bussy(مصروف) ښيي ، زه اونور دوستان چې کله پرې غږ کوو نو يا خو ځواب نه راکوي او که رايې هم کړي دخپل وخت ډېر احسان راباندې باروي خو اوس داسې ندى .
مابه تل ورته ويل چې دومره بوخت هم نه يې خو هسې پر موږ ځان لوړ پلورې او مهم يې ښيې .
زه که تاسو ته د(س صاحب)نوم نه وايم يايې نښې درته نه ښيم لامل يې داندى چې ګوندې ترې وېرېږم ،هغه که هرڅومره قوي دى خو ماداسې درس ور کړى چې ماخو پرېږده ،بلکې دهرملګري پروړاندې يې مات وبولئ،
اوس چې ما،زموږ اوستاسو ټولو دګډ کبرجن ملګري (س صاحب) کبراو غرور مات کړى او په اصطلاح پخپل رنګ کې مې کوټ ورکړى نو حق لرم چې مننه رانه وکړئ او افرين راته ووايئ که نه ستابه ورسره ضرور کاروه ،غږ به دې پرې وکړ،ده به په انټرنېټ کې هاکي کوله خو تاته به يې ويل:(( فلانى صاحب وبخښه ډېر بوخت يم))
يومشرراته کيسه کوله هغه مهال چې شهيد موسى شفيق دافغانستان صداعظم وو نوننګرهار ته راغلى وواودلته په انګورباغ کې دکانال لاندې کوم کور کې اوسېده( دننګرهار کانال په لوړه او داکور ترې ډېر ټيټ دى ) نوموږ ډېر مشران ورغللو ، عسکر ته مو له هغه سره دکتنې وويل ، هغه ننووت اوبېرته راغى موږ ته يې وويل چې شفيق صاحب اوس نشته خو ژرراځي خوښه مو چې دلته مېلمستون کې کېنئ او که نيم ساعت وروسته راځئ، موږخپلو کې وويل ځئ دانيم ساعت به د کانال اخوا دهډې په فارم کې وګرځو بېرته به راشو ده وويل چې کله دنهر سرته وختو نو لاندې کورترې ښکارېده ګورو چې شفيق صاحب له يوې انجلۍسره بدمنتون لوبه کوي .
دنه معرفي کولو يولامل خو يې دادى چې پخپله يې ډېر عذر کړى ، دهمدې لپاره يې مېلمستياوې منلې چې چاته يې ونه ښيم ، بل داچې رحيمزي خوارشوي اخطارراکړى چې که داسړى رسوا کړې نو ….
هغه د ارواښادمولوي صاحب خالص په وينا (هغه يو جهادي رهبر ښودلى وو )
رحيمزى داور پرتوګ دى چې که اغوندې يې سوځوي دې او که نه يې اغوندې نو بې سيرته کېږې .
هغه مهال مو چې په پژواک کې ګډ کار کاوه نو يوځل پر رحيمزي زما يوې ټوکې بداثرکړى وو په ډېره غوسه يې دهمکارانو په مخ کې راته و ويل چې والله که رانه خلاص شې له دفترڅخه بهر مې( دکورنيو چارو وزارت مخ ته) ستا وهلو ته درې تنه کېنولي پرکومې به لاړ شې؟
له هماغې ورځې راهيسې ترې وېرېږم .
هيله کوم ،ناځوانه مې مه بولئ او مه مې پردې ملامتوئ چې ولې درته دځوانانو خصوصي بنډارونه رسواکوم او يا دخرابات دکوڅې رازونه درسره شريکوم که تاسو هم زما پرځاى وئ نو هرومرومو دزړه دادرد له ملګروسره شريکاوه .ښاغليه نقاده !دا اسانه خبر نده چې ستادې له خپل يوخوږ ملګري سره ضرورکاروي اوڅوڅو ځله دې په چټ کې پرې غږوکړې خوهغه دې يا ځواب نه درکوي او که دريې هم کړي نو همدومره وي ( فلانى صاحب وبخښه بوخت يم )
خو له يوې خيالي او رومانتيکې انجلۍ،سره دې ساعتونه ساعتونه ګپ لګوي.
کېدلى شي چې پخپله تاسې هم د(س صاحب) ددې بې تفاوتۍ قربانيان ياست او زما ددې ليکنې په لوستلو مو دزړه تڼاکې وچوي .
د(س صاحب) دې بې غورۍ زما حوصله تنګه کړه آخر مې ورسره يو چل وکړ ماويل هغه د ميراوس خبره راځه په ناګومان يې راتاوکړه ،ده په هغه وخت کې تازه پژواک پرېښى و، د ياسمين په نوم مې يوه اى ډي (اايميل ادرس )جوړ کړ،په ګوګل کې مې ديوې ايرانۍ ښکلې انجلۍ عکس وموند اوپه Google talk کې مې دعکس پر ځاى ولګاوه ،په دې خاطر چې (س صاحب)راباندې پوه نه شي نو لومړى مې له همدې ادرسه خپل ملګري احمدضيا رحيمزي ته برېښناليک واستوه.
هغه ته مې وويل چې زه ستا ډېره ارادتمنده يم ،ستا مضامين او مرکې مې په نيټ کې لوستې …. زه پوهېدم چې هغه هره خبره له (س صاحب) سره شريکوي، هغه همداسې وکړل زما دا اى ډي يې (س صاحب)ته فارورډ کړې وه .
اوس چې څوک رحيمزي ته ساده وايي نو ماته پخپله هماغه ساده ښکاره شي ځکه دپېښې له رسوايئ وروسته يې راته وويل چې ماته داليک په هماغو لومړيو کې مشکوک او په اصطلاح قابل تعمق ښکاره شو ځکه چې دې انجلۍ راته ليکلي وو چې زه ستا په مضامينو او مرکو مئينه يم او ماخو کله مضامين ليکلي ندي نو انټرنېټ ته مې څه ورکړل او دې څه شى ولوستل چې پرې عاشقه شي ،ځکه مې ډېر ورسره ځان نه مښوده او احتياط مې کاوه .
(س صاحب)سمدستي ماته داسې آيميل راولېږه چې ډېر احترامانه او ادبي الفاظ يې کارولي وو ، هيله يې کړې وه چې په په ګوګل ټاک کې يې له ځان سره add(ثبت) کړم همداسې وشول له يوبل سره مو ځانونه add کړل ماهغه ته ځان ايراني الاصله کويټۍ او ديوه شتمن سوداګر لور وروپېژندله،ورته مې وويل چې اوس په کابل کې ديوناما په دفتر کې کار کوم .
کله کله به ورسره په فارسي،کله عربي ،کله اردو،کله کله په انګليسي، غږېدم، زما انګليسي، او اردو دومره قوي نه او د(س صاحب) ډېرقوي دي خوبيا هم مې تېر وېستلى شو ځکه چې عاشق ړوندوي. هغه
دياسمين او (س صاحب) چټ به کله کله درې نيم سوه کرښې هم شو هغه به زما (ياسمين )د واده، عمر ،زده کړې زوکړې ، او کورنۍ په اړه ډېرې پوښتنې کولې کله کله به يې وپوښتل چې داعکس پخپله ستادى ؟ هغه به په کابل کې زما دټېليفون نمبر وغوښت، په ډېرې عاجزۍ به يې له ماسره له نږدې ليدل غوښتل خومابه په نن اوسبا اوګڼوپلمو لکه ددفتر لخوا داجازې نشتون اونوروقيوداتو ځان ترې خلاص کړ،کله کله به شکمن شو،خوکله به چې زه نېټ ته ناست نه وم يابه چېرې لېرې تللى وم،نوبيابه مې پاسورد ډېر چالاکه اوحاضر ځوابه شخص نعمان دوست ته چې هغه دچاخبر داوو … سرونه يې ګرولي دي ورکړ ،هغه به ورسره لګياوو ، کله کله به مې دياسمين په ادرس ورسره يو ساعت ګپ لګاوه، خوچې دهمدې ګپ په جريان کې به مې دحقيار له ادرس څخه پرې غږوکړ نو ياخوبه يې هېڅ ځواب نه راکاوه، اويابه يې يوه جمله وليکله (حقيارصاحب وبخښه بوخت يم) دې ډرامې ډېر وخت دوام وکړ، ډېرې صحنې بدلې شوې، ډېرپرمختګ مووکړ.نږدې وو چې دوبۍ ته راپسې راشي . ځکه ماورته يوځل وويل چې اوس په دوبۍ کې پسرلى او دتفريح وخت دى او زه دلته له کورنۍ سره تفريح ته راغلې يم که وخت لرې دلته راشه يوبل به ووينو ،ګډې مېلې به هم وکړو ، هغه هم راسره ومنله خو له بده مرغه داډرامه لا بشپړه شوې نه وه چې رحيمزي ځوانيمرګ دزدبه پشتاره (پنډ په شاغل) په داسې حال کې چې له (س صاحب)سره مې له همدې ادرسه چټ کاوه ونيوم او هغه ته يې زنګ وواهه، له هماغه وخته،يې راته سترګې خړې دي.
(س صاحب)له ايټالياڅخه د هرات له لارې کابل ته روان وو هغه له ماخبر نه وکله چې په هرات کې له الوتکې ښکه شوى وونو رحيمزي صاحب ته يې فون کړى ،هغه ورته په هرات کې زما د شتون ويلي وو، (س صاحب) راته وويل چې غرمه د بي بي سي دفتر ته راشه، چې ګپ ولګوو، ماچې وکتل د واکسين نمبر هم لېرې دى او ډاکټران غرمنۍ ته رخصت هم کوي نو ورسره مې ومنله په هرات کې د بي بي سي خبريال محمدقاضي زاده، چې زما پخوانى ملګرى هم دى په ټېليفون راته وويل چې د مخابراتو د رياست په کوڅه کې زموږدفتر دى ته چې کله له موفق څلورلاري دمخابراتو رياست خواته را تاو شوې،نو ماته زنګ ووهه، زه به درشم ما ټکسي ته همدا ادرس ورکړ، هرات ښه دى ،د لارو او سړکونو دبندښت ستونزه پکې نشته، پنځه شپږ دقيقې ،وروسته دمخابراتو په جاده کې ښکته شوم، ټکسي مې ځکه رخصت کړ چې خپله په ورکه پسې روان وم قاضي زاده ته مې فون وکړچې په کومه درشم هغه به راته ويل چې فلاني ځاى ته راشه چې هلته به ورسېدم بيا به مې ورته فون وکړ ، اخر (س صاحب)راته وويل چې همدلته ودرېږه موږ درغللو شېبه وروسته هغه او قاضي زاده دواړه په موټر سايکل راغلل له روغبړ وروسته مو قاضي زاده په موټر سايکل بېرته ولېږه زه او (س صاحب) ورپسې پلي روان شو ځو ځو اخر نږدې هماغه ځآى (دحج او اوقافو رياست ) ته ورسېدوله کوم ځايه چې ما ددوى څنګ ته د تللو په موخه ټکسي نيولى او ترې روان شوى وم ،ماله (س صاحب)سره ټوکه وکړه چې اخر تا هم په ناګومان راتاو کړم، دټکسي او ددوى څنګ ته دراتللو کيسه مې ورته وکړه خودهغوى دليل معقول وو،ويل يې موږ ستاله موقعيت څخه څه خبروو؟ له قاضي زاده او (س صاحب) سره مو بنډار وکړ د ايټاليا کيسې يې راته وکړې،قاضي زاده مې لس کال وروسته وليد،په هرات کې زما د دندې پرمهال مو راشه درشه ډېره وه ماسپښين لمونځ مووکړ (س صاحب) دکابل ټکټ اخستى و هغه مو هوايي ډګرته رخصت کړ،زه بېرته د واکسين لپاره رياست ته لاړم، په واکسين کوونکيوډاکټرانو بيرو بار نه و څوډوله واکسين يې راته وکړ ،کارت يې راته جوړ کړ، کله چې د واکسين له خونې را ووتم ګورم چې زما پخوانى ملګرى فقير الله عطايي ولاړدى ،له ستړي مشي وروسته يې راته وويل چې دى همدلته دارشاد او اوقافو درياست اداري مديردى، له هغه مې دبيا کتنې ترژمنې وروسته رخصت واخست.
ديارانو بنډارونه
سبا دملا رحمت الله فيضان ليدلوته ورغلم، فيضان دامارت په وخت کې ،داطلاعاتو اوکلتور وزرات داسناد اوارتباط رئيس و،په کابل موهم ملګرتياوه وروسته دهرات د اطلاعاتو او کلتور رئيس وتاکل شو،کله چې زه دجنوب لوېديځ د کانو او صنايعو لوى رئيس وټاکل شوم نو په هرات کې موبياله يو بل سره پاللـه کله کله، موپټه دده په دفتر کې موسيقي هم اورېدله،اوکله کله به دليکوال اوشاعراجمل يوسفزي په ملګرتيا د ولي شاه بهره کره لاړو،بهره به راته د حضرت بېدل کلام درباب له نغموسره را اوراوه،دطالبانو پرمهال د ربآب نغمو هم خاص کيف درلود.
فيضان دشپې مېلمه کړم،دده خسر عبدالخالق همايي يې چې زما ملګرى هم دى هم راغوښتى و ،فيضان ته هرات خوند ورکړدطالبانوله ماتې وروسته يې هملته دوهم واده وکړ،اوپاتې شو.
په هرات کې زما دانتظار په ورځوکې د ولايت تر څنګ د مولنا په ښکلي تالار کې د ايران څلورورځنى صنعتي نندارتون هم پرانستل شو،. دې نندارتون له دوشنبې تر پنجشنبې دوام درلود ،زه هم دې نندارتون ته ورغلم، په تالار کې ارامه ايرانۍ موسيقي اورېدل کېده زه په دريمه ورځ ورغلم خوبيا هم دښځينه وو او نارينه وو بيربار ډېر وو.
په نندارتون کې له نظامي توکيو پرته دژوندله هر ې برخې سره تړاو لرونکي توليدات آن لوى لوى ماشينونه چې لېږد يې ډېر زور او ځاى غواړي ايښودل شوي وو، ځينې يې هملته هم پلورل او دځينو نورو به يې پته ورکوله دکار ځايونو (کارخانو) دمشهورتيا اوپېژندنې کوچني کارتونه بروشرونه او سي ډي ګانې وېشل کېدلې.
زما استوګنځاى په هرات کې افغانستان دملي اسلامي محاذ نماينده ګي وه، ددې دفتر مسؤول په سياووشان کې دقادريه طريقې د خانقا دمهتممې او روحاني کورنۍ غړي سيد عبدالبصير ګيلاني دى.
دده په وينا، دګذرې ولسوالۍ دسياوشان په کلي کې ددوى خانقاه فعاله ده او هره دجمعې شپه ورته ددوى مريدان او تصوف د قادريه طريقې لارويان ورځي او ذکر او فکر کوي، ددې طريقې ذکر بالجهر(په لوړ اواز) وي.
ددې خانقاه مشر ارواښاد سيدعبدالباسط ګيلاني دسيدعبدالبصير ګيلاني مشر ورور وو چې ددې کرښو له ليکلودوه اونۍ وړاندې په ځوانۍ کې د زړه دسکتې له امله په حق ورسېد(انالله وانا اليه راجعون) عبدالباسط ګيلاني ماته هم بلنه راکړه چې ددوى د ذکرپه ناسته کې ګډون وکړم.
ددوى مشر وروسيد حامدګيلاني دهرات دسرحداتورئيس دى بل ورور يې سيد باقر ګيلاني د اطلاعاتواوکلتور درياست مرستيال او مسعودګيلاني يې په ښاروالۍ کې دنده لري.
دوى به هره ورځ دخلکو په غم ښادۍ کې خبروو زه به يې هم په وچ زور په طفيلي ډول له ځان سره بېولم.
په هرات کې ګيلاني کورنۍ لويه خوډېره بې کبره او عاجزه کورنۍ ده.
په هرات کې مې ډېر دوستان وليدل ځينې دمطلب ياران مې هم وپېژندل، د هرات ډېر مېلمه پال ،صميمي او خواږه خلک دي .
مرمرين قبر
دهرات د جامع مسجد له سويلي دروازې سره روان وم چې له مر مرو جوړو شنا ختواو کتيبو باندې مې سترګې ولګېدې، دوکان ته ورتاو شوم له مرمروجوړ ډېر ښکلى د قبر صندوق ايښى و قبر جوړوونکي د قبر په تراشلو، په دايروي ،منحني او بيضوي بڼه دمرمر و په تاوولو کې ځانګړى مهارت اوظرافت ښوولى وو،له سلام وروسته مې له مقدمې پرته ورته وويل چې دا قبر خو دې دومره ښکلى جوړکړى چې زما دې همدا اوس مړ کېدلو اوپه دې قبرکې ننوتلوته شوق راووست ،ويې خندل دقبر بيه يې دوه لکه افغانۍ وښوده مادمرمرو د بازار او دده دکاروبار په اړه ورسره خبرې کولې خوده دواړه سترګې پرماګنډلې وې.
اخر يې صبر تمام شو، ويې پوښتل نوم دې څه دى او دکوم ځاى يې ؟
نوم مې حسن او دننګرهار يم.
څه کار وبار کوې .؟
له رسنيوسره همکاري .
دده ځير ځير کتلو اوپوښتنو شکمن کړم، که څه هم ډاډه وم چې ما په هرات کې دخپل رياست په دوره کې له چاسره بد چلندندى کړى خو غوښتل مې چې دده په غرض ځان پوه کړم بل داچې هسې نه دالقاعده په توردحج پرځاى ګونتاناموته لاړشم.
ناګاره مې ترې وپوښتل:
لکه چې دچاشک دې راباندې وکړ؟
هو.
دچا؟
دلته ستاسو دجلا ل آباديو رئيس و.
نوم يې څه وو؟
حقيار
پوروړى خوبه دې نه وي هسې نه چې پور يې له ماڅخه وغواړې.؟
نه نه ډېر شريف انسان وو.
نوپرما څنګه شکمن شوې؟
تاته ډېر ورته وو.
ښه مطلب داچې دهغه پرځاى ما ونه نيسې.
نه هغه پر ما ډېر ګران و، موسکى شو اوس چې تا وينم نو دهماغه مينه مې درباندې ماته شوه،
ماورته وويل نو څه توره يې درسره کړې چې دومره يې ستايې او ستانوم څه دى؟ ويل يې چې نوم مې فضل الرحمن اوتخلص مې حکاک دى ،او حقيار چې دلته رئيس وو نو له مراجعينوسره به يې ښه چلندکاوه، دچاکار يې نه ځنډاوه ، څوڅو ځله يې دمالګې غټ غټ سوداګر چې له نمکساره يې مالګه پټه کړې وه ونيول او تر هغې يې بنديان کړل ترڅويې چې ټولې پيسې پرې بانک ته تحويل کړې . ماورته وويل ته ترې څنګه دومره ډېر خبريې ؟ ويې ويل چې ماهغه وخت هم دمرمرو کار کاوه او څوڅوځله ورسره دکانونوليدلو ته تللى يم،زړور اوښه مديروو بيايې وخندل: ډېر جاسوسان يې درلودل آن په شينډنډ کې يې دغلاشوې مالګې ټېلرونه او ده سلنډونه ونيول او هرات ته يې راوستل.
ماچې دده څرګندونې اونظر واورېد ډاډه شوم، دى مې ذهن ته راغى خو لومړى مې ځکه ونه پېژنده چې ترمنځه لس کاله تېروو ، د مخامخ مسجد له لوړو مناروڅخه داذان ملکوتي انګازې راغلې ،ماته يې وويل چې که مسجد ته نه ځې په دې چوکۍ کېنه زه لمونځ کوم ژر راځم زه هم لاړم لمونځ موپه جمع وکړ، دده ټينګار داوو چې کورته ورسره لاړشم ،ماته هم دده خبرې په زړه پورې وې خو دامې هم نه غوښتل چې کورته ورسره لاړشم ځکه په هرات کې دروشن زرمل دشرکت دنماينده ګۍ له مسؤول فضل الرحمن او هېواد خان سره مې وعده وه .حکاک مې دمسجد په غولي (حويلۍ)کې په سپينو مرمرو کېناوه،کوم نيم ساعت يې دهرات داوسني وضعيت ،ددولت او ولس دفاصلې په اړه راته معلومات راکړل.
حکاک وويل چې دوى اصلاً احمدزي دي او دهرات چارواکي ورسره تعصب کوي،له همدې امله يې دورور په تقررکې خنډ پيداکوي، سره له دې چې ورور يې لسانسه دى،په اداري اصلاحاتو کې بريالى دى ټول قانوني پړاوونه يې وهلي له مرکز نه يې مکتوب راوړى خو دلته يې کار ته نه پرېږدي، ځکه چې هغه قومي تخلص لري او له نوم سره احمدزى ليکي.
ماورته وويل چې زه خوهم احمدزى يم، ددې خبرې په اورېدو لا خوشحاله شو،ويل يې دلته يخ دى هرومرو به راسره کورته ځې ماورته له هغه بل فضل الرحمن سره خپله ژمنه ډېره ډېره نېغه کړه،خو ګټه يې ونکړه، لوکس او لوړبيه کور يې دښار په مرکز ي برخه کې دهرات د نوموتي سوداګر صوفي قدوس کورته مخامخ وو .
نور ورونه يې هم راغلل، په هرات کې يې له پښتنوسره دچارواکيو د تبعيضي چلند په اړه ډېر معلومات راکړل ، هوښيار او دهېوادله حالاتوباخبره ، لسانسه ښکلي ځوانان وو ،يو يې هم په پښتونه پوهېده خو پښتني جذبه ،مېلمه پالنه او پښتني احساس پکې ژوندى وو،دوى ويل چې دولسمشرۍ په ټاکنوکې داشرف غني احمدزي کمپاين کوونکي وو،ان له خپله جېبه يې لګښت کړى او له هماغې ورځې راهيسې دچارواکيو دغضب له څپېړې سره مخ شوي دي.
له ډوډۍ وروسته مې فضل الرحمن ته ځان وروښود خوشحاله شوخو ويې ويل چې کله له لمانځه وروسته په مسجدکې راسره کېناستې نو زه باوري شوم چې همدا ته پخپله حقيار يې ،تر يوولس بجويې دهرات دکانو او صنايعو درياست دناقانونه کړنو اودغلا دتودبازارپه اړه معلومات راکړل.
راته و يې ويل چې که وس دې رسېږي نو خپلې دندې ته راشه،يوولس بجې يې پخپل موټر کې دمحاذ دفتر ته راورسولم.
ده اوغلام حبيب په هرات کې ديوبل نامرئي اوتحت الارضي (ځمکلاندې)ځواک څخه خبرکړم،داسې ځواک چې هغه دصوفيانوپه وينا دهرات غوث الزمان، قطب الاقطاب او اصلي واکمن دى.
داسې شخص چې والي ،امنيه قوماندان او دامنيت رئيس دده په اشاره څرخي ،دده له اجازې پرته په هرات کې څوک يومديربدلولى يا ټاکلى نشي ،هغه شخص چې ولايتي شورى ،دهرات پي ارټي،په هرات کې مېشت بهرني ځواکونه ټول ده ته غوږ غوږ دي،دده په وينا نيول ،وژل،اوتړل هم کوي او خوشې کول هم، دده وينا ورته نعوذ با الله شرعي قاطع نص دى.
هغه شخص چې لسګونه ميليونه ډالره ،شخصي اجرتي قاتلان ،تښتوونکي اوتروروونکي لري،ستاسودذهن غشى به هرو مرو داسمعيل خان خواته تللى وي،نه نه دا اسمعيل خان نه دى،بلکې اسمعيل خان هم دده له لاسه هرات پرېښى دى. آن ويل کېږي چې په اسماعيل خان څومياشتې وړاندې په سر تېري بريدکې هم دده لاس وو، که څوک ددې متصرف الهرات قد او قواره وويني نو په سلوکې پنځه به هم باور ونکړي چې داسړى به هم دومره خطر ناک وي، خومتل دى چې( بلا له هغه پاڅي __ چې …..له پزې څاڅي) داشخص ديني عالم اودهرات دعلماوو د شورى مشر مولوي خدايداد دى چې کرزى هم ورته ډېر درناوى لري.
ځان پخپل کور کې مېلمه راته ښکاره شو
حمزه بابا
په هرات کې مې يو جوړبل احرام اويو جوړ نورې داحرام چپلکې( چپړې )هم واخستې پاتې سودامې هلته پوره کړه کله به مې له سيدنصير اوکله هم حاجي عارف سره ټېليفوني تماس ونيوه او دسفر په اړه به مې ترې پوښتل ،خوځواب هماغه نن اوسباوو.
ورځ به مې ډېره په کتاب پلورنځيوکې تېرېدله ،کله کله به دروشن زرمل شرکت نماينده ګۍ ته دفضل الرحمن اوهېواد خواته ورغلم ،فضل الرحمن دمولوي ميرحمزه زوى د لغمان ولايت ددولت شاه ولسوالۍ اوسېدونکى پشه يي ژبى دى، خوزوکړه يې د هجرپه محيط کې په پېښور کې شوې نو ځکه يې ترپشه يي پښتو ډېره سوچه او قوي ښکاري ،ډېر دينداره ،پاک اورښتونى نوى ځوان دى ،لويه اوسوچه ږيره لري،په همدې ورځوکې يې دهرات په نوي ښار کې دصرافۍ ترڅنګ په اريامارکېټ کې له هېوادسره يوځاى دروشن زرمل نماينده ګي پرانيستې وه.
هېواد دننګرهار اوسېدونکى دى خو عمر يې په پېښورکې تېرکړى دى ،ټوکي اودخو اخلاقوخاوندځوان دى په ټکي فارسي نه پوهېده.کله به يې چې له مجبوريته له فارسي ژبوسره پښتوويلې نو ماته يې ډېرخوندراکاوه .
ولي شاه بهره چې دامهال هلته دداطلاعاتواوکلتور رئيس دى څومياشتې وړاندې په کابل کې دابن سيناپه موسسه کې راسره مخ شوى او ټينګاريې کړى ووچې که هروخت هرات ته لاړم نو دى بايد ووينم ،دهرات په رسمي دولتي ورځپاڼه اتفاق اسلام ،راديو ،ټلوېزيون اومجلوکې مې دپښتوبرخه ډېره خواره وليده په ورځپاڼه کې يې خويوټکى هم پښتونه وو ومې پتېېله چې په يوه غشي درې ښکاره وکړم،بهره او په اطلاعاتو اوکلتورکې به نور دوستان هم ووينم، دپښتولپاره به هم کچکول ورته ونيسم،اودهرات دارګ يا اختيارالدين کلادليدلولپاره به ترې ليک هم واخلم.
دحامدکرزي په حکومت کې رهين دخپل وزارت په تېره دوره کې ټولوپښتون مېشتو سيمو ته رسمي مکتوبونه لېږلي ووچې په خپلو خپرونوکې بايد کم ترکمه په سلوکې دېرش دري ته ځاى ورکړي هلته هم چې نه دري ته اړتيا شته اونه دري ژبي لري،په عنعنوي او تاريخي توګه هم دې ورځپاڼوآن دخپل تاسيس (٨٠_٦٠)کالو راهيسې پښتوخپرونې کړي اودخلکو غوښتنې يې اشبآع (مړې)کړيدي.
دننګرهار، پکتيا او کندهار په څېرپښتون مېشتوسيموکې داکارعملي شوخود هرات بلخ،بدخشان،بغلان،تخار،جوزجان،پروان،باميان ،دايکندي،غور، بادغيس،فارياب،کاپيسا،فراه اونيمروز په دولتي خپرونوکې يا پښتوله سره نشته اوکه په ځينوکې يې شته په اوړوکې له مالګې هم کمه ده.
نه پوهېږمه چې رهين هلته ،مکتوب ندى لېږلى،هلته دپښتنو شتون نه مني اوکه څوک دده مکتوب نه مني،اوکه نه نه يې مني ولې غبرګون نه ښيي؟
رهين ماته هېڅ داسې ولايت نه شي راښودلى چې هلته دې پښتانه نه وي ،خوزه داسې ولايتونه ور ښودلى شم چې اوسېدونکي يې ټول پښتانه وي،خوده پکې فارسي خپرونې پيل کړې.
دهرات په سلوکې اتيا اوسېدونکي له خټې پښتانه دي.لوى احمدشا بابا په هرات کې زېږېدلى دى خو پښتانه نن پخپل کورکې مېلمانه بلل کېږي او دمېلمنو چلند ورسره کېږي . له بده مرغه ډېرپښتانه هم هلته په خپل کور کې هغه دحمزه بابا خبره ځانونه پردي او مېلمانه بولي .
ډېر هغه هراتيان چې يا دناپوهۍ اوياهم دنورودلمسون پر بنسټ له پښتنوسره تعصب کوي،اوپه پښتونه پوهېږي ،هم له خټې پښتانه دي.يابه الکوزى ،ياعليزى،بارکزي،نورزي، اسحق زي وي اويا پوپل،محمدزي،سدوزي ،هوتک اويااحمدزي وي.
په هرات کې اوس هم ډېرپښتانه اوسي خو درهين په انصاف نامه کې دوى حق نلري چې په خپله ژبه په دولتي خپرونوکې څه ولولي اويا ترې څه واوري.
آن دلوى فاشېست عطامحمد نور دامارت اوخپلواکې واکمنۍ په ساحه کې (بلخ) کې پښتانه ترنوروقومونوډېر (څلوېښت سلنه) دي،دا لاپې اومبالغه نه بلکې په عيني واقعيتونوولاړه حقيقت دى چې په بلخ کې بل هېڅ داسې قوم نشته چې په يواځې توګه تر پښتنو ډېريادپښتنوپه اندازه وي.
په بلخ کې نه دتاجکو،نه دازبکو،نه دهزاره ،ترکمنواوايماقو شمېرله پښتنوډېردى،نه دنورو.البته که دااقليتونه لاس يوکړي،شپېته سلنه جوړوي،خودلته هم دالوى اوغوڅ اکثريت درهين په قاموس کې نه په دولتي ميډياکې حق نلري ،خوپه ننګرهار،زابل،کندهار،پکتيکا،اوخوست کې بيامسؤولين اړ دي چې کم ترکمه دېرش سلنه دري خپرونې ولري ،که څه هم اوريدونکي ،اوليدونکي او لوستونکي نلري.
بهره په دفترکې نه وو، دهغه مرستيال باقرګيلاني اوهمايي مووليدل، له هغوى سره مې پدې اړه ډېر بحث وکړ، لويه پلمه يې دپښتنوليکوالانو نه شتون وو، خوداپلمه دمنلوځکه نده چې هلته اوس پښتانه ليکوالان فعال دي نعيم افغان،تېمورشا ه يوسفزى،ډاکټرشېرزاد،اريانانظري، شېراحمد ستانکزى او نورو د سپينې ادې کلتوري ټولنه جوړه کړې ،دمرچل په نوم سايټ اودهريواپه نوم مجله هم لري.
خوژمنه يې وکړه چې په راتلونکې کې به ورته پام کوي.
ارګ يا اختيارالدين کلا
دجرمني لرغونپوهانو په وينا، هرات ښار دوه نيم زره کلن تاريخ لري اوله مقدوني سکندر وړاندې ابادشوى دى .
دلرغونپوهانو په وينا، په هرات کې ټول ٧٥٠ لرغوني ځايونه او ابدې شته دي چې تراوسه يې ٤٥٠په رسمي توګه تثبيت شوي او دنورو دپېژندنې کارروان دى.
اختيارالدين کلا دامهال ترترميم لاندې وه په امنيتي مسؤولينومې له دوى اجازه ليک واخست اوليدلوته يې ورغلم.
موږپه محاذاوونيزه کې داختيارالدين کلاد ترميم(بيار غونې )خبرخپورکړى وچې يونسکو ورته ميليونونه ډالربېل او افغان چارواکيوته يې ورکړيدي.
داکلا دخرقې مسجد ترڅنګ دهرات ښار په مرکزي برخه کې پر يوه لوړه جوړه شوې ده ،چې هراتيان يې ارګ بولي.
پدې ښارکې ودانه د اختيارالدين داکلا هم له ميلاد څخه درې سوه کاله وړاندې مقدوني سکندر جوړه کړه او همداځاى يې خپل تخت وګرځاوه .، داکلا درې برخې لري ، لومړۍ برخه انتظارخونه ،دوهمه برخه دملکې حمام ،او دريمه برخه ارګ، له حمام پرته چې خونې يې له لسو کمې دي نور دهرې برخې خونې له دې شمېرې ډېرې زياتې دي . دې کلا دغوريانواو سلجوقيانو امپراطورۍ هم ليدلې دي. دتيموريانو مقتدر پاچا اختيارالدين له سره اباده کړه .چې اوس هم دهمده په نوم يادېږي په ٧٦٠ هـ کال دتيمورشاه زوى شارخ مېرزا له سره ودانه کړه ، دملکيار په نوم کوم والي هم رغولې وه په ١٣٣٢ هـ کال دهغه وخت نظامي قوماندان ددې کلا ړنګول او دلته نظامي هډه جوړول وغوښتل خو اجازه ورنکړل شوه . په ١٣٥٥ هـ لمريزکال يونسکو داکلا ورغوله .
دکمونستانو ،مجاهدينواو طالبانو په وخت کې ترې دنظامي هډې په توګه کار اخستل کېده .دکرزي په دوره کې داطلاعاتو او کلتور رياست ته وسپارل شو ه.
دمجاهدينو په تېره دوره کې چې هلته اسماعيل خان امير او بې تاجه پاچاوو دبسم الله دېوانه په نوم يو قوماندان له دې کلاڅخه شخصي زندان اونظامي قرارګاه جوړه کړې وه .
ددې کلااوږدوالى ٢٥٠ او سور يې ٧٠متره دى دهرات ښار شمال لوېديځ ته پرته ده، يوولس ستر برجونه لري
ددې کلا شاوخوا حوض وو خو په ١٣٨٢ هـ لمريزکال داحوضونه ډک او پارکونه شول . په ١٣٨٠ کال يې ښکتنى پوړ موزيم وګرځول شو په ١٣٨٦ کال يې يوځل بيا ترميم پيل او په ١٣٨٩ کال پاى ته ورسېد . کله چې د١٣٨٩ کال دلړم په اتلسمه زه ورغلم نو هلته کارروان وو خو کله چې د ١٣٩٠ کال دوري په وروستيو کې دهريوا په لمن کې مشاعرې ته هرات ته لاړم او بيا له ځينو فرهنګي ملګروسره ددې کلا کتنې ته لاړو نو کار پاى ته رسېدلى وو .
اختيارالدين کلا دافغانستان له مهموتاريخي کلاګانو څخه ده داکلا له بهر څخه کوچنۍ ښکاري،خودننه ډېره لويه او څو برخې ده،دکلا دننه ودانۍ اوخونې ډېرې پېچلې او يوه په بله کې ننوتې بڼه لري،په کوچنيتوب کې مې دجلات خان اوشمايلې په فولکلوريکه کيسه کې اورېدلي وو چې دشمايلې پلار خونکار پاچا ،اعلان کړى ووچې شمايله به هغه چاته ورکړي چې دلرګي په تبر داوسپنې تخته ماته کړي، دده دکلا په تاوراتاو دېوالونواو يو په بله ننوتوخونوکې شمايله راپيداکړي اوبله داچې خوني( وژونکي ) غوا ولوشي.
اختيارالدين کلا هم دشمايلې دپلار دکلا په څېر يو په بل کې ننوتې خونې لري ،سړى حيران شي چې داخونې به يې څنګه روښانه کولې،ځکه چې په هغه وخت کې خوبرېښنا هم نه وه .معمارانوهڅه کوله چې دکلا تاريخي بڼه او لرغونى سبک اوطرز ژوندى وساتي.
دکلا لويې دروازې ته نږدې هغه پخوانۍ درنې ، اوږدې څلور ګوټيزې مرمري ستنې هم پرتې وې ،چې ايرانيانوپه غلا ايران ته قاچاق کولې،او افغان امنيتي ځواکونونيولې وې،ددې تېګو سور له يوفوټ څخه ډېردى اوپرڅلورخواوويې په هفت رنګ ډول ليکنې حک شوې وي،پر تيګه ليکنه آسانه وي خو دا چې تيګه وتراشل شي ، اوپه هفت رنګ قلم پرې ليکنه وشي نودابيا ډېره ګرانه ده .
ماانګېرله چې هفت رنګ به درنګ اوه ډوله وي ،خودخواجه عبدالله انصار په زيارت کې مې ،هېواد دنوموتي خطاط عزيزالدين وکيلي په لاس په يوې ليکل شوې کتيبې چې د تراش په ډول يې د مرمرو په ډبره کړې وه دا اشتباه سمه شوه او پوه شوم چې هفت رنګ يعنې اوه ډوله خط .
ديو انتظار پاى اودبل پيل
د نومبرپه پنځمه مو دجمعې په ورځ دماسپښين لمونځ دهرات په جامع مسجد کې اداکړ سيدنصير راته ټېليفون وکړ چې ددوى دفترته ورشم ،مازيګر څلور بجې ورغلم ګورم چې حاجي عارف ،عبدالله ،سيدنصير اونور ټول راغلي ،دحاجيانو ګڼه ګوڼه وه.
دفتر په دريم پوړ کې و مولوي محمود احمدي،په وره (دروازه ) کې ولاړو دلست له مخې به يې درې درې نفره پاس لېږل هلته به يې پرې په پاسپورت ګوته کېښوده اوورته به يې وويل چې سباشپږ بجې دهمدې ودانۍ مخې راټول شي، ځکه چې سباله غرمې مخکې لس بجې پرواز دى،چا غږ وکړ چې په هوايي ډگرکې تالاشي ډېر و خت نيسي بايد حاجيان وختي را وغوښتل شي پاتې حاجيان يې څور بجې راوغوښتل هغه چې تللي ووڅوک يې په ټېليفون خبر کړاو څوک يې نوروته وسپارل .
حاجيان ټول خوشحاله او انتظار يې ختمېدونکى وو،اکثروحاجيانولس دولس ورځې ،ځينوآن اتلس ورځې اوشپې په هوټلوکې تېرې کړې وې،دهرات ولايت يوتن پښتون اوسېدونکي عبدالصمدراته کيسه کوله چې کور يې په ايران کې دى،اودى دروژې په پنځلسمه د حج دداخلې او حج ته دتللو په نيت راوتلى دى،ددولت په حساب په قرعه کې يې نوم راونه ووت ، کابل ته لاړ هلته يې هم کارونشو تردې چې پدې شرکت کې يې نوم راووت .دى ووايي چې تر اوسه کورته ندى تللى اوهمدلته ياله دوستانوسره اوياپه هوټلونوکې شپې سباکوي.
دشرکت مسؤولينو له نورو پاسپورت اوټکټ له ځان سره ايسار کړل خوزما ټکټ اوپاسپورت يې دواړه راکړل.
غلام حبيب راپسې راغى په وچ زور يې کورته بوتللم،ددوى کورله شرکت سره نږدې وو،دشپې موډېر ګپ ولګاوه،دټېليفون الارم (دساعت زنګ) مودسحر څلوروبجوته برابرکړ،زه پوهېدم چې حاجيان څلوروبجوته نشي را ټولېدلى ځکه چې هغه وخت څه باندې پنځه بجې دسحرد لمانځه اذان کېده،موبايل مې،په ټاکلي وخت زنګ (ټالۍ )ووهله،راپاڅېدو اودس او تهجد مووکړل،غلام حبيب ته مې دميرعثمان ماما نمبرورکړ ، ماويل راځه لږ يې په عذاب کړوهغه هم زنګ ورته ووهه کله چې يې okکړ ده دټېليفون د loud speakerتڼۍ کېکاږله، چې له هغې طرفه اواز وشو:
څوک يې اوڅه وايې؟
:هېڅ ماويل چې لمانځه ته دې پاڅوم،
هغه چې داخبره واورېده پوه شوه چې څوک يې ځوروي ،خبرې اوږدې شوې ماما مې دده له هراتۍ لهجې پوه شوچې ددې ځورونې تر شا دچا لاس دى نو يې زما پوښتنه ترې وکړه،هغه داهم وويل چې په ننګرهار کې اذانونه شوي دي اوس هسې هم پاڅېدم ،ننګرهار اوهرات تر منځ شاوخوا څلوېښت دقيقې توپير دى،يعنې په ننګرهار کې ورځ تر هرات څلوېښت دقيقې وړاندې پيلېږي،پاوباندې پنځه بجې شرکت ته روان شو،لار لنډه وه غلام حبيب موټر چالان کړ خوما اجازه ورنکړه چې ويې باسي ،دهغه کشر ورور غلام حضرت زما بيک دبيک په ټايرونو روان کړ.
غلام حبيب اوغلام حضرت زماد ډېرخواږه ،دينداره ، رښتوني ،آرام ،مخلص او وفاداره دوست شهيدغلام حيدر کوچنيان وروڼه دې غلام حيدر په اومر ماين پاکولومؤسسه کې ديوې ډلې مشر وو چې موټر يې په هلمندکې په ښخ کړل شوي ماين ور برابر شو ،اوله ډېرو ارمانونو ،دين اوهېوادته دخدمت له ستروهيلو سره په شاوخوا ٢٦کلنۍ کې په شهادت ورسېد،ځوانه کونډه ،غلام شعيب او غلام محبوب په نوم دوه زامن او يوه لور ترې پاتې شول.په ځوانۍ کې يې دتقوا کچه داوه چې تهجد او هغه هم په مسجدکې ترې نه قضا کېدل.زه به چې ورسره مېلمه وم نو له شرمه به زه هم ورسره دسحر له اذان يوساعت
وړاندې مسجد ته روان شوم . دخرقې دجامع مسجد دشورى مشر او خادم وو.
کېدلى شي دده پروژنې به هم کوم داسې چا چې لمونځ به يې هم زده نه وي ځان غازي ګڼلى وي .!!
درې نيم ساعته ولاړه
کله چې دشرکت مخې ته راورسېدو نوحاجيان راټول شوي وو، لمونځ مې يواځې اداکړ مسؤولينوحاجيانوته ټکسي موټر نيول او هوايي ډگر ته يې لېږل کله چې هوايي ډګر ته ورسېدو نو ټکسي موټر يې هوايي ډګر ته دننه نه پرېښود ،ترې ښکته شو يو٣٠٣موټر راغى هوايي ډګر ته يې دننه کړو ،هلته دحاجيانولپاره خېمې درول شوې وې،تشنابونه هم ډېرو و ګرمې اوبه په کې وې، دا حرام لپاره موغسل وکړ، بيکونه څوځايه تالاشي شول،طارق زما لپاره پوستکي والا بادام اخستي وو هغه يې هم په تالاشۍ کې رانه واخستل،خروجي موووهله ، لوى بيکونه يې رانه واخستل خو کوچني يادغاړې را سره وو،له ترمينل دننه په هوايي ډګر کې خېمه ولاړه وه هملته مواحرامونه وتړل تلبيه مو وويله دلمانځه ځاى نه وو او نه له موږ سره جاى نماز ياڅادر وو،په قير سړک ودرېدو دوه رکعته لمونځ مو وکړ،داټولې چارې تر اووه نيمو بجو ختمې شوې، نورنو انتظار بياپيل شو،دهرات کاروان په نوم د يو بل شرکت حاجيان هم راغلل زموږ په ټکټ کې دالوتنې وخت ددسمبر (٦)مه او دغرمې يوولس بجې ليکل شوې وې.
له (٣٠٠)تنو ډېر حاجيان چې لسګونه ښځې هم پکې وې،دننه په هوايي ډګر کې منتظر ولاړوو،دلته نه دناستې ځاى وو نه ددمې، نه تشناب ،نه کانتين،حاجيان په احرام کې هم وو ، کښېناستلى هم نشول له احرام سره هم نابلده و ،د دمې او ناستې ځاى اوڅوکۍ هم نه وې ، حاجيان په ولاړه ستړي شول ،چيغې پورته شوې، خو دهوايي ډګر اړوندو مسؤولينوويل چې ټول حاجيان همدلته انتظار وي،تاسوهم بله چاره نلرئ.
هواهم يخه وه ،آن چا څادر هم نه درلود چې ځان لاندې يې هوار کړى واى ،هلته يوه الوتکه چې بهرنى الوت يې درلود اوسپرلۍ يې هم پکې ناسته وه،نه چالانېده، بلې الوتکې پسې يې کېبل کړه ،خواري يې پرې وکړه، اخوادېخوا يې بوتله خو چالان نه شوه ،زموږحاجيان وارخطاشول چې زموږ الوتکه دوى ته ورنکړي.يازموږ الوتکه هم خرابه نشي،بالاخره څه کم لس بجې له کابل څخه دکام ايرالوتکه راغله،موږ ټول کتار ولاړوو خوشحاله شو،الوتکه ښکته شوه، ودرېده،شل دقيقې وروسته موږ ته اجازه وشوه،د ټکټ يوه پاڼه يې اخستې او بولډينګ کارټونه يې راکړي وو،لومړى ښځې ور وختلې، بيا نارينه ما ښي خواته د الوتکې په منځنۍ برخه کې شيشې ته ځاى ونيوه ،
جدې ته الوت
څودقيقې وروسته الوتکه چالان شوه ځغل ليکې ته ورغله، او پاو کم يوولس بجې والوتله، الوتکې د هرات ښار سوېل ختيځ ته په ګذرې ،او انجيل دسيمو پېژندل سخت شول، آن په دې هم نه پوهېدم چې په کوم هېواد کې يو، دالوتکې يوه خادم ( اسټيورد )مې وپوښت چې الوتکه پر کومه لار جدې ته ځي،هغه راته وويل چې د ايران پر مشهد اوبندر عباس تېرېږي، بيا څلوېښت دقيقې په بحر الوځي،بياعربي متحده اماراتواوبحرين اوبياسعودي، ته اوړي.
کله کله به د سپينو وريځو داسې طبقه مخې ته راغلله ، تابه ويل چې دسپينومالوچو ځمکه ده،د وريځوسپين غرونه په حرکت وو،کله به له يوبل څخه بېل شول، دې منظرې انسان ته هغه الهي انځور وريا داوه او دقيامت منکرينوته داسوژه، عين اليقين ته نږدې کوله چې دورېځو دا غرونه څنګه له يوبل څخه بېلېږي غر په ذراتو بدلېږي، يوه ظاهرً او دليدونکي له انده داستره جامده کتله ،په ماليکولونو بدلېږي.او هرڅه دده دسترګوپه وړاندې ترسره کيږي نو اياداعقل نه مني چي يوورځ به داډبرين غرونه هم ياد ډيرتبخيراوتودوخي له امله اويا دبينګ بانګ [ستري چاودني[له امله له منځه ځي اوهمداسي به ذره ذره کيږي هغه بينګ بانګ چي دمور خينوله نظره يي په پايله کې دا نړۍ منځته راغلې اوالله ج هم په قران عظيم الشان کي ورته اشاره کړې ده أَوَلَمْ يَرَى الَّذِينَ كَفَرُوا أَنَّ السَّمَوَاتِ وَالْأَرْضَ كَانَتَا رَتْقًا فَفَتَقْنَاهُمَا ….. ) يعنې: (ايا کافرانو داندي ليدلي چې اسمانونه او ځمکې سره نښتي و بيا مو سره بېل کړل او په اوبومو هرشى ژوندى وګرځاوه ) الانبياء ٣٠
الله ج په سوره قارعه کې د غرونو الوځولو ته هم اشاره کړې، فرمايي: داسې به والوځي لکه نداف چې په ډانډس مالوچ الوځوي.
په لاره سيندونه او آبادۍ هم ليدل کېدلې، خوډېره سيمه دښتې او غونډۍ وې کله کله به له آبادۍ او ښار سره هم مخ شو،خودالوتکې، د لوړتيا له امله سم نه پېژندل کېدل.
له الوتنې وړاندې موږته وويل شول چې الوتکه شپږدېرش زره فوټه لوړه الوځي ، اوڅلو ساعته وروسته به جدې ته رسېږي، نو سخته وه چې له دومره ارتفاع څخه دې موږ ښارونه وپېژنو.
له ساعت موډېر مزل کړى وو چې شنې اوبه مو وليدې الوتکه يوه شېبه دهمدې شنو اوبوپر غاړه د اوبوپه سر روانه وه،دوه درې ځايه، خوآن له يوکيلو متر هم اوږد پول د سمندر منځ ته تللى وو په قوي ګومان دابه بندرعباس وو ،.
د سمندر پر غاړه ،ښکلې لوړې ودانۍ او ښکلي منظرې ليدل کېدلې، الوتکه ورو ورو د اوبو فضايي منځ ته تلله په سمندر کې ځاى ځاى لوې لويې بېړۍ ليدل کېدلې ،يوځل خومې اته بېړۍ وشمېرلې چې پريوه ليکه روانې وې،کله کله به يو نيم ټاپو هم وليدل شو، موږته ويل شوي و چې الوتکه به څلوېښت دقيقې پرسمندر ځي خو موږله يوه ساعت هم ډېر مزل پرې وکړکله چې له سمندرڅخه په وتلو شوښي لاس ته ډېرې ښکلې ابادۍ ښکارېدې، اسټيورډ داوچه متحده عربي امارات وښودل لږ وړاندې چپ لاس ته بله وچه ښکارېده. دايې بحرين وښود، الوتکې خپل مزل لنډاوه، دښتې غونډۍ او په منځ کې يې کوچنۍ کوچنۍ ابادۍ کله کله به پرځمکه توره کرښه وليدل شوه،خود لوړوالي له امله ،نه پېژندل کېده،چې دابه سړک و اوکه سيند.
وړاندې له ګردو (دايروي) پټيو سره چې ډېر ښکلي برېښېدل، مخ شو دا پټي لوى لوى اوپه ځانګړې ډيزاين جوړ او د ستورو بڼه يې درلوده، اسټيورډ وويل چې دادسعودي خاوره ده.
،مکه ،جده او مدينه د سعودي په لوېديځه برخه کې د سمندر په غاړه پراته ښارونه دي، دافغانانو په څېر ،څوک چې دې ښارونوته له ختيځې خواڅخه ځي نو د سعودي له ختيځ څخه لوېديځ ته پر ټول سعودي به تېرېږي.
،الوتکې به يو نيم ساعت مزل کړى وو چې،دډوډۍ،بندې کراچۍ يې راوستې ،موږ سحر هم چاى نه ووڅښلى ښه اشتها مو درلوده،ډوډۍ يې په نسبي ډول ښه وه، يو بوتل اوبه ،يوګيلاس شربت او يوګيلاس چاى يې هم ورکاوه، د الوتکې په خدموکې ځوانې ښکلې او شيک پوشه انجونې هم وې، چې سرونه يې لوڅ، تنګ او په بدن پورې نښتې جامې يې په تن وې، دالوتکې عمليې اعلان وکړ چې څو دقيقې وروسته جدې ته رسېږو اوکمربندونه مو وتړئ، د جدې د ښکلا په اړه به همدا بس وي چې کله الوتکه پردې ښار ښکته شوه او موږ د جدې لوړې او دنګې ماڼۍ ،ښکلي او پراخ سړکونه چوکونه او ددې بندري ښآر، ښـکلا اوپراخوالى وليد نو د ډېر و حاجيانوله خولې بې واکه ( به به به به ) ووتل،ټولو سرونه شيشو ته نږدې کړل اولاندې يې په حيرانتيا کتل ، ما هم له ځان سره ډېر ((چشم بد دور)) تکرار کړ،ماويل خدايه ښکلايې د کابل په څېر له نظره مه کړې، د ښارډېرو اسمانڅکو سپين نګ درلود.
الوتکه د افغانستان په وخت پاوکم درې او د سعودي په وخت پا وباندې يوه بجه کېناسته،خودترمينل خواکې چېرې چې مسافر له الوتکې ښکته کېږي ، دبيروبار له امله ،مسافروته په الوتکه کې د پنځلس دقيقو انتظار اوله څوکيو د نه پاڅېدلو وويل شول، پنځلس دقيقې وروسته الوتکه بېرته روانه شو او د ترمينل په مخکې ودرېده. له الوتکې ښکته او په بس موټر و کې پورته شو، څوګامه وړاندې يې د ترمينل په دروازه کې ښکته کړو.
ميقات:
کوم خلک چې دميقات له ساحې څخه بهر ژوند کوي هغوى ته افاقي ويل کېږي داکه دسعودي او سېدونکي وي اوکه دنورې نړۍ، دوى چې کله حج ياعمرې ته راځي نو دوى ته دمکې معظمې په څلوروخواوو کې سيمې په نښه شوي دي چې له دې سيموبايد له احرام پرته دمکې معظمې خواته لاړ نشي،اوکه له دې ټاکل شويو سيموڅخه له احرام پرته دمکې معظمې پرلور وړاندې لاړنو دده داکار جرم بلل کېږي.اوپه ناغې کې يې بايدقرباني (وينه تويه )وکړي.
دې ټاکل شويوسيموته په فقهي اصطلاح ميقات ويل کېږي.
ځينې ميقاتونه ياهغه سيمې چې حاجي ياعمره کوونکى حق نلري له احرام پرته ترې تېر شي مکې معظمې ته نږدې اوځينې يې لرې وي.
رسول الله ص داپنځه ميقاتونه په خپله ټاکلي دي .
ذوالحليفه:ددې ميقات دوهم نوم ابيارعلى دى،په مسجدشجره اومسجد ميقات هم يادېږي،داميقات دمدينې منورې په اوسني جغرافيوي تشکيل کې دى چې له نبوي حرم څخه لس کيلو متره جنوب دمکې معظمې پر لار له مکې معظمې څخه ٤١٠کيلومتره لېرې دى دادمدينې داوسېدونکيو ياله دې خوامکي حرم ته دتلونکيوميقات دى چې همدلته بايد احرام وتړي.
اوس دلته په نهه زره متره مربع ساحه کې يو لوى اوښکلى مسجد جوړشوى چې پنځه زره تنه پکې ځايېږي، دامسجد٦٤متره لوړه مناره او٢٨متره لوړ ګنبده لري .
له مکې څخه مدينې ته اويا له مدينې څخه مکې او جدې ته تلونکي حاجيان ددې مسجدترڅنګ تېرېږي.
قرن منازل:داله يوه لوړ غره څخه د بېل شوي غره لمن ده،قرن منازل دنجد،خليجي سيمو،رياض اوطايف له لوري د راتلونکيوحاجيانو ميقات دى چې له مکې معظمې څخه ٨٠کيلومتره واټن لري،له دې سيموڅخه مکې ته دوه لارې دي چې بيا په يوه نقطه (زيروميقات پواينټ)کې سره يوځاى کېږي په دواړولارو لوى لوى مسجدونه جوړ شوي دي،چې يوه ته سيل کبير اوبل ته وادي محرم وايي،سبيل کبير مسجد له حرم څخه اتيا کيلومتره لېرې شمال ته ختيځ ته ده چې له طائف څخه هم څلوېښت کيلومتره واټن لري دامسجد په ١٤٠٢هـ سپوږميز کال په ٢٦٠٠متره مربع ساحه کې جوړ اودرې زره لمونځ کوونکي پکې ځاېېږي .
او وادى محرم مسجدته دمکې اوطائف پر سړک لار ده چې له حرم څخه ٧٦کيلومتره لېرې دى. ددې دواړوترمنځ ٣٣کيلومتره واټن دى دامسجد ١٣٥٧متره مربع ساحه کې جوړ شوى ددې مسجد په سويل لوېديځه برخه کې دېرش متره لوړه مناره جوړه شوې ده په دې اودميقات اوداحرام تړلو په ټولو مساجدو کې دغسل، اوداسه اودحاجت پوره کولوټولې اړتياوې پوره کېږي .
کله چې رسول الله ص په ٦١٩ميلادي دنبوت په لسم کال دطائف له خلکونهيلى اوخفه راروان شو نو حضرت جبريل ورته په همدې قرن منازل کې دالله ج پيغام راووړ.
ذات عرق: دادعراقيانو اوله دې خوا دتلونکيوحاجيانوميقات دى پدې خاطر چې دلته دعرق اسود په نوم يولوړ غر دى دا ميقات يې په دې نوم ونوماوه.
حضرت عايشه رضي الله تعالى عنها روايت کوي چې رسول الله ص دعراقيانولپاره ذات عرق ميقات وټاکه. ذات عرق دمسجدحرام شمال ختيځ ته په نوي کيلومترۍ کې پروت دى، داساحه دقرن منازل له سيل کبير مسجد څخه پنځه دېرش کيلومتره لېرې ده،دلته پخوا يومسجد وخونړېدلى وو،اوس ملک فهد په ١٤١٤هـ س کال دلته ديو نوي مسجد دجوړولو حکم وکړ .
يلملم:داله مکې معظمې څخه سل کيلومتره لېرې ديمن اوجنوب له لوري دراتلونکيوحاجيانوميقات دى،داځاى نن سباپه سعديه يادېږي ،دلته پخوانى مسجدهم وو،کله چې دمکې اوجازان ترمنځ نوى سړک جوړ شو،نودلته دحاجيانوتلل او رسېدل سخت شول،له همدې امله ددې ميقات په برابرۍ لوېديځ خواته،دلويې لارې پرسر،په ٦٢٥متره مربع مساحت کې يومسجدجوړ شو،چې شاوخوايونيم زرتنه پکې ځايېږي دانوى مسجدله مسجدالحرام څخه يودېرش کيلومتره لېرې ،دپخواني مسجدجنوب لوېديځ ته په يوويشت کيلومترۍ کې دى.
يلملم دچين ، هندوستان ، پاکستان افغانستان جاپان او له دې خوا دورتلونکيو حاجيانو ميقات ځاى دى
جحفه:
دادمصر،شام اوله دې لوري دراتلونکيوميقات دى چې دمسجدالحرام شمال لوېديځ ته په ١٨٧کيلومترۍ کې واقع دى دجحفې جنوب لوېديځ ته په اوه لس مترۍ کې رابغ ښاراوختيځ ته يې په پنځلس کيلومترۍ کې سره بحيره پرته ده. داسيمه دمدينې اومکې پرعمومي سړک ياپر هجرت رود پرته ده ،له مکې دمدينې په لور ٢١١کيلومتره وړاندې ددې ميقات برابري راځي،پر همدې برابرۍ له دې سړک څخه داميقات پريوه لويه لوحه دلوى غشي په واسطه ښودل شوى دى،دلته هم په ٩٠٠متره مربع مسآحت کې يولوى مسجدجوړشوى دى،کله چې رسول الله ص دمکې دفتحې په نيت له مدينې څخه مکې ته روان وو،نودرسول الله ص تره حضرت عباس ابن عبدالمطلب دهجرت په نيت له مکې څخه مدينې ته روان وو،نو تره اووراره همدلته سره وکتل.
حٍل:
دميقاتونواومکې معظمې دحدودوپه منځ کې چې کومه ساحه ده،دې ساحې ته حل ويل کېږي. ددې ځايونواوسېدونکي داهل حل (دحل داوسېدونکيوپه نوم يادېږي)داخلک به دحج اوعمرې احرام له خپلوکورونوڅخه کوي.
په ژمي کې دوبى
ترمينل ته له رسېدو وروسته نو د هر حاجي لومړى کار د سعودي سيم کارت اخستل او خپلو کورنيو ته د رسېدلو ډاډ ورکول وو.
همدلته د يوشوکيس شاته ځوان هلک ناست وو ګڼ سيمکارتونه اوکرېډېټ کارتونه يې مخ ته ايښي و، حاجيان پرې ور مات شو، د سيم کارتونو پېرل پيل شول،هلته هم څوټيليفوني شبکې کار کوي،موږ نه پېژندلې او نه مو انتخاب کولى شو، يوسيم کارت په پنځه ويشت رياله وو، او پنځه ويشت دقيقې کرېديت پکې وو،ماهم يو سيم کارت واخست ،ټيليفون ته مې واچاوه خو کار يې نه کاوه، سره له دې چې د سيم کارتونو په پلورونکي، چې په عين وخت کې صراف هم ووډېر بيروبارو خوورغللم او مرسته مې ترې وغوښته هغه هم زما ټيليفون واخست سيم کارت يې پکې تاو راتاو کړ خو ونشو، ويې ويل چې ستا ټېليفون خراب دى، پر هغه بيروبار ډېر وو ماهم ډېر ونه چېړه،ګورم چې څوتنه نور هم له همدې ستونزې سره لاس او ګرېوان دي، خير له ډېرو هڅو وروسته مې سيم کارت فعال کړ.
کورته مې زنګ وواهه وروسته مې چې خپل کرېډيټ وکوت نو دهرې دقيقې په سر يې رانه ٣،٧رياله ګرځولي وو،خو زما سيم کارت (مبايلي )کمپنۍ او نمبر مې ٠٥٤٤٤٣٩٩٨٣ووچې له ټيليفون نه ورګار شوم نو سيم کارت پلورونکي راباندې غږ کړ چې ورغلم ويل يې له خلکو سره په ژبه نه پوهېږې له ستونزو سره مخ دى، له مايې د ژباړې هيله وکړه ماهم له څو تنو خلاص کړ.
دلمانځه وخت و، اوداسه ته لاړم چې اوبه مې راپرېښودې سمې ډېرې تودې وې، ما ويل سهوه شوى يم ،يواځې دتودو اوبو نل مې پرانستى دى راځه تودې او سړې يو ځاى کړه خو په دواړو نلونو کې سړې اوبه نه وې، هوادومره ګرمه وه چې دنل اوبه لکه په اور چې تودې شوې وي، د ماسپښين لمونځ مو مسافرانه وکړ.
دهوا تودوالي واسکټ هم راباندې دروندکړ.
له موږ لږ وړاندې د مالېزيايي حجاجو الوتکه راغلې وه، دهغوى پاسپورتونودخولي وهل ،له عکس سره د شخص کمپيوټري کتل او.،،،ډېر وخت غوښت ،هغوى لسو غرفوته کتار ولاړ وو کوم يوساعت موږمنتظر و خو څوکۍ پرېمانه وې څوک ولاړ نه پاتې کېدل د هغوى له خلاصېدلو وروسته موږ همدې لسو غرفوته په نوبت ودرېدو ،دهر چا ويزه ،د پاسپورت نمبر، دګوتو او سترګونښې په کمپيوټري کامرو کتل کېدل،کار ډېر دقيق او ددرغلۍ امکان کم ووله دې ځايه تر فارغېدلو وروسته يې زموږ بيکونه راکړل خو يو ځل بيايې په يو بل ځاى کې همداسې غرفوته کتار ودرولو، په نوبت يې رانه پاسپورتونه واخستل او څه کوچني کوچني کمپيوتري سټيکرونه يې پرې ونښلول،موږ ته دا سټيکرونه اضافي او نا اړين برېښېدل خووروسته جوته شوه چې داهم د کار شى دى، چې وروسته به يې پخپل ځاى کې ورته اشاره وکړو .زه په کتار کې ولاړ وم چې يو تن پکولي مې پر اوږه لاس کېښود:((اوجوانيمرګ ايجه چى ميکنى))ګورم چې محمد شريف حنيف رباطى مې شاته ولاړ دى ، رباطي د حج او اوقافو وزارت مشاور او د افغاني بعثې غړى دى، نو موړى زماپخوانى ملګرى دى، زما کتاب (ښځه په اسلام کې )دواړه ټوکه اتلس کاله وړاندې هم ده کمپوز او ډيزاين کړي دي له دې ځآيه چې ووتو نو دافغانستان ٣٠٣ته ورته موټرو ته بوتلل شو ،سامانونه يې په ځآنګړې کراچۍ کې راوړل،او په لفټ يې د موټر سرته پورته کړل. داهرڅه حاجيانو ته دسعودي دحکومت لخوا نيول شويومزدورانو کول .
مازيګر لمونځ مو هم همدلته وکړ، لمر پرېواته مکې ته روان شو.
جده
جده ډېرلوى او له نړيوالو ښارونو ګڼل کېږي. داښار د سمندر پرغاړه پروت او له ساحلي او بندري حيثيت پرته صنعتى امتياز هم لري، دسعودي سترې فابريکې ډېرې په همدې ښارکې دي کوم هېوادچې له سمندر سره پوله لري نو خولۍ يې په غوړيوکې وي، الله ج دخپل حبيب په خاطر په سعودي دااحسان هم کړى دى چې سمندر يې هملته ور رسولى دى. که په په نقشه کې وکتل شي نو له جدې سره نښتى سمندر تړانګه او ډېر کم سورى ښکارى چې آن تر مدينې منورې رسېدلى دى، الله ج په همدې نرۍ تړانګه سعودي له نړۍ سره نښلولى او له سيالانوسره سيال کړى دى،
اوس چې دنړۍ له هرګوټ څخه حاجيان د هواله له لارې سعودي ته راځي نو ځينې يې په مدينه منوره کې خوډېر زيات يې په جده کې له الوتکوښکته کېږي، جدې ته دحرمينو دروازه هم ويل کېږي.
کله چې په ٢٦سپوږميزکال دريم خليفه حضرت عثمان له مدينې څخه مکې معظمې ته تشريف ورووړنو نو دمکې اوسېدونکيو ورته وويل چې دشعيبې دبېړيو تمځاى له مکې لېرې دى ،که دجدې پر ساحل نوى تمځاى جوړ شي نو ښه به وي،حضرت عثمان پخپله جدې ته لاړ هغه ځاى يې وکوت او دبېړيو دنوي تمځاى دجوړولو امر يې وکړ.
جده دعربي نړۍ اوپه ځانګړې توګه دسعودي ستربندري ښار دى چې هم دسمندر او هم د هوا له لارې ميليونونه خلک له همدې لارې سعودي ته دحج او نوروچارو لپاره راځي.
جده تر ١٩٨٠زېږديز کوچنى ښار وو،په دې وخت کې يې مساحت تر ١٢٥٠کيلومترو او نفوس تر يو ميليون وګړيو ډېر و داښار اوس په طبعي او مصنوعي ښکلا کې له آمريکايي او اروپايي هېوا دونو سره سيالى کولى شي، دباب الحرمين الشريفين او عروس البحر الاحمر لقب يې ګټلى دى.
په جده کې دسمندر پرغاړه دواکمنواو شتمنو اسمانڅکو ماڼيو دا ښار لا ښکلى کړى دى .لوى پوهنتون ،ګڼ نورعلمي او کلتوري مرکزونه پکې شته دي.
داخبارالمکه ليکوال(( فاکهي)) دحضرت ابن عباس په روايت وايي چې دحضرت بي بي حوا دحضرت ادم ع دمېرمن او د ټول انسانانو دمور قبر په جده کې دى.
علامه محمدطاهرکردي،په تاريخ القويم کې دالرحلة الحجازيه دليکوال علامه بتنوني له خولې وايي چې دجدې ختيځ ته په باب مکه کې يو لوى ١٥٠متره اوږ د،يومتر لوړ اودرې متره پلن قبر دى چې خلک يې دبي بي حوا قبر بولي خودوى داخبره نه مني.داقبر اوس هم په جده کې موجود دى.
کله چې مکې ته لاړو نو هلته مولنايارمحمد موږته وويل چې دبي بي حوا قبر ته به ځو خوموږ هلته دحرم اوکعبې دومره مجذوب نه وو چې بېرته جدې ته مو دتللو وخت موندلى واى ،اوياموددې احتمالي او نامعلوم قبر لپاره دحرم د جماعت لمونځ پرېښى واى ځينې خلک وايي چې ددې ښار نوم دهمدې لپاره جده ايښودل شوى چې زموږ ټولو جده (نيا)بي بي حوا چې کله له جنت څخه را ووېستل شوه او ځمکې ته راولېږل شوه،نولومړى همدې ځاى کې راښکته کړل شوه .
دجدې ياملک عبدالعزيزنړيوال هوايي ډگر
هغه هوايې ډګر چي موږ پکې ښکته شو ډېرلوى او له جدې ښارڅخه نولس کيلو متره لېرې دى او لکه چې ومو ويل دهواله لارې راتلونکي حاجيان په سلوکي نوي هملته ښکته کېږي ددې کارد ودانولوکارپه١٣٩٤هـ سپوږميز،١٩٧٤زيږديز کال پيل اوپه ١٤٠١سپوږميزيا١٩٨١زيږديزپاى ته ورسېد خواوس يې هم دپراختيا کارونه روان دي دا ډګرپه درې برخووېشل شوى دى ،يوه برخه يې دسعودي دکورنيو الوتنو لپاره او دوهمه برخه يې د نړيوالو هوايي الوتنو لپاره او دريمه برخه يې دحاجيانو لپاره ده ،داهوايي ډګرددوبۍ په څېر دعربي نړۍ ترټولوډېر بوخت هوايي ډګردى،ددې ډګر ترمينل په يو وخت کې داتيا زروحاجيانو وړتيالري او دهوايي ډګر په منځ کې د١٦٠متره مربع ګلبڼ په جوړېدوسره په دووبرخو وېشل شوى دى.
دحاجيانودډګر ترمينل،دپايبر ګلاس په نوم له يوډول موادوڅخه ددوه سوه او يو خېمو په بڼه جوړ شوى دى ،داخېمې تجيرته ورته دي،ډېرې دنګې ،ښکلې ،سپينې او دځانګړي ډيزاين درلودونکې دي.
داخېمې دتودوښې ،اوبو،باران،لمده بل اوهرډول هوا پروړاندې مقاومت کوي.
داډګرپه ٥١٠٠٠٠متره مربع ځمکه کې جوړ شوى اودننني عصر هره آسانتيا پکې شته دى ،دې ډګر ته په ١٩٨٣زېږديزکال داغاخان د اسلامي ښکلې ودانۍ جايزه هم ګټلې ده
له جدي څخه دفيوضاتو ښارته
دشنبې ورځ خپله لمنه او لمر خپلې زرينې پلوشې ټولولې موږ له جدې څخه مکې معظمې ته روان شو،په موټروکې دوېش او دحاجيانو دلېږدکار منظم وو،څلور لوى بس موټرونه چې په هريوه کې پنځوس څوکۍ وې رارسېدلي وو،په موټرو (ابوسرهد)ليکلي وو خو چې په جده کې به دېپر هر لوى سپرلۍ وړونکي موټر سترګې ولګېدلې نو ابوسرهد به پرې ليکلي وو،له سلو ډېر موټر مو په دې نوم وليدل ماته د موټرپه مخکنيو څوکيو د ناستې زمينه برابره شوه،موټرته يو تن غنم رنګه ځوان چې برېت او ږيره يې په سنتو برابر او افغاني جامې يې پر تن وې ناست وو،په عربي مې ترې وپوښتل چې ولې يې په دومره ډېرو موټرو ابوسرهدليکلي دي،هغه راته وويل چې ابوسرهد د يوشرکت نوم دى،ددې شرکت مشر ابوسرهد نومېږي چې اصلاً دپاکستان دپېښور، پښتون اوسېدونکى دى.
دده دمعلوماتو له مخې، دې سړي اوس د سعودي تابعيت اخستى دى،او دسعودي په شتمنوکې شمېرل کېږي،ده وويل چې اورېدلي يې دي نوموړى شپږدېرش زره عرادې همدا ډول بس موټر لري چې په سعودي کې،چلېږي او دحج په مراسموکې هرکال د حاجيانو د انتقال لپاره له سعودي حکومت سره قرارداد کوي.
ده، وويل چې له داډول بهرنيو شتمنو اودې ډول ستر شرکتونو سره معمولاً سعودي شاه زويان (شهزادګان)شريک وي خوله ابو سرهد سره له دې ډول کوم شراکت څخه خبر ندى.
دجدې او مکې معظمې ترمنځ شاوخوا اتياکيلومتره واټن دى،خوابادي ډېره شوې، دمکې او جدې ښارونه پراخ شوي دي،په ځانګړې توګه جده ډېره لويه شوېده، داسې برېښي چې څوکاله وروسته به د مکې او جدې ښارونه له يو بل سره وتړل شي.
له جدې تر مکې تر ډېره حده د سړک دواړو خواوووته دوکانونه دي، ماښام لمونځ مو پرلاره په يو مسجد کې اداکړ ،دالومړى لمونځ وو چې موږ په سعودي کې په جماعت او په مسجد کې وکړکله چې مسجدته ننوتلم،دمسجد ښکلا اودقيمتي غاليو جګري فرش مې ذهن دومره بوخت کړ چې نږدې و رکعت رانه تېر شي.
ماته دعربانو اوږدلمونځ،امين بالجهر،رفع اليدين ،په لمانځه کې خشوع او اهتمام نوى کار ځکه نه برېښېده چې په پوهنتون کې مو په سلوکې اتيا استادان دعربي نړۍ اتباع وو،خونور حاجيان يې حيران کړي وو.
له لمانځه وروسته د اوداسه د ځاى کتلوته ورغلم پرېمانه اوبه،د اوداسه ،استنجاه او د معذرت دپوره کولو لپاره کافي ځايونه وو.
وږى وم په الوتکه کې له خوراک وروسته موڅه خوړلي نه وو اخوا دېخوا مې وکتل چې که نږدې کوم دکان وي،او دخوړلو لپاره څه واخلم. دوکان ووخولږ لېرې ،ما ويل که ورځم نو موټر روان نشي ،رښتياهم موټر ژر روان شو.
دموټرچلوونکي عربي ډېره کمزورې وه ماترې لامل وپوښت ويل يې چې عربي يې خپله ژبه نده ما يې ترې ځاى وپوښت خوځواب يې هم خوښ او هم حيران کړم :ويل يې افغان يم اوپه افغانستان کې دننګرهار دسره رود،دولسوالۍ دبابړيانو اوسېدونکى يم.
دستي مې ورته په پښتو وويل :ځوانيمرګه ته خوزما وطندار څه چې کليوال هم يې ،ښه پوهېږې چې موټرکې درسره افغانان ناست دي نو بيا ولې عربي وايي،که وايي چې عربي لومړى تا پيل کړه نو ماخوته نه پېژندلې په خنداشو.
سعودي ته د راتللو په اړه يې وويل چې دلته يې شپاړلس کاله وشول او له پاکستان څخه راغلى دى،هغه وويل چې دى اصلاً بل چېرې منشي دى،خو دابوسرهد شرکت مسؤولينو ترې غوښتي چې د حج په موسم درې مياشتې ددوى موټر وچلوي، ده ډېره سوچه پېښورۍ پښتو ويله خو مورنۍ ژبه يې سرخرودۍ دري وه ،اصلاً چا ګومان هم نه کاوه چې دى به پښتون نه وي.
دوقار او پرتم ښار
زه په زړه کې دېته شېبې شمارم چې کله به مې سترګې پر هغه ښار ولګېږي چې دځمکې بله هېڅ ټوټه هم په سپېڅلتيا کې ورسره سيالي نشي کولى،هغه ښار چې عظيم الشان قرآن ورته بلدالامين، کعبه ،بکه، مبارکه ،مکه ويلې او الله ج يې پرسپېڅلتيا او عظمت سوګندياد کړى،هغه ښار چې دوحې مهبط ،دجبريل منزل دسيدالکونين د تولد او خاپوړو د حضرت اسماعيل،دذبحې دپېښې شاهد او قربانګاه، دسلګونوانبياوو د رسالت ،دعوت ،زيارت،اقامت او امامت ځآى او دالله ج دکور وياړ اوشرف لري.
څومره چې مکه رانږدې کېږي همدومره زما د زړه دربآ ډېرېږي د رسول اکرم د مکې ژوند هره خاطره، هرڅپرکى او هر پړاو مې دذهن د تلوېزيون په سکرين کې تاوېږي.
کله کله پرځان بې باوره شم،هلکه ته خوبه خوب نه وينې،ته ځان ته وګوره او دالله ج کور.
په همدې سوچ کې وم چې دسړک غاړې ته پر يوې لوحې مې سترګې ولګېدلې ((لدې ځايه اخوا له مسلمانانوپرته بل چاته د ننوتلو اجازه نشته))پوه شوم چې مکې معظمې ،بلدالحرام او داسلام دپرتم او نشئت ښارته ننوتم.
دې لوحې مې دذهن مسيرواړاوه،داسلام د عظمت ،قوت،وياړ او شهامت دوره را ياد شوه، چې څنګه يې دلته د نامسلمانو ننوتل منع کړي،دا د اسلام دبريا ،لويۍ ،ځواک نښه ،اونامسلمانوته داښوول دي،چې عزت ،شرافت ،پاکي او درناوى په اسلام کې دى،په ژوند کې يواځې مادي او جسمي پاکوالى بس ندى، بلکې روحي او معنوي طهارت هم په کار دى،مکه معظمه د نړۍ د ټولو مسلمانانو قبله ده ،دلته د الله ج کور دى ،دا په نړۍ کې تر ټولو سپېڅلې او عزتمنه ټوټه ده ،له دې ځآيه له اسمان ،عرش العظيم، بيت العمور،اوسدرة المنتهى سره نېغې اړيکې نيول شوي نو دې ځاى ته دننوتلو لپاره د بدن پاکوالى کفايت نه کوي، بلکې حقيقي او معنوي خيري هم ليرې کېدل غواړي اووحي تزکيه هم په کار ده.
هرڅوک چې دې ښآر ته ننوځي نو په کار ده چې زړه ، روح ،ضمير ، وجدان ،بدن ، هرڅه يې پاک او دايمان اواسلام تلپاتې ډيوه يې په لاس کې وي . په کار ده ، چې زړه ،روح ،ضمير،وجدان،بدن،جامې،هرڅه يې پاک او داسلام په نور منور وي.
دې ښارته ننوتل داسلام پاسپورت او دايمان ويزه غواړي.
دلته يومسلمان پوهېږي چې زه څوک او زه څومره عزيز يم. دلته سړي ته د اسلام د عزت او وقار پرتمينه دوره ورپه زړه شي ،هغه چې قران د نامسلمانوذميانو په اړه فرمايي(ترهغې چې جزيه په خپل لاس درته راوړي او د ذلت او سپکاوي احساس وکړي))
ماسخوتن دمکې معظمې په ښارکې روان وو له موږ سره په موټر کې دنوروشرکتونو حاجيان هم وو،دهغوى لپاره په پام کې نيول شوي داستوګنې ودانۍ (عمارې)په بل ځآى کې وې او زموږ په بل ځاى کې ډرېور لومړى هغوى ځاى ته رسول.
شهزاده ملنګ
موټروان دتفويج الحجاج په نوم يوې پراخې ساحې ته موټر تاو کړ،داځاى تم ځاى ته په ورته نقشه جوړ شوى د موټرو اوحجاجو د هر کلي ځاى دى . حاجيان چې کله مکې معظمې ته راورسېږي نو لومړى يې دلته راولي، دلته يو بوتل د زمزم اوبه ،يو جوس،بسکېټ ،کېک ،کلچې او کاغذي دستمال په يوه کاغذي قوتۍ کې بند وي او وجبة الحجاج پر ليکلي وي،هر حاجي ته يوه قوتۍ يا يوه وجبه، (خوراک) ورکوي، هر موټر بايد پنځلس دقيقې دلته ودرېږي ، حاجيان په خپلو څوکيو ناست دمه جوړه کړي،که غواړي خپله وجبه و خوري بيا موټر ر وانېږي موږ وږي او دې شيانو ښه خوند وکړ.
موټر روان او په يوښکلي ښارګوټي وربرابر شو زما او نورو دوستانو د اټکل له مخې ددې کالونۍ سور به يونيم کيلو متر او اوږدوالى به يې دوه نيم کيلو متره و، ټولې ودانۍ دوه پوړه په يوه نقشه يوه ډيزاين او يوډول وې په منځ کې پراخ پراخ پاخه سړکونه و. ډرېور وويل چې دا د اسامه بن لادن ښارګوټى(کالونۍ) او داساحه اوکورونه دهغه شخصي ملکيت دى چې عرب مجاهدينوته يې جوړ کړيدي.
دمکې معظمې د ښار په زړه او دومره ګران بيه سيمه کې چې ښايي د بيې دلوړوالي سارى به يې په نړۍ کې نه وي دومره ستر ملکيت او دومره کورونو درلودل داسامه دشتمنۍ نښه ده او داڅرګندوي چې هغه کوم ګدا ندى اوکه وغواړي دښه ژوند ټولې اسانتياوې ورته برابرې دي ، ددومره شتمنۍ ددرلودوسره سره بياهم دتورې بوړې په غروکې داسامه ژوند ددې ښه څرګندوى دى چې داسلام مينه له شهزاده څخه ملنګ جوړوي، په سعودي کې داسامه دکورنۍ ددرناوي ، عزت او حيثيت په اړه به يې پخپل ځاى کې بحث وکړو خو اوس همدومره وايو چې ددوى کورنۍد سعود کورنۍ ته ډېره نږدې او ډېره محترمه ده او پلاريې دسعودي حکومت وزير وو په داسې حال کې چې سعودکورنۍ حکومت خپل ميراث ګڼي او ډېر کم له خپلې کورنۍ پرته بل چاته وزارت ورکوي .
استاد داهم وويل چې سعودي اوس ددې ښار پاتې کار بند کړى دى.
(ددې کرښو دليکلو په وخت کې امريکايانو داسامه رح دشهادت ډرامه وړاندې کړې نه وه )
دمکې په ښار کې تاو راتاو کېدو ،بالاخره موټر دسړک پرغاړه ودرېد،ډرېور لا دمخه چاته ټېليفون کړى وو،درې تنه موټر ته راوختل ،تور تور وو،په ورين تندي يې سلام وکړ،هر تن ته يې دلته هم هماغسې يوه يوه قوتۍ خوراکي توکي ورکړل ، ،دلته يې هر حاجي ته يوپلاستيکي لاس بند ورکړ په لاس بند دخدمت د مطوف نمبر٨٧ اودجنوبي اسيا مکتب په کمپيوتري غټ ليک اود دوى دفترادرس،دايميل اوتېليفون نمبر کوچنى ليکل شوي وو ترکشک لاندې يې د هر شرکت او هېواد نوم په قلم ليکلي وو.
موږ په پيل کې نه پوهېدو وروسته پوه شو چې موږ د جنوبي اسيا د ادارې اوپدې اداره کې بيا د ٨٧څانګې اړوند يو.
دلته ډرېور زموږ ټول پاسپورتونه دې خلکو ته ورکړل،هغوى هم حاضري اخستل پيل کړل هغوى به نو م اخست اوله حاجي يې غوښتل چې دپلار نوم يې واخلي له حاضرۍ وروسته يې ټول پاسپوتونه له ځانه سره ايسار او د الوتکې ټکټونه يې ترې راکړل.
له دې ځايه روان شو،دحرم ليدلو ته بې تابه وم، ډرېوته مې وويل استاده کعبه لېرې ده اوکه نږدې ،ويې ويل : له شيشي ښي خواته وګوره يو لوړ برج درته ښکاري ؟ ماچې وکتل رښتيا هم ډېر لوړ برج اوپه سرکې يې ساعت (ګړۍ) ښکارېده ماويل هو نږدې ده . هغه وويل کعبه ترهمدې برج لاندې ده.
دابرج ډېرنږدې وو،يوځل مې زړه وو چې استاد ته ووايم ودرېږه همدلته کوزېږم،اوله کوزېدو وروسته په منډه ځان بيت الله ته رسوم او خپله د ټول عمر تنده خړوبه کړم، خوزړه نازړه وم اخر مې د ټوکې په انداز ورته وويل خوهغه ونه منله ويل يې چې هلته له مانه ستاسو ټولوشتون اوزه له هغوى تسليمي غواړم.
پاو کم يوولس بجې وې چې د خپل استوګنځي (عمارې)مخې ته ورسېدو دجنوبي آسيا له مکتب څخه د عمارې لارښوونکي او مزدوران راسره ختلي وو،سامان له موټرڅخه همدوى راښکته او د عمارې تر دروازې يې ورساوه په عماره کې دهر چاخونه (اطاق) اوتخت معلوم وو.
موږ په څلور ودانيو (عمارو) ووېشل شوما او مولوي احمدي ته د لومړۍ عمارې په لومړي پوړ کې لومړى درې کسيزه خونه راکول شوې وه.
بيکونه مو خونې ته ننوېستل د هرحاجي نوم دهغه دتخت څنګ ته پردېوال ټومبل شوى و.
مکة المکرمة
دنومونې لامل:
ځينې وايي دې سيمې ته مکه ځکه وايي چې ګناهونه له منځه وړي،اويا داچې اوبه پکې کمې دي ((سميت مکة لانها تمک الذنوب ،اى تذب بهاوقيل:لقلة مائها))ياداچې ((لانهايوءمها الناس من کل مکان فکانها تجذبهم اليها))يعنې :
خلک پرې له هرې خوا بيروبار کوي، ګوياداچې ځانته يې جذبوي يا ((لانها تمک من ظلم فيها اى تهلکه))
ځکه چې دلته څوک ظلم وکړي نو له منځه يې وړي،داسيمه فطرتاً دظالمانو اوجابرانو غرور له منځه وړى،لانها تمک الجبارين اى تذهب نخوتهم)) شفاءالغرام اوالدرر الفرائدالمنظمة)) د( زموږدقبلي تاريخ ،دعبدالمالک همت ليکنه )په حواله ،
زه پدې انديم چې په مکه کې داټولې ځانګړنې شته دي او دتسميې (نومونې)ټول لاملونه يې له مسمى سره سمون خوري.
مکې ته په عظيم الشان قرآن کې بکه هم ويل شوې ده ،لا مل يې هماغه دمکې ازدحام او ديو بل ټېل وهل دي.
تفسير مظهري وايي مکه او بکه دواړه يوه خبره ده داځکه چې عربان کله کله ميم، باتلفظ کوي،لکه نميط او نبيط ،لازم ،لازب،راتب،راتم او ….
علامه جمال الدين محمدجارالله دمکې معظمې د نومونو شمېر شپږپنځوس ښودلى دى.
له دې پرته په عظيم الشان قران کې دې ښار ته دام القرى يعنې دقريو مور (الانعام ٩٢)البلدامنايا دامن ښار(ابراهيم ٣٥)البلدالامين ياډاډمن ښار (التين٣) البلدالذى حرمهايا هغه ښارچې محترم يې ګرځولى دى (النمل٩١)حرم آمن ياد امن يا ډاډمن حرم (القصص ٥٧)، وادغير ذى زرع يابې کروندې دښته ( ابراهيم ٣٧)معاد د ورګرځېدو اصلي وطن (القصص ٨٥) قرية يا کلى (محمد١٣)المسجدالحرام يا عزتمن مسجدهم ويل شويدي .
،واعلم بآن کثرة الاسامى ،دلالة ان لمسمى سامى .
پوهه شه چې ډېر نومونه دمسمې داهميت او لوړوالي معناورکوي.
دمکې جغرافيه او تاريخ
ځينې روايات وايي چې الله مکه معظمه له نورې ځمکې دوه زره کاله وړاندې پيداکړې ،مکه دسعودي عربستان لوېديځ ته دحجاز په ويړه لمن کې دغرونو اوغونډيو په منځ کې پرته ده،دمکې معظمې هواره سطحه بطحاء نومېږي،دمکې عرض البلد شمال ته ١٩_٢٥ او ٢١درجې ،طول البلديې ختېځ ته ٤٦شمال ته ٤٩او٣٩درجې دى دسمندر له سطحې درې سوه متره لوړه ده ،مکه دځمکې د کرې په منځ کې واقع ده .
مکه دتهامې په ختېځ کې چې شمال ته يې مدينه منوره ،ختيځ ته يې نجد او
رياض جنوب ته يې يمن او لوېديځ ته يې جده او بحرالاحمر (سور سمندر)پراته دي.
په مکه معظمه کې روانې اوبه نشته همدا لامل دى چې کرهڼه پکې کمه ده او آن دڅښلو اوبه هم له کوهيانو را وېستل کېږي.
په مکه مکرمه کې اوس د څښلواوکارولو د اوبو کمى نشته دى ،اوس دخلکو سويه او اقتصاد لوړ شوى دى، هلته هېڅوک هم د بمبواوبه نه څکي، بلکې بوتلي ،ياچاڼ شوې اوبه څښي.
دمکې هواډېره توده اوسوځنده ده،باران پکې کم وي کله کله په ژمي کې هم د حرارت درجه تر ٣٥_٤٠ پورې رسېږي اوپه دوبي کې خو ډېرځله تر ٥٠لوړېږي يو عرب راته وويل چې په دوبي(اوړي)کې ځينې وخت د تودوښې له امله د سړک قير هم روان شي، دلته ډېروخت د شپې اوورځې په هوا کې ډېرکم توپير وي، دمکې او سېدونکي وايي چې الله ج اويا ډوله هوا وې پيداکړېدي چې نهه شپېته يې په مکه او يوه يې په ټوله نړۍ کې چلېږي.
دمکې دخپلو اوسېدونکيو شمېرله يو ميليون څخه اوړي.
دمکې مکرمې فضايل
الله ج په هر شي او هر مورد کې يو شى پر نورو غوره ګرځولى او امتياز يې ورکړى دى .دبېلګې په توګه په شپوکې دقدرشپه ، په ورځو کې داختر او عاشورى ورځ په انسانانو کې حضرت رسول اکرم ص، د اونۍ په ورځو کې جمعه،په مياشتوکې رمضان المبارک، په جنتونوکې فرودس په ايتونوکې ايت الکرسي،په کتابونوکې عظيم الشان قرآن ،همدا ډول يې د ځمکې پر سر ترټولوغوره ځاى او تر ټولو سپېڅلى خاوره مکه معظمه ګرځولې ده .
دالله ج داقانون دى چې پرهغه شي سوګند خوري چې دهغه پر وړاندې عزتمند اومهم وي او الله ج په عظيم الشان قران کې دوه ځايه پرمکه معظمه سوګند ياد کړى دى.
والتين والزيتون والطورسنين وهذالبلد الامين.(التين ١_٣)يعنې پر انځر اوزيتون اوپر طور سينا اوپر دې امان ورکوونکي(امين)ښا سوګند..
لااقسم بهذالبلد:يعنې سوګند خورم په دې ښار (مکې)
په تاريخ مکه کې ليکي چې په عظيم الشان قرآن کې الله ج پنځوس ځايه مکه معظمه ياده کړېده.
ان اول بيت وضع للناس ببکة مبارکا وهداً …. (ال عمران ٩٦)
يعنې : (له شک پرته لومړۍ کوټه کې چې دخلکو (دعبادت )لپاره جوړه شوه په مکه (مکرمه) کې ده چې برکتناکه او خلکوته لارښوونکې ده پدې کې څرګندې نښې دي،يوپکې مقام ابراهيم دى،اوهرڅوک چې (حرم ته ) ننوځي، نوپه امن کې شو.)
حضرت عبدالله ابن عباس رض فرمايي رسول الله ص مکې معظمې ته په خطاب کې وفرمايل(مااطيبک من بلد واحبک الى ولولاان قومى اخرجونى منک ماسکنت غيرک) مشکوة
يعنې ته څومره ښکلى ، خوشبويه اوپرماګران ښار يې که قوم مې له تاڅخه وېستلى نه واى نو زه به له تا پرته بل چېرې نه واى اوسېدلى.
عبدالله ابن عدي وايي ما رسول الله ص په حزوره نومي ځاى کې ولاړ وليد چې مکې معظمې ته يې په خطاب کې فرمايل:په رښتيا ته دخداى ج غوره اوخداى ج ته ګرانه ځمکه يې ،که زه له تاڅخه وتلوته اړ شوى نه واى نو هېڅکله به درڅخه وتلى نه واى.
.مشکوة
رسول الله ص فرمايي:صلاة فى مسجدى هذا افضل من الف صلاة فيماسواه الا المسجدالحرام والصلوة فى المسجدالحرام افضل من صلوة فى مسجدى هذ ا بماُ ة الصلوة .
زما په مسجد کې لمونځ له نورو مساجدو زر ځله غوره دى خو له مسجد حرام پرته ځکه هلته يو لمونځ زماپه مسجدکې له لمانځه څخه سل چنده غوره دى.
حسن بصري وايي: ددې حديث منظور دادى چې په مسجدالحرام کې يو لمونځ دبل ځاى له لمانځه څخه سل زره چنده غوره دى.
حسن بصري فرمايي:په مکه معظمه کې يوه ورځ روژه دبل ځاى له روژې يولک چنده ډېر ثواب لري هلته يو درهم خيرات په بل ځاى کې ديولک درهمو له خيرات څخه ډېر اجر لري،همدا ډول هلته هره نيکي په بل ځاى کې له نېکۍ څخه يولک چنده ډېر ثواب لري.
الله دې ښارته دخپل کور دجوړېدو او داشرف المخلوقات حضرت محمد ص دپيدايښت وياړ ورپه برخه کړ.
همدا راز داوياړ چې هرڅوک ورننوځي نو په امن کې شو.
الله ج دې ښار ته دکفارو او انسي اوجني دجالانو ننوتل منع کړي دي،دې ښار ته پښې غځول ،د انساني حاجت پوره کولو په وخت کې دې خواته مخ کول،مکروه دي.
لکه څنګه چې په دې ښارکې نېک اعمال ډېر ثواب لري همدراز دلته ناروا کار هم ډېر ګناه لري،الله ج فرمايي:(من يردفيه بالحاد بظلم نذقه من عذاب اليم يعنى،اوهرڅوک چې په ظلم اوناروا پکې دبېدينۍ خبر وکړي نو ددردناک عذاب خوند به وروڅکو :الحج ٢٥
پدې ښارکې داسې ځايونه دي چې دعا پکې ډېره ښه قبلېږې، طاعت اونېک کارونه پکې ډېر ثواب لري.
رسول الله ص دمکې دفتحې په ورځ وويل :الله ج له هغې ورځې راهيسې دې ښارته عزت ورکړى دى چې ځمکه او اسمانونه يې پيداکړي دي.
او دا عزت به دقيامت تر ورځې دوام مومي ،په دې ښار کې له ماپرته بل چاته دجنګ اوجګړواجازه نشته ده او ماته هم دا اجازه دڅوساعتولپاره راکول شوې وه،نور تر قيامته ددې درناوى ساتل شوى دى ،نه به يې څوک کوم مارغه اويا څاروي ته،تکليف او زيان رسوي،آن دعامې لارې له سر څخه هم ځانته د
اخستلو په نيت دموندل شوي شي پورته کول رواندي،مګر ددې لپاره چې اعلان وکړل شي اوخاوند ته يې وسپارل شي،نه به يې څوک واښه او ونې پرې کوي:
مسلم کتاب الحج.
دحرم حدود
دمکې معظمې ددرناوي په اړه چې کوم روايات راځي دادرناوى يواځې دکعبې تر ودانۍ محدود ندى ،بلکې الله ج دخپل رحمت اودحرم دعزت اوشرف له کبله دحرم چاپېر چل ته هم دا درناوى ورکړى دى.
يوروايت داسې هم دى چې حضرت جبريل ع حضرت ابراهيم ع دحرم پر حدودووګرځاوه اودتيګو په واسطه يې ددې حدودو د په نښه کولو امرورته وکړ،اوحضرت ابراهيم ع هم داکار وکړ.؟
دمکې له فتحې وروسته رسول الله ص تميم بن اسد الخزاعى ته ددې حدودو دتازه کولو امر وکړ او هغه هم داکار په ښه توګه وکړ.
ترهغه وروسته هم په بېلابېلو وخونوکې مسلمانو واکمنو داکار کړى دى،اوپه دې حدودوکې يې ٩٤٣نښې ايښې دي خوددې نښوډېره برخه په غرونو ،غونډيو،خوړونو او ناهوارو برخوکې ده،چې اوس دانښې ډېرې کمې پاتې دي.
دحرم ياکعبې خپل مساحت ١٣٧کيلومتره متره مربع اوټوله ساحه يې پنځه سوه پنځوس کيلو متره ده چې حدود يې په دې ډول دي :
تنعيم يا دعايشې رضى الله تعالى عنها مسجد.
تنعيم دحرم شريف شمال ته دمدينې منورې پرلار له حرم څخه اوه نيم کيلومتره لېرې واقع دى حرم ته داتر ټولو نږدې حد دى ،په مکه يادحرم په ساحه کې اوسېدونکي ډېر حاجيان دعمرې داحرام لپاره همدلته راځي تنعيم دحل په ساحه کې دى
جعرانه:
ددې ځاى نسبت دبنوتميم دقبيلې يوې احمقې اوناپوهې ښځې ته شوى چې خپل نوم يې ريطه اولقب يې جعرانه وو،هغې به ټوله ورځ وړۍ ورېشلې اوچې مازيګر به شونوخپل کړى کاربه يې خراب کړاوخپلې ورېشلې وړۍ به يې بېرته سپړلې،((ولاتکونواکالتي نقضت ))…. ايت دهمدې په اړه راغلى داځاى دحرم په ٢٤کيلومترۍ کې شمال ختيځ ته واقع دى .
ددې ځاى اوبه په خوږوالي کې نوم لري،اوآن خلک يې دضرب المثل په توګه يادوي،دلته هم ملک فهد په ٤٣٠متره مربع ځمکه کې دزر(١٠٠٠)لمونځ کوونکي په ګنجايش يوښکلى مسجد جوړکړ.
حديبيه:
دادحرم له ساحې بهر دجدې پرزاړه سرک پرته له حرم څخه ٢٤کيلومتره لرې سيمه ده،اوس يې خلک شميسي بولي،دلته پخوا دحديبيې په نوم يو کوهى وو اوداسيمه هم دهمدې کوهي په نوم يادېده،شميس هم ديوه پخواني تاريخي کوهي نوم دى چې فاسي(٨٣٢هـ سپوږميزمړ)هم يادکړى دى،دلته دحرم له حدودو دوه کيلومتره لېرې يوښکلى مسجد هم جوړ شوى دى،دبيعت رضوان او دحديبيې دسولې مهمې پېښې هم دهجرت په شپږم کال همدلته ترسره شويدي.
دلته پخواترکانوهم يومسجدجوړکړى وو.
نخله:
دادمکې اوطائف ترمنځ سيمه ده چې دحرم دختيځ اوشمال حدود ټاکي،دادوه برخې دي يوې ته يې نخله يماني وايي چې طائف ته د تللي سړک ښې خواته ده اوبلې ته يې نخلۀ شامي يامضيق وايي چې له حرم څخه پنځه څلوېښت کيلومتره لېرې پرته ده،دداءة په نوم دغره يوې اوږدې لړۍ دادواړه نخلې يوه له بل څخه بېلې کړې دي.
کله چې رسول الله ص دهجرت په لسم کال دطائف له سفرڅخه راستون شو،نود پيريانويوې لويې ډلې همدلته عظيم الشان قرآن واورېد،او مسلمانان شول،دعبدالله ابن جحش په مشرۍ يوه اته کسيزه سريه هم درسول الله ص لخوادقريشو دکاروا ن دڅارلولپاره همدلته ولېږل شوه،دې سريې پردې کاروان حمله وکړه دعمر ابن الحضرمي په نوم يوتن يې وواژه او عثمان بن عبدالله او حکم بن کيسان يې ژوندي ونيول،اونور وتښتېدل،داپه اسلام کې دلومړني کافروژل اودمسلمانانوپه لاس د لومړنيوبنديانونيول اوددوى مال لومړنى غنيمت ګڼل کېږي.
دعزاپه نوم مشهور اوستربت چې الله ج په عظيم الشان قران کې ياد کړى دى،(افرءيتم اللت والعزى)نجم ١٩:يعنې ((اوتاسولات اوعزى وليدل))هم په همدې نخله کې وو چې رسول الله ص يې دمکې له فتحې وروسته دماتولولپاره حضرت خالدبن وليد،وګوماره،کله چې رسول الله ص دمکې له فتحې وروسته له حنين څخه طائف ته تشريف وړه نو په نخله يماني اوقرن منازل تېرشو.
اضاءة لبن:
داجنوب اړخ ته ١٦کيلومتره لېرې دحرم حد دى نن سبا ورته عقيشه وايي عقيش ديوشخص نوم دى،چې نوي يمو هجري کلونوکې ددې ځاى څښتن وو،لبن شيدو(پيو)ته وايي.
دې جهيل ډوله ځاى ته ځکه لبن وايي چې ورته نږدې غرونه سپين ته مايل رنګ لري،دادرسول الله ص دحليف قوم خزاعه سيمه وه.
حرم يا کعبه
دکعبې نومونه:
کعبه ډېر نومونه لري اوداډېر نومونه دکعبې ددرناوي او اهميت په معنى دي،خوپه عظم الشان قرآن کې ورته داپنځه نومونه کارول شوي دي.
١:کعبه:
(جعل الله الکعبۀ البيت الحرام قياماً للناس) مائدۀ٩٧
:يعنې الله ج کعبه عزتمن او خلکو داوسېدوځاى ګرځولى دى،کعبه په عربي کې لوړې اويواځې ته وايي دامعناګانې پرکعبه تطبيقېږي .
٢:بيت الحرام:
په پورتني ايت کې کعبې ته بيت الحرام هم ويل شوى .
٣:بيت الله:
(وعهدنا الى ابراهيم واسمعيل ان طهراً بيتي للطائفين:)بقرۀ ١٢٥.
يعنې:اوموږپه ابراهيم اواسمعيل ټينګارکړى وو چې زماکورطواف کوونکيوته پاکړ کړه.
٤:البيت العتيق:
(…واليطوفوابالبيت العتيق) الحج ٢٩
يعنې او دبيت العتيق. طواف دې وکړي
دعتيق معنى،پخوانى،لوړشانه،نه ډوبېدونکى ازاد او خپلواک دى،ياداچې چا ددې کور زيارت وکړنو ددوزخ له اور څخه خلاص شو.
قبله:
فلنولينک قبلة ترضها:البقرۀ١٤٤.
يعنې :نوژر ده چې هغه قبلې ته به ستامخ واړووچې ته يې خوښوې
دکعبې تاريخ او ودانوونکي:
له تاريخي رواياتوڅرګندېږي چې تر اوسه دبيت الله وداني دولس ځله جوړه شوې ده،که څه هم په دې اړه ځينې روايات قوي ندي خود ځينوسند پياوړى دى.
دبيت الله ودانوونکي
تاريخ دبيت الله ودانوونکي داسې راپېژني.
١:پرښتې.
٢:حضرت ادم ع.
٣:حضرت شيث ع.
٤:حضرت ابراهيم اوحضرت اسمعيل عليهم السلام.
٥:دعمالقه ووقوم.
٦:دجرهم قبيله.
٧:قصى دکلاب ځوى،دنبي ع له نيکونوڅخه يوتن.
٨:دمکې قريش له هجرت څخه ١٨کاله وړاندې.
٩په ٦٥هـ عبدالله دزبيرزوى.
١٠:په ٧٤هـ حجاج ديوسف زوى.
١١:په ١٠٤٠هــ ترکي سلطان مراد.
١٢په ١٤١٧ شافهد دعبدالعزيززوى.
حضرت عبدالله ابن عمر رض فرمايي کله چې الله ج حضرت ادم ع ځمکې ته راولېږه نو ورته يې وويل چې زه له تاسره يو کور هم لېږم چې له دې کورڅخه به داسې طواف کېږي لکه څرنګه چې پرښتې زماله عرش څخه طواف کوي،اوددې کور شاوخوا به داسې لمونځ کېږي لکه څنګه چې زما دعرش شاوخوالمونځ کېږي.
راوي وايي چې دحضرت نوح ع دطوفان په وخت کې ،کعبه پورته شوې وه ،سره له دې چې دقيق ځاى يې معلوم نه وو،خوبياهم ډېروپيغمبرانوپه خپل وخت کې،دهغې طواف کړى دى،الله ج حضرت ابراهيم ع ته دکعبې دقيق ځاى وښود بيا حضرت ابراهيم ع دپنځوغرو( حرا،شبير،لبنان،طوراوجبل خير)څخه تيګې راوړې،اوکعبه يې ودانه کړه.
هيتمي اومجموع الزوائد٢٨٨،٣ دتاريخ مکه په حواله
ځينې خلک له دې پنځوغروڅخه ،دحضرت ابراهيم ع په واسطه دتيګوراوړلو خبره نه مني او يې بولي،ځينې داروايت هم صحېح نه ګڼي ځينې يې دهغه ع معجزه ګڼي،قران عظيم الشان په دې شاهد دى چې کله حضرت ابراهيم ع خپله مېرمن حضرت هاجره اوخپل ځوى حضرت اسمعيل ع مکې ته راوستل،نوهغه وخت دکعبې،د ودانۍ نښه وه،داحقيقت دهغه ع له دې دعاڅخه ښکاري ((ربنااني اسکنت من ذريتى بواد غير ذى زرع عندبيتک المحرم))ابراهيم ٣٧.
يعنې(اى زموږربه!ماخپل ځينې اولادپه شاړه ځمکه ستادعزتمندکورترڅنګ پرېښودل.)
داددې څرګندوى دى چې په هغه وخت کې بيت الحرام وو،البته تاريخي روايات داهم وايي چې په هغه وخت کې دکعبې وداني،اوديوالونه نړېدلي وو،خوبنسټ يې لاوو،اودومره کلک وو،چې زرګونه کاله وروسته هم،حضرت ابراهيم ع په همدې بنسټونودېوالونه جوړکړل،الله ج فرمايي))واذيرفع ابراهيم القواعدمن البيت واسمعيل ))البقرۀ١٢٧.
يعنې:اوکله چې ابراهيم ع اواسمعيل ع دبيت الله بنسټونه لوړ کړل.
بخاري کې راځي،چې يزيد بن هارون وايي کله چې عبدالله دزبيرزوى،کعبه دودانولوپه موخه ورانوله،نوزه هملته وم،ماوليدل چې هغه حطيم هم دبيت الله په ودانۍ کې راووست،اوماوليدل چې دبيت الله بنسټ داوښ کوهان ته ورته،تيګوڅخه جوړ شوى و ،وروسته دفهدپه وخت کې ١٤١٧هــ هم کعبه په همدې بنسټ جوړه شوې،په دې وخت کې داړتياله مخې دکعبې دبنسټ يوه برخه ١،٤٠متره وکيندل شوه،نو وليدل شول،چې دکعبې دبنسټ تيګي له کومې مسالې اوساختماني موادو پرته ډېرې کلکې لګول شوې دي،داتيګي داوښ کوهان ته ورته وې،اواوس هم له کوم ترميم پرته پرهماغه بنسټ دغه ودانۍ جوړه شوېده،دا چې دا بنسټ به له حضرت براهيم ع څوکاله وړاندې جوړ شوى وي الله ج ته معلومه ده.
دادى له حضرت ابراهيم ع راهيسې هم ٥٠٠٠کاله تېرشول،خو دې بنسټ دهرډول طوفان سېلاب اوهرډول طبيعي پېښومقابله کړېده.
داسلام په تاريخ کې ،تراوسه مسجدالحرام لس ځلې دلاندې اشخاصولخواپه لاندې تاريخ پراخه شوى دى .
١:داميرالمؤمنين حضرت عمر ابن خطاب لخوا په ١٧هـ چې له ٦٣٩زسره سمون خوري.
٢:داميرالمؤمنين حضرت عثمان بن عفان لخواپه ٢٦هـ چې له ٦٤٨زسره سمون خوري.
٣: دابوجعفرمنصورلخوا په١٣٧هـ چې له ٧٥٥زسره سمون خوري.
٤: دعبدالله ابن زبيرلخواپه ٦٥هـ چې له ٦٨٥زسره سمون خوري.
٥:دوليدبن عبدالمک لخوا
٦: دمحمدالمهدي عباسي لخوا په ١٦٠هـ چې له ٧٧٧ز سره سمون خوري.
٧: دمعتضدعباسي لخواپه ،٢٨٤هـ چې له ٨٩٧ز سره سمون خوري.
٨-دمقتدرعباسي لخوا په ٣٠٦هـ چې له ٩١٨زسره سمون خوري.
٩:دملک عبدالعزيزلخواپه ١٣٧٣هـ چې له ١٩٥٣ز سره سمون خوري.
١٠: دفهد ابن عبدالعزيزلخوا په ١٤٠٩هـ چې له ١٩٨٨زسره سمون خوري.
دملک عبدالعزيزپه پيرکې دکعبې بيارغونه
ملک عبدالعزيز يو ځل په ١٣٤٤هـ يا ١٩٢٥ز کې د حرم د ترميم امر وکړ بيايې په ١٣٦٨هـ يا١٩٤٨ز کې داکال پيل کړ د حرم د توسېع او رغونې کار پيل ووچې ملک عبدالعزيزپه ١٣٧٣هـ ١٩٥٣ز کې وفات شو.
دملک عبدالعزيزله وفات وروسته دهغه زوى ملک مسعود دحرم دپراختيا اورغولو کار ته ادامه ورکړه اوشل کاله يې پرې تېر کړل،دې شاهانو هم دحرم دتوسېع (پراختيا) اورغونې چارې دابن لادن کمپنۍ ته سپارلې وې، پدې ترميم سعودي له شپږسوه اوشل ميليونوډېر ريال ولګول.
تطور عمارة المسجد الحرام ص ١٩.
دملک عبدالعزيز اوملک سعود له ترميم او پراختيا سره سره بياهم حرم تنګ اوزيارت کوونکي زيات وو،بالاخره ملک فهد په ١٤٠٦هـ يا١٩٨٦زکې امر وکړ چې دکعبې چت دې هم لمانځه ته چمتوکړل شي،هماغه وو چې دچت ترميم پيل شو، په چت کې لوډسپيکرونه (لوړغږي) ديخ او تودوخه ضد مرمروته ورته تيګي ،ولګول شوې، دزم زم اوبه پورته شوې،چت رڼاشو ،برېښنايې او عادي زينې ورته پورته شوې،له دې وروسته دچت ٤٢٠٠٠مربع متره ځمکه د١٠٥٠٠٠لمونځ کوونکيو ګټې ته چمتو شو ،دچت په دې ترميم هم شاوخوا دېرش ميليونه رياله ولګېدل، فهد په ١٩٨٨کال يا د١٤٠٩هـ دصفرالمظفرپه مياشت کې دحرم ددوهمې پراختيا بنسټ کېښود چې په ١٤١٣يا١٩٩٣کې پاى ته ورسېد،په دې پراختيا کې دباب عمره او باب عبدالعزيز ترمنځ په ١٩٠٠٠متره مربع مساحت کې دمسفلې لورته چې مخامخ ورته دارالتوحيد کانټنينټل. شرکة المکه اوبرج زمزم دى ،يوه لويه ودانئ پيل شوه دا وداني دوه ځمکتلي (زېرزميني)يوه ګراونډفلور (دځمکې سطحه)لومړى پوړ (چې موږ افغانان ورته په عامه ژبه دوهم پوړ وايو)اوددې پوړ چت لري دمسجد انتظاميه لومړى ځمکتلى د ځان او مسجد لپاره کاروي ، په دې ځمکتلي کې دمسجد فني ،تخنيکي او کنټروولونکي وسايط ځاى پرځاى شوي ،همدارنګه ځينې ډيپوګان اوتحويلخانې هم پکې دي ،دې ځاى ته د عاموخلکوننوتل منع دي.
اوددريم پوړ چت دلمونځ کوونکيو استفادې ته چمتو دى.
نوې ودانۍ ډېره ښکلې ده او ټول عصري او پرمختللي وسايل پکې په کارېدلي دهواديخ ساتلو لپاره پکې سلګونه ايرکنډېشنونه کارېدلي.
ددې څلور واړو ځايونومساحت ٠٠٠، ٧٦ متره مربع دى،داودانۍ دومره کلکه ده ،چې د نورو پوړونو تاب هم راوړلى شي او که اړتيا پېښه شي نور پوړونه هم پرې جوړېږي، په وروستي چت ښکلې درې ګنبدې ١٥×١٥=٢٢٥متره مربع کې جوړې شوې دي، اوهره ګنبده ديارلس متره لوړه ده ،هر پوړ ته د عادي زينو (پوړيو)ترڅنګ څوځايه برېښنايي زينې هم پورته شوېدي،هر پوړ ٥٣٠ستنې لري دهرې ستن په بېخ او پورتنۍ برخه کې څلور خواوته ايرکنډېشن لګېدلى دى.
دسعودي پاچايانولومړى توسېع (پراختيا)شمال ته د مروې اوباب العمره پر خواچې باب الزبير،باب الندوه، باب حجراسمعيل ،باب المدينه،باب مهدي،هم پکې راځي وه او جنوب ته دصفاله غونډۍ تر باب عبدالعزيز پورې چې باب حنين ،باب اسماعيل هم پکې ده غځېدلې ده.
دملک فهدپه وخت کې
دسلطان مراد ترکي لخوا دکعبې له رغونې درې سوه پنځه اوياکاله تېرشوي،اودکعبې ودانۍ بيارغونه غوښتنه له همدې امله ملک فهدبن عبدالعزيزچې ځان ته يې دحرمينوخادم وايه ، دکعبې ترميم د ١٤١٧هـ سپوږميز کال په محرم کې پيل کړ او کعبه يې بنسټيزه ورغوله،په دې ترميم کې يې دکعبې ددېوالونوتيګې هوارې ا و يو برابرکړې وې .
بهرنۍ برخې.
دتيګوله منځه يې پخوانۍ مساله راووېسته،نوې سيمټي مساله يې ور ننوېسته،دواړه چتونه يې نوي ترميم کړل،درې واړه،ستنې يې ورته نوې کړې،لدې رغونې وروسته دکعبې لوړوالى ١٤متره دملتزم اړخ يا له حجراسودڅخه ترحطيم پورې ددېوال اوږدوالى،١٢،٨٤،د حطيم له پيل څخه دحطيم تر پايه ياتررکن شامي پورې ١١،٢٨متره ، له رکن شامي يادحطيم له دې سره تر رکن يماني پورې١١،١٢ اوله رکن يماني څخه ترحجر اسود پورې ١١،٥٢ . متره د ه .
په ١٤١٧هـ سپوږميزکال دکعبې دترميم،وياړ د ابن لادن دکمپنۍ په برخه شو
لومړى وصل
. له هرات څخه چې الوتلو نو ټول حاجيان په احرام کې وو خو سيد نصير،او حاجي عبدالله همداسې راوختل، ما ورته وويل چې تاسو که په الوتکه کې احرام کوئ نو بايد له ميقات څخه تېرنشئ اوکه په جده کې يې کوئ نو جده خوله ميقات څخه اخوادحل په ساحه کې ده او دم درباندې اوړي ،هغوى راته وويل چې موږ بياله جدې څخه جحفې ته داحرام لپاره ځو زه هم چپ شوم ،دوى دواړه له موږ سره په موټر وکې مکې معظمې ته هم را نغلل حيران وم چې دوى ولې داکار وکړ ډېر وروسته پوه شوم چې دوى دواړه شيعه ګان دي،دعبدالله رنګ خو هزاره ګانو ته ورته وو خو سيد نصير هزاره هم نه وو اصلاً دکابل دچهار دهي اوسېدونکى وو،چا ګومان هم نه کاوه چې دى به شيعه وي.
خونوته د ننوتلو په وخت دمولانا يارمحمد په نوم يو تن چې ښکلى سور او سپين رنګ سره او توره ګډه وډه ږيره يې وه راغى ځان يې په مکه مکرمه کې د شرکت له مسؤولينومعرفي کړ. او ويې ويل چې يوولس بجې راښکته را شئ چې عمرې ته ځو، موږ خپل سامان ځاى په ځاى کړ،ماپه هرات کې هم د احرام لپاره غسل کړى و،خوپه جده کې ډېرخولې شوى وم دلته تشنابونه اوګرمې اوبه هم پرېمانه وې له سره مې غسل وکړ ټول دعمارو مخ ته کوچني ميدان ته را ووتو موږ يوه ته هم لار معلومه نه وه. مولنا يار محمد چې په مولنا مشهور وو له درې څلور ملګرو سره زموږ لارښود شوه لاره يې راته تشريح کړه،دعمارو موقعيت يې حفاير شارع ستين (شپتم سړک)وښود د سړک پرغاړه د متحده په نوم درملتون ووچې په ټول سعودي کې نماينده ګۍ لري په مکه او مدينه کې خو يې ما خپله شپږ اوه نماينده ګۍ وليدې.
دلته په څلورو کتارو کې منظم ودرېدو دهرکتار لپاره يو تن مسؤول وټاکل شو،چې حاجيان بې نظمۍ ته پرېنږدي،يوکتار ماته را وسپارل شو ،زموږعماره له حرم شريف سره په مستقيم لوى سړک حرم ته نسبتاً نږدې پرته وه ،کږې وږې لارې او فرعي سړکونه نه وو خو دعمارې دروازې لوى سړک ته نه وې، بلکې ددوو عمارو شاه لوى سړک او ددوو دروازې بيا مخ په جنوب ددې نورو عمارو دروازو ته وې کله چې لوى سړک ته را ووتو ګورو چې ټول سړک له خلکو ډک دى ،څومره چې دا دوطرفه سړک ښکاري نو له خلکو ډک دى ،ښځې او نارينه ،ډول ډول جامه، ډول ډول رنګ . ډېر يې حرم ته او لږ يې له حرم څخه خپلواستوګنځايونو ته روان وو څوځايه مې په داسې خلکو سترګو ولګېدې چې نارينه يې داحرام په جامه کې خو ښځو يې يو ډول يونيفورم ( يو ډول څادر ،کميس ،پرتوګ په څادر نښه )درلوده او يو ځاى به روان وو چې دوى له نوروسره جوت پېژندل کېدل، ،پرلوى شا وخواشپاړلس متره سړک هغه دچاخبره دقدم ځاى نشته دى ،دتلبيې ملکوتي ازانګو فضا سندريزه کړې وه، موږ دسړک په ښي خوا مخ په شمال لوېديځ حرم شريف ته روان شو څو ګامه وړاندې ښې خواته يو لوى مسجد پرمخ راغى مولنا وويل چې دامسجد په ټوله مکه کې مشهور دى او داسامه پلار ابن لادن جوړ کړى دى او دابن لادن په نوم يادېږي که له چا ځاى ورک شو نو ددې مسجد پوښتنه دې وکړي له مسجد سره سم پيچومى پيل شونور نو دساعت برج موږ ته ډېر نږدې دى.
دکعبې ليدلوتلوسې ډېر نا ارامه کړى وم ،موږ د هغه ځاى چې حرم ترې پر خپلو سترګوليدلى شو،په څو مترۍ کې وو،بس چې دهمدې پيچومي چې په حقيقت کې پول وو سرته ورسېږونو حرم ته رسېدلي بلل کېږو زه خپل شل کلن ارمان او دخپلې مينې وصل ته رسېدونکى وم،همدا څو متره فاصله لکه څو کيلومتره اوږده شوه کله چې د پله سرته ورسېدو نو الله اکبر اود(( اللهم لبيک لبيک لاشريک لک لبيک ان لحمد والنعمة لک والملک لا شريک لک)) انګازې لوړې او ژړاګانې پيل شوې،مولنا راته وويل چې دا مخامخ منارې دبيت الله دي،تلبيې او ژړاګانو زور واخست له پله ښکته اوله سړک تېرشود حرم صحن ته له ننوتلو سره مولنا ټول کېنول ،له يو بل څخه دبېلېدلوپه صورت کې يې دراټولېدلوځاى د دارالتوحيد کانټينينټل هوټل مخ ته تلوېزيون ته ورته د اعلاناتو سکرين وټاکه.
مولنامخکې موږ ورپسې دحرم شريف ښي خواته رون شو،دحرم شريف حويلۍ او شاوخوا يې سپين پړق وو،دلته دتيارو ځاى نه وو له زرګونو کالو راهيسې دلته تياره مغلوبه او رڼا او نور غالب وو، دلته دوامدار انوار را اوري، تياره فکرونه تياره نظريات له دې ځايه کوچېدلي ځاى يې الهي انوارو او دمعرفت او تعقل رڼا نيولى دى ،دعظيم الشان پر نزول سره دا رڼا تلپاتې شوه په حرم کې شپه نشته ټوله ورځ ورځ او رڼارڼا ده.
هغه مکه چې اوسېدونکيويې يووخت دشيطان څراغ دبلولووس نه درلودنن ټوله چراغان ده.
مولنا په يوه دروازه ور ننوېستواوس نو څو ثانيې پاتې دي چې د څه کم دوه ميلياردومسلمانانو قبله دبشرپه تاريخ کې دځمکې پر مخ لومړنۍ ودانۍ ،او تر ټولو سپېڅلې او مبارکه خونه ووينم ، هغه چې هره ورځ يې کم تر کمه يوولس ځله يادوم او دلمانځه په هر نيت کې وايم (مخ مې دکعبې شريفې په لوري)هغه چې که په لمانځه کې ورته مخ نکړې نو که هرڅومره دې نور شرايط اوارکان برابرهم وي لمونځ دې دمنلوندى،هغه چې په بيت لخلا او استنجا کې ورته مخ کول خوپرېږده آن پښې غځول اولاړې توکول يې هم خواته منع دي.
هغه چې په ژوند اوويښه هم ورته مخ کوو ،خوب موهم همدې خواته دى ،او له مړينې وروسته په قبر کې هم همدې خواته مخ اړوو.هغه ځاى چې ټول ساکښان يې هم تعظيم اوتکريم پيژني او آن توتکۍ يې هم له فيلانو ساتي.
له ننوتلو سره سم ژړاګانې دومره ډېرې لوړې شوې چې تلبيه يې تر شعاع لاندې راوسته مخامخ راته دکعبې خونه وه ، په همدې نيمه شپه کې لدې شمعې څخه زرګونه پتنګان تاوېدل پرټولوداسې کيفيت او دجذب حالت راغى چې دتشرېح لپاره يې الفاظ او دبيان لپاره يې لار نلرم.
سترګې مې پر کعبه ګنډلې وې خوزړه مې باور نه کاوه چې زه به اوس دهغې ليلا وصل ته رسېدلى يم چې ميليونونه مجنونان لري، دوه سترګې مې څلور ،څلور مې اته،اواته مې شپاړلس کړلې په غټو غټومې وروکتل.
نور نودتاب متره نه وه،ماهېڅکله هم فکر نه کاوه چې زما کاڼى زړه به هم کله نرم شي ژړا اوسلګۍ خوپرېږده. خوهلته کيفيت او حالت داسې وي چې دکاڼي زړه خو لاڅه چې آن له الماسو هم موم جوړوي .
يو وخت مې چا پر اوږه لاس کېښود. بس کړه ځه چې ملګري طواف ته ښکته شول بيا يې موندلى نشو .
ماهلته داسې ځوانان هم په کريکو وليدل چې که دمادي غم غرونه يې هم په سر کېښودل شي ښايي ورمېږ يې کوږ او سترګې يې لمدې نشي.
طواف مو په مطاف کې پيل کړ ،زموږ طواف دعمرې وو، په لومړيو درې شوطو(دورو) کې موبايدرمل(اودپهلوانانوپه څېر منډه او اوږې پورته پورته )کړې واى،خودبيروبار له کبله داکارناشونى وو،دمنډې خو پرېږده آن دعادي تګ امکان هم نه وو ،ډېر ورو ورو روان و کله کله به موهسې اوږې پورته پورته کړې کله به مو چور هېر شول ،طواف مو دژړا او انګولا په بدرګه وکړ،زما سترګې له کعبې نه اخوا کېدلې ،له دې کتو مې داسې خونداخسته چې محسوسېده خو دکيفيت بيان يې نشم کولى. له طواف څخه چې فارغ شو نو لومړى ځل وو چې پخپله مې د زمزم اوبوته ګيلاس ونيوه هملته مطوف کې ورتاو شو ښې ډېرې اوبه مې وڅښلې موږپه رښتياناديده وو په خونديې نه مړېدو، دوه رکعته لمونځ مو وکړ،وروسته مولنا دصفا او مروه ترمنځ سعې ته روان کړو.
ماداسې انګېرله چې صفا او مروه به له کعبې لېرې وي ،سپېرې غونډۍ به وي دخوړ لپاسه به پول وي په دې پول کې به چېرته دوه شنه راډونه وي چې دمنډې ځاى ښيي خو داسې نه وو له مطاف څخه دکعبې دهغې دروازې خواته چې دصفا ددروازې په نوم يادېږي په زينه راوختو، دا دطواف دپيل او پاى زينه ده څوقدمه چې وړاندې لاړو لاد کعبې له محوطې بهر نه وو وتلي چې مولنا يوې پر مرمروپوښلې لوړې ته بوتللو ويې ويل يې دادصفا غونډۍ ده دا وړاندې شنه راډونه دي او هغه بل خواته همداسې لوړه ده هغه مروه ده.
تاسې موسعې وکړئ زه همدلته درته ناست يم يواځې د صفا او مروه په اړه ،نه بلکې په ټوليزډول د کعبې او دحج د مناسکو د ټولوځايونو په اړه زمااټکل بل ډول وو.
صفااو مروه او ددوى ترمنځ د تګ راتګ لارې خو دومره ښکلې او په عصري ساختماني موادو اونقشې جوړ شوي چې دافغانستان ارګ ورسره سيالي کولى نشي.
سعى د حج او عمرې له واجباتوڅخه ده او تر تيب يې داسې دى چې لومړى به دصفا په لوړه ودرېږې (صفاپخواغونډۍ وه او دوخت په تېرېدواو دحکومت په هڅو اوس دکعبې له سطحې لږه لوړه پاتې نوره ختمه ده )
دلته به مخ کعبې ته کړې ځانګړې دعا به کوې بيابه دمروې خواته حرکت وکړې کله چې شنه ميل ته ورسېږي نو له دې شنه ميل څخه به تر بل شنه ميل پورې منډه وکړې ،داميليونه صفاته نږدې دي کله چې مروې ته ورسېږي نو هلته به هم ودرېږي مخ به کعبې ته کړې دعابه وکړې او دصفا په لوربه راروان شې، دسعې لپاره صفاته دتللو لار بېله او مروې ته بېله جوړه شوې ده ،ددواړو لارو ترمنځ دوه کوچنۍ نوري لارې هم شته ده .کله چې شنه راډ ته راورسېږې نوتر بل شنه راډ پورې به منډ وکړې،دصفا او مروه ترمنځ اوه ځله تلل راتلل سعې ده هرځل به هم په صفااو هم په مروه کې ودرېږي مخ به کعبې ته کړې دعابه وکړې له صفا څخه مروې ته اوله مروې څخه صفاته پر دواړو لارو دواړو خواووته دوه دوه شنه څراغونه چې راډ ته ورته دي اود فقهې په کتابونوکې ورته ميلين اخضرين ويل کېږي نصب شوي دي.
سعې مو وکړه څوک ژر اوڅوک لږناوخته فارغ شول .
په دوه تنو ديو سل او شپېتو حاجيانو سرخرييل
اوس راته يو دسر خرييل پاتې وو چې له احرامه ووځو اوخپلې جامې واغوندو .
مولنا موږته وويل چې دلته سرونه مه خرېيئ ځکه چې نايان لس پنځلس رياله اخلي ،هلته په عماره کې هلکان شته که پنځه پنځه رياله ورکړئ ښه په راحت به يې درته وخريي موږ هم هلته سرونه ونه خرېيل نا بلدي هم وه خو چې عماروته راغلو دمجيب اونعمت په نوم دوه افغان هلکان وو او موږله يوسل اوشپېتو تنوډېر ووفکر مووکړ چې که دوى ته انتظار کوواونوبت ته کېنو ښايي ډېر وځنډېږو مولناته موهم غوسه راغلله چې ولې يې غلط وپوهولووروسته پوه شو چې مجيب دمولنا اوښى اوله نعمت سره يې هم دخپلوئ کومه اړيکه وه ده غوښتل داپيسې ددوى په جېب کې ولوېږي .
ماملګروته مشوره ورکړه چې راځئ خپله يودبل سرونه وخرېيو. لومړى زه يوه ملګري ته چې لامې نه پېژانده کېناستم اوسر يې راته وخرېيه،داوېښته ماپنځلس کاله نه ووخرېيلي او په همدې هيله مې ساتلي وو چې دا به په حج کې خرېيم،او الله ج مې داهيله تر سره کړه،درې نيمې بجې له عمرې فارغ شو،احرام موووېست، جامې مو واغوستې. څه ملګري ويده شوه ځکه چې ډېر ستړي وودشنبې شپه ،دشنبې ورځ ديکشنبې شپه ټول په سفر او ګرځېدو تېرشول خو زه بېرته حرم ته لاړم لار اسانه وه پر سړک بياهم خلک نه ځايېدل ،لمانځه ته وخت کم وو لاندې په مطاف کې دطواف اجازه نه ورکول کېده تهجد مو وکړل او په کعبه کې په جماعت دلومړي لمانځه وياړ راپه برخه شو.
په مکه کې لومړۍ ورځ اوددوستانو ليدل
سحر له لمانځه وروسته مې طواف وکړ بيا مې خپل ماما حبيب الرحمن استاد ته ټېليفون وکړ، هغه هم په حرم شريف کې ووهغه له ماڅخه د يارلس ورځې وړاندې تللى وو،دحرم شريف په حوېلۍ کې د ساعت له يو کوچني برج سره مو وعده وکړه زه چې ورغللم هغه هلته تيار ولاړوو. د يو بل په ليدلو ډېر خوښ شو له سلام او ستړي مشي وروسته له هغه سره دهغه اطاق ته روان شوم له حرم څخه ورته ٣٥دقيقې پلى مزل وو،دده په ليدو مې ټوله ستومانتيا ووته ،له هغه سره مې د سحر چاى وڅښه دکور او کلي د خبرو تر څنګ يې په مدينه منوره او مکه معظمه کې دخپل ديارلس ورځني ژوندپه اړه هم معلومات راکړل،ويل يې چې مدينه منوره ډېر ښکلى او پاک ښاردى، ښه هوا،ښه فضا،پراخ سړکونه ،پراخ چاپېريال نسبت مکې ته ارزاني ،پکې شته ده د نبوي مسجد ډېره ستاينه يې وکړه. حبيب الرحمن استاد زما ماما او ترما کوم شل کاله مشر دى خو ټول عمر موسره يو ځاى تېر کړى دى د سکه مشر ورور په څېر يې له موږ سره چلند کړى لکه چې کور ،ګټه او تاوان مو يو وي.
ده راته وويل چې زموږ کليوال غلام دستګير، حاجي شېرزمان او شېر زموږپه خواکې په ١٣٢عماره کې اوسي هلته ورغلو خو دعمارې عرب څوکېدار دننوتلو اجازه رانکړه ،ماما مې خپل ملګري ډاکټر عبدالقدير ته چې په مدينه منوره کې ورسره د اطاق ملګري او د ننګر هار ولايت دسره رود د ولسوالۍ دفتح ابآد(فتيوات) اوسېدونکى دى ،ټېليفون وکړ هغه هم په همدې عماره کې اوسېده، ډاکټر عبدالقدير راښکته شو،لومړى يې خپل اطاق ته بوتللو هغوى کبان پاخه کړي وو خو موږ ماړه ووهسې مو يوه مړۍ ورسره و اخسته خوډېر خوندور وو.
له هغوى څخه د شېرزمان دوى خونې ته لاړو.
په دې خونه کې يو حاجي شېرزمان و چې دسره رود ددوه سرکې اوسېدونکى دى تر ما ډېر مشر دى خو انقلابى مجاهد او په وينا يې موحد سړى دى ،زموږ دوستان دى ملګرتوب مې هم ورسره دى په کابل او پېښور کې په يوه مېنه کې اوسېدو.
غلام دستګير زموږ کليوال ډېر نېک سړى له ښو اخلاقو او اوږدې ږيرې يې د شيخ لقب ګټلى .
دابل شېرزمان زموږ قومي اوعزيز دى،زما ترور زى هم دى،ښايي کوم کال له ماکشر وي،په سر خرود کې زموږ او دوى تر منځ يو خوړ دى.
له نېکه مرغه ددوى خواته ګلاجان هم راغلى وو ګلاجان ددې کشر شېرزمان مشر ورور دى، هغه هم له يو شرکت سره تر دوى وروسته او تر مامخکې راغلى وو او حرم ته نږدې په يوه عماره کې اوسېده.
يوساعت بنډار مووکړ يوولس بجې شوې، ټول حرم شريف ته دماسپښين د لامنځه لپاره ولاړ شو، ماسپښين لمونځ په پاو باندې دولس بجو اداکېده،خو له لمانځه او جنازې چې تر څو غارفېدلو نو يوه بجه وه .
له لمانځه وروسته خپل اطاق ته لاړم ډوډۍ مو وخوړه زموږ په اطاق کې يو شنه غالۍ، درې تخته، پر هر تخت يو غټ اسفنج ،درې کوچني بالښتونه يوه بړستن يوه روجايي ،يو ايرکنډېشن يو پکى دوه راډونه وو. زما داطاق ملګرى دهرات ښار اوسېدونکى مولوي محمود احمدي وو احمدي دهرات په محکمه کې قاضي هم وو موږچې په کومه عماره کې اوسېدو، داڅلور پوړه وه په هر پوړ کې دوه دوه اپارتمانه او په هر اپارتمان کې دوه خونې، يو کمود ،يوتشناب له تفت سره ،يود لاس وينځلوځاى (دستشوى) له نغر يو او لوازمو سره يو پخلنځى او يو فريج (يخچال)وو.
سعودي له نېستمو سپين ږيرو، دافغانستان پورغواړي
موږچې کله له هرات څخه را تللو نو په الوتکه کې دځاى د نه شتون له کبله شرکت يو ويشت تنه په بله الوتکه کې کابل ته را ولېږل چې له دې ځايه په بله الوتنه کې جدې ته راشي،دوى ته ويل شوي وو چې تاسې به په کابل کې نه ايسارېږئ له يوې الوتکې به ښکته کېږئ او بلې ته به خېژئ آن له تر مينل څخه به هم نه وځئ خو هلته يې يوه شپه او يوه ورځ ځنډولي وو. دوى له موږڅخه شپږ ويشت ساعته وروسته مکې معظمې ته راورسېدل، په دوى کې له څلور تنوسپين ږيرو پښتنو بادغيسيانو څخه په جده کې د سعودي حکومت سړي سر دولس سوه رياله اخستې وې، اوورته يې ويلي ووچې شرکت يا حکومت ستاسو خاک پولې يادخدماتو پسې ندي تحويل کړي، سره له دې چې شرکت له دوى پوره پيسې اخستې وې،دابېچاره ګان نالوستي اوناګرځېدلي خلک ووخپل حق يې هم نه شو غوښتلى خوماددوى مظلوميت زغملى ونه شو،دشرکت مسؤول سيدنصير مې اړ کړ چې ددوى دحق پوښتنه وکړي.
خوهغه سباشپه راته وويل ،چې دى په جده کې دسعودي اړوندو چارواکيو ته ورغى او ددوى پيسې يې ترې وغوښتې خو هغوى ورته وويل چې ستاسو حکومت(افغانستان)زموږ پنځه ميليونه ډالره پور وړى دى ،موږ چې څه نه وايو تاسوخويې بيخي مه وايئ او پيسې يې رانکړې،ماورته وويل چې داکوم انصاف اوعدالت دى،چې سعودي حکومت پر افغان حکومت پخپل پور کې دڅلور تنو بېوزلو،سپين ږيرو،بې خولې او بې ژبې پښتنو بادغيسيانو څلور زره او اته سوه رياله ايساروي؟
،پوه شوم چې غلا هرومرو ياپه دوى کې ده او يا دافغان حکومت په چارواکيوکې ،سيدنصير مې بياهم پرېنښود ورته مې وويل چې:داخلک مظلوم دي ځه چې زه اوته د بعثې دفتر ته ورشو زه هلته ډېر دوستان لرم ،دهغوى په واسطه به ددوى حق را ژوندى کړو.
هغه هم په ښکاره را سره ومنله خو په نن او سبا يې تېر وېستم.
په کومه شپه چې نوي يوويشت تنه حاجيان راغلل نو په سبايې سيد نصير زموږ خونې ته راغى ويې ويل يې چې ستاسو خونه درې کسيزه ده نو که خوښه مو وي يو تن ښه درونداو لوستى سړى به درته راولېږم . ساعت به مو ورسره تېر وي،موږ هم ورسره ومنله ، يو تن پوخ سړى يې راووست ويل يې دى ډګروال عبدالسميع دپنجشېر اوسېدونکى دى،سمېع خپل کلى رخه وښود.
حاجيانوبه خپله ځان ته خواړه پخول ،ځينوبه دسحر چاى ناوخته نهه ،نهه نيمي بجې وڅښه ،بيا به يې غرمه نه ،بلکې دشپې به يې خوړله ،ددوى ډوډۍ دوه وخته وه،ددې کار ګټې اقتصاد اودوخت سپما هم وه ،دکاسو چمچو له ډېرو وينځلو هم خلاص وو،عبادت ته هم اوزګارېدل،او غوښتل يې چې خپل نفس هم ذليل کړي،ځکه چې مړه ګېډه خوب راولي،بدن ورسره دروند او نا ارامه وي، ښه عبادت (لمونځ ،طواف،…)نه کېږي.
خو زموږ ډوډۍ پر شرکت وه،موږبه درې وخته اوښه ډوډۍ خوړله، څوځله داسې وشول چې ماسپښين لمانځه ته راغلم نو بياتر ماسخوتن خونې ته لانه ړم چې غرمنۍ به رانه پاتې شوه، نورو ډېرو حاجيانو به همداسې کول.
صفا اومروه.
صفا
دايوه کوچنۍ غونډه ده چې دصفا او مروه ترمنځ دسعې پيل هم ترې کېږي دادکعبې دخونې په يو سل اودېرش مترۍ کې سوېل ختېځ ته پرته ده خو دکعبې په اوسنۍ ودانۍ کې دننه ده اوس ددې غونډۍ په سر يو ګنبد ډوله چت دى .
مروه.
دهم يو کوچنۍ غونډۍ ده ددې دتيګې نوم مروه ده چې سپين ته مايل رنګ لري اوډېره کلکه ده ،داغونډۍ د کعبې له شامې رکن څخه شا وخوا درې سوه متره لېرې شمال ختېځ ته پرته ده سعې يااوم شوط همدلته پاى ته رسېږي .
مسعى
دصفا او مروه تر منځ د تګ راتګ (سعې)لارته مسعى ويل کېږي صفا او مروه دوه غونډۍ وې. ددواړو غونډيو ترمنځ ٣٩٤.٥متره مسافه ناهواره لوړه او ټيټه وه ،له شګو او کروت کاڼو ډک د پنځوس متره سور په اندازه خوړ هم پکې وو دتاريخ په بېلابېلوپړاوونوکې داځاى هوار ،ترميم او جوړ شوى دى ،يووخت داځاى له بيت الله څخه بېل وو او دواړو تر منځ دوکانونه او ودانۍ وې خو په بېلابېل وخت کې چې دبيت الله دپراختياپروژې عملي شوې نودا ساحه هم په بيت الله کې راغله اوس خودبيت الله حويلۍ له صفا او مروه څخه هم ډېره وړاندې تللې ده. دبيروبار دکموالي او دخلکود اسانتيالپاره د صفا اومروه تر منځ سعې ته څلور لارې جوړې شوې دي يوه ځمکتل (زېرزميني) کې ،يوه دځمکې پرسطحې ، بل دوهم او بل دريم منزل څلور واړه پوړه په ډېر ښکلي ډيزاين، ډېرو قيمتي ساختماني توکيو په عصري او پرمختللي ډول په ډېر جذاب اومناسب رنګ جوړ شوي دي. له صفا څخه مروې ته دتللو په ډېرو قېمتي مرمروپوښل شوې لار بېله ،له مروې څخه صفاته د راتللو همدا ډول لار بېله او په منځ کې دناروغانو او ويلچيرانو (دناروغانو دبايسکلونو)دوه لارې بېلې دي پر هر لار دزمزم داوبودوه ځايه دي چې په هر ځاى کې شاو خوا لس نلکې دي او په يووخت کې ترې شاوخوا څلوېښت تنه اوبه څښلى شي ،دمسعى د هر منزل سور شل متره دى د لومړي منزل لوړوالى ١١،٧٥او ددوهم ٥،٨متره دى، اوس په لکونو حاجيان دلته په يو وخت کې سعى کولى شي.
هر پوړ ته پراخې پراخې عادي او برېښنا يې زينې (پوړۍ) اولفټونه ختلي دي ،دهر پوړ ټول مساحت ٧٨٩٠متره مربع دى برېښنا يې زينې د باب الصفا(دصفا دروازې )بهر او لفټونه يې دننه دي.
دصفا او مروه تر منځ له عامو دروازو پرته اوه داسې پلونو ته ورته لارې دي چې هغه خلک پرې تګ راتګ کوي،چې له بهر څخه نېغ حرم ته تلل غواړي له دې لارو تلل د سعې کوونکيو د مزاحمت مخه نيسي.له دريم پوړ پرته په نورو پوړونوکې پکي او دومره ايرکنډيشنونه دي چې دسعودي په ګرمۍ کې خلک پکې يخ نيسي،لسګونه قنديلونه پکې ځوړند دي.
له بهرني صحن څخه صفا دراوزه د کعبې لسمه دروازه ده چې تر مروه پورې دا شمېره يو دېرشمې ته رسېږي په دوى کې هوايې پول ته د ورته لارو دروازې هم شمېرل کېږي په دې منځ کې مشهورې دروازې باب الصفا ،باب بني هاشم ،باب علي ،باب العباس،باب النبى،باب السلام،باب بني شېبه،بآب الحجون ،باب المعلاة ،باب المدعى اوباب المروه دي او دصفا او مروه له منځ (مسعى)څخه دکعبې صالون يا مطاف ته مشهورې دروازې باب مراد ،باب المحصب او باب عرفه دي.
مروه تر ١٤١٧هجري سپوږ ميز پورې غونډۍ وه خو له همدې کال څخه تر ١٤٢٣داغونډۍ هواره شوه اوس دتيګوکلکه لږه نښه پاتې ده پرسر يې دموم په څېر سپين ته ورته ژېړ مواد پراته دي،چې پښې هم نه خوږو ي او انسان پرې ښوېېږي هم نه، دصفا له غونډۍ شيشه يي کټاره تاوه ده.
دصفا اومروه تر منځ له شنو راډونوسره دعباس ابن عبدالمطلب کور وو ، تر١٣٧٦هـ سپوږميزکال حکومتونو ترميماوه خو په همدې کال يې دصفااومروه دپراختيا لپاره ونړاوه.
اخبار مکه دفاکهي ،دتاريخ مکه په حواله
اهل کتابوداسې عقيده درلوده چې داساف په نوم يوتن نارينه له نائلي نومي ښځې سره په کعبه کې ناروااړيکې ونيولې چې الله ج دواړه مسخ او تيګي ترې جوړې کړې خلکو هم د عبرت لپاره اساف د صفا اونائله د مروه په غونډۍ کېښودل .
دوخت په تېرېدوسره خلکو ددې دواړو بتانو عبادت پيل کړ او دايې محترم بلل،د جاهليت (ناپوهۍ)په پير کې،هم خلکو د صفااو مروه تر منځ سعى کوله داسلام د رڼا په خپرېدلو سره هم خلکو داسعى کوله خوځينو داګومان کاوه چې ګويا داسعى دهمدې بتانو (اساف او نائلې )له کبله ده او دا دود بايد بند کړل شي.
الله ج دهمدې شک دله منځه وړلو لپاره وفرمايل چې ((ان الصفا والمروة من شعائرالله…) يعنې يقيناً صفا او مروه دالله ج له نښو څخه دي )) البقره ١٥٨
دصفا او مروه تر منځ سعې د حج يا عمرې له واجباتو څخه او دحضرت ابراهيم او حضرت هاجرې سنت دي ،رسول الله ص هم دا ابراهيمي سنت اداکړيدي.
دبخاري په باب احاديث الانبياء کې له حضرت ابن عباس څخه روايت دى چې رسول الله ص فرمايي: حضرت ابراهيم ع خپله مېرمن حضرت هاجره او خپل زوى حضرت اسمعيل راوستل اودواړه يې دکعبې ترڅنګ له يوکڅوړې خرما او يو مشک (زي)اوبو سره پرېښودل په دې وخت کې حضرت اسمعيل ع تى خوره کوچنى وو او په مکه کې نه کوم کلى و اونه کوم کور يا ښار.
کله چې حضرت ابراهيم له دوى دواړو څخه روان شو نو حضرت هاجرې ترې په حيرانتيا وپوښتل چې ته موږ پردې سوځنده ،بې اوبو ،بې وښو اوبې څوکه دښته کې ولې پرېږدې ،خو حضرت ابراهيم ځواب ورنکړ کله چې حضرت هاجرې څوڅوځله داپوښتل او حضرت ابراهيم ځواب ورنکړ نو حضرت هاجرې ورته وويل آيا داد الله ج حکم دى؟ هغه ځواب ورکړ هو.
دده داځواب حضرت هاجرې ته دغره په څېر ډاډ وو، ورته يې وويل کله چې داد الله ج امر دى نو باور لرم چې هغه به موږ وساتي .
حضرت ابراهيم لږ اخواپه داسې ځاى کې چې حضرت هاجرې نه ليد ه ودرېد مخ يې قبلې ته کړ او دادعا يې وکړه ((ربنا انى اسکنت ….))يعنې(( اى زموږ ربه ماخپل اولاد په بې وښو (اوبې کروندې) دښته کې ستادعزتمن کور تر څنګ پرېښود اى ربه ددې لپاره چې لمونځ وکړي نودخلکو زړونه ددوى خواته راواړوه او هغوى ته له مېوو څخه روزي ورکړه چې ستامننه وکړي )) دحضرت ابراهيم له تللو وروسته هاجرې خپل زوى ته تى ورکاوه او هماغه اوبه او خرمايې کارولې خولږ وروسته له تندې سره مخ شول،حضرت هاجرې به چې معصوم اسماعيل ته وکتل نو خفه او وارخطابه شوه با لاخره تاب ورنغى، نږدې غونډۍ صفا ته پدې هيله ورو ختله چې ګوندې څوک وويني او اوبه ترې وغواړي خو ،په دې سوځنده اووچه دښته کې هېڅوک هم نه وو، له هغه ځايه راښکته شوه او دمروه په لور لاړه کله چې له صفا ښکته خوړ ته ورسېدله نو حضرت اسماعيل ع يې له نظره پناشو نو له دې خوړ څخه په منډه تېره شوه ، چې حضرت اسمعيل وويني ،هسې نه چې کوم ځناور زيان ورته وا ړوي،مروه ته ورسېدله هلته يې هم څوک ونه ليد اوه ځله د صفا او مروه تر منځ لاړه او راغله او په دې خوړ کې يې منډې کوله(ددې خوړ په ساحه کې اوس شنه راډونه دي او دلته اوس هم حاجيان منډه کوي.)په اوم ځل چې مروه ته وختله يو غږ يې واورېد،باور يې هم نه راته،خو فکر يې کاوه چې کوم کس دده مرستې ته راغى بيايې غوږ ونه څک کړل،ګوري چې يوه پرښته پرځمکه خپل وزر وهي چې له دې ځايه د اوبو چينه راووته، هاجره راغلله له دې چينې څخه يې د حوض په څېر کوچنى دېوال ددې
لپاره تاوکړ چې اوبه ونه وځي ،دتحصيل په دوران کې مې چېرې لوستې وو چې دالله رسول فرمايلي دي الله دې پرهاجرې ورحمېږي اوبوته يې زم زم ( ودرېږه ودرېږه په عبراني ژبه )، وويل او ددې له غوښتنې سره اوبه ودرېدلې که هغې اوبوته زم زم نه وو ويلي نو په مکه کې به له دې اوبو نهر روان شوى وو.
ځينو خلکو بيا له دې کيسې سره اسرائيليات يوځاى کړي،داسې کيسه يې جوړه کړې چې حضرت ساره د حضرت ابراهيم ګرانه مېرمن او دهغه د تره لوروه او هاجره يې ازاده وينځه په نکاح کړېوه ددواړو بنو يوځاى ګوذاره نه کېدله ،حضرت سارې په حضرت ابراهيم زور راووړ چې هر ډول کېږي له دې بنې او بنتون څخه به يې خلاصوي هماغه وو چې حضرت ابراهيم ع بې له دې چې هاجرې ته څه ووايي هغه له شام څخه حجاز ته را روانه کړه او دلته يې بې هرډول توښې او هر ډول سرپنا او سر پرسته پرېښودله.
داپه يو اولوالعزمه رسول بهتان دى يو اولوالعزم رسول خوپرېږده چې هېڅ عاقل انسان به له خپل اولاد اومېرمنې سره داسې کار ونکړي.
لکه څرنګه چې په پورتني حديث کې هم راغلي حضرت ابراهيم داکار يواځې او يواځې د الله ج په حکم او دهغه د رضا لپاره وکړ او حکمت يې هم ښکاره دى الله ج ددوى په واسطه هلته د يو لوى تمدن بنسټ کېښود،ابادۍ وشوې، دحضرت ابراهيم ع دعاقبوله شوه، الله ج په ټوله نړۍ کې د خلکو زړونه کعبې ته ور مات کړل. نن سبا له ټولې نړۍ څخه هر وخت خلک کعبې ته د حج او عمرې لپاره ځي، د زمزم پر اوبو ځان خړوبوي ،او ابراهيمي ،اسماعيلي او د هاجرې سنت عملي کوي.
له هماغه وخت را هيسې کعبه د خلکو قبله ده او د ابراهيم ،اسمعيل او هاجرې په قدموقدم ږدي ،دهغوى په تقليد قرباني کوي دهغوى په تقليد شيطان ولي او …..
نن هر کال ميليونونه خلک د کعبې د زيارت په اړه د حضرت اسمعيل غږ ته لبيک وايي،او په دې وچه ،سپېره بې وښو او بې اوبو دښته کې د نړۍ ټولې مېوې په هر موسم کې موندل کېږي .
له صفا غونډۍ سره داسلامي تاريخ ډېرې پېښې تړلې دي، دبېلګې په توګه کله چې الله ج خپل رسول ته امر وکړ چې خپل نږدې دوستان ووېروه (شعراء٢١٤)نوهغه دصفا غونډۍ ته وخوت او خپل قوم په ځانګړې توګه فهر او عدى يې را وبلل ورته يې وويل که زه تاسو ته ووايم چې د دې غونډۍ له شاه ددښمن يو لوى لښکر را روان دى او پر تاسو د بريد نيت لري نو تاسو به زما پرخبره باور وکړئ؟،هغوى ورته وويل هو ځکه چې موږ له تا هېڅکله هم دروغ ندي اورېدلي هغه ص ورته وفرمايل نو زه موله يو سخت عذاب څخه وېروم چې ډېر ژر راتلونکى دى ابولهب ورته وويل چې (معاذ الله) خداى دې خوار کړه آيا د همدې لپاره دې راوبللو،چې بيا دا ايت نازل شو (تبت يدا ابي لهب ……)
بخاري له ابن عباس څخه.
حضرت عبدالله ابن عباس فرمايي چې قريشو رسول الله ص ته وويل ته خپل رب ته دعا وکړه چې دادصفا غونډۍ سره زروګرځوي، که داکار وشو موږ ايمان راوړو، خوحضرت جبرائيل ع، رسول الله ص ته د الله ج دسلام له رسولو وروسته وويل که داکار هم وشي نو دوى ايمان نه را وړي که ته غواړي زه به داکار وکړم خو که بياهم ايمان رانه وړي نو زه به سخت سزا ورکړم.
خوکه ته غواړې همداسې يې پرېږده زه به د خپل رحمت او توبې دروازې ورته خلاصې پرېږدم رسول الله ص هم ورسره په همدې توافق وکړ.
له همدې صفا سره ابوجهل د رسول الله ص بې احترامي وکړه او حضرت حمزه يې ډېر ژر غچ واخست.
سعود کورنۍ او حرمين
له شک پرته دسعود کورنۍ واکمنان ډېرې سياسي او شخصي نيمګړتياوې لري داکورنۍ مسبتده اودکتاتوره ده ،خپل ولس ته نه دبيان ازادي ورکوي ،نه دنظردښکارولو، لاريونونو اونه دغږ لوړولو حق، دحکومت پر درې ګونو قواوو حاکمان دي،په ټولو لوړو څوکيو همدوى ناست دي،ولس ته په دولت اوحکومت کې کارنده ونډه اولوړ مقامونه نه ورکوي، پر سعودي او سپېڅلې خاوره يې امريکايان حاکمان کړي او ددوى ته يې نظامي هډې ورکړې دي.
دې موضوع ته وروسته راځو خوله دې ټولو نيمګړتياوو او کمزوريو سر ه يې حرمينوته پرخدمتونو سترګې پټول ناځواني او بې انصافي ده،دوى حرمينوته نه هېرېدونکى خدمتونه وکړل، ددوى خدمتونه، حاجيانوته برابرې کړې آسانتياوې او دحرمينو ظاهري اوباطني ښکلا ماليدلې او په هره برخه کې مې يادښتونه هم اخستي دي خو زما معلومات کافي هم ندي او په ځينو برخوکې دحرم دمتواګانواو مستخدمينوله خولې دي چې شمېرې ،نېټې کرکټرونه او،،،،،يې ډېر دقيق بللى نشم، دحرم دمعلوماتو څانګې ته ورغللم خو هغوى ددومره معلوماتو راکولوته چمتو نشول، په دې اړه تکړه ليکوال او هڅاند ورور ښاغلي عبدالملک همت په خپل کتاب (زموږ دقبلې تاريخ)کې دسعودي کورنۍ دخدمتونو په اړه ځينې معلومات راټول کړي دي، دده مراجع او ارقام دقيق دي،خو دده لخوا دمعلوماتو له راټولوهم لس کاله تېرېږي. پدې لسو کالو کې په حرم کې ډېر بدلونونه او پرمختګونه راغلي ډېر کارونه شوي دي زه لومړى د ښاغلي همت معلومات را لېږدوم،وروسته به په خپل يون کې چېرې چې زه ګرځم په خپلو ليدلواواورېدلوکې تاسودرانه لوستونکي له ځانه سره و ګرځوم.
دملک عبدالعزيزپه پير کې دمسجدالحرم بيارغونه
(کله چې ملک عبدالعزيزبن عبدالرحمن الفيصل آل سعود په ١٣٤٣ هـ س کال پر حجاز واکمن شو يو کال وروسته يې دمسجدالحرام د ودانولو اراده څرګنده کړه،نو هغه وو چې دمسجدالحرام د هغه مهال د اوقافو مدير دمسجدالحرام په بيا جوړولو ،ترميم او اصلاح لاس پورې کړ،چې داترميم دهمدغه کال د حج د موسم تر رارسېدو پاى ته ورسېد.
بياپه ١٣٤٦ هـ س کال ملک عبدالعزيز آل سعود دټول مسجد الحرام دباندې برخې دبياودانولو امر صادر کړ او داکار يې شيخ عبدالله دهلوي ته وسپاره ،کوم چې دزبيدې دچينې په کارولو کې يې څوکلونه زيار اېستلى وو او په دې هلکه يې ښه کر جوت شوى وو.
عبدالله دهلوي د مسجد الحرام دبيا رغولو ټول لازم مواد برابر کړل او له هغو کسانو څخه يې مرسته وغوښته چې دزبيدې د چينې په آبادولوکې يې دده سره مرسته او کار کړى وو داکار نوموړي دهمدې کال د ددوهمې خور په مياشت کې پيل کړ او دمسجدالحرام په هره برخه کې يې ترميم،اصلاح تزئين او نوى والى راووست.
لومړني کارونه -۲۸مه برخه
د١٣٧٥س کال ددوهمې خور پر څلورمه داجيادو اومسعى په سيمه کې دبرېښنا او ټېليفون مزي او د اوبو پيپونه لېرې کړى شول،بياددغو ځايونوکورونه او دکانونه ونړول شول.
بيادمطاف ودانۍ چې په هغوکې د زمزم داوبو دالان وو،ونړول شوې،اوورپسې دنورې ودانۍ تهدابونه وکيندل شول.
دبنسټ دډبرې ايښودل او دکار پيل
دهمدغه ٣٥٧ ١هـ س کال د برات دمياشتې پردرويشتمه دپنجشنبې په ورځ د باب ام هانى مخې ته يوه ستره غونډه جوړه شوه چې په هغې کې ملک سعود بن عبدالعزيز،دولتي چارواکيو،ديني مشرانو او داسلامي هېوادونو ځينو استازيوګډون کړى وو،په دې غونډه کې ددغې سترې ودانۍ د بنسټ ډبره د مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه،او کار يې پيل شو چې ددې سترې پراختيايي او ودانيزې پروژې دکار په پايله کې دسيلونو د اوبو سوبې له حرم څخه جنوبي لوري ته تر مځکه لاندې ودانې شوې ،دمسعى دوه پوړيزه ودانۍ ،دمسجدالحرام زېرزميني برخه ،دمسجد الحرام سترې دوه پوړيزې برنډې ،ددغوبرنډو څلورشپېته دروازې ،دمسجدالحرام اوه منارې دمسجدد برنډو دوهم پوړ اوبام ته اوه زينې جوړې شوې،دمطاف غولى پراخ او روغ شو، دزمزم اوبو دڅا تاسيسات ترمځکه لاندې جوړ شول،دمسجدالحرام په بېلو بېلو برخوکې دزمزم دڅښلوداوبوسبيلونه په کار واچول شول،دمسجدالحرام شاو خواترمځکه لاندې داوداسه تازه کولو اوځان مينځلو ،تشنابونه او ځايونه جوړ شول،دمسجدالحرام دباندې پنځه عام غولي ودان شول،اودصفا اومروه څخه دقراره او شاميه محل په منځ کې نوى سړک ودان شو.
دمسجدالحرام دپراختيا او نوې ودانولو دغه کار(٢٠)شل کاله دوام وکړ او په ١٣٩٥س کال بشپړ شو،چې ددې پراختيا او ودانۍ په پايله کې ددغه مسجد ساحه له (٢٨٠٠٣)مربع متروڅخه (١٨٠٨٥٠) متره مربع شوه،اوپه يو ه وخت کې د(٤٧٠٠٠)تنولمونځ کوونکيو پرځاى (٣١٣٠٠٠)تنو لمونځ پکې وکولاى شي.
دکار بشپړتيا او څه نور تکميلي کارونه
ددې پراختيايي کار په ادامه کې د کعبې او مسجدالحرام ځينې نور ترميماتي کارونه هم تر سره شول،او دمقام ابراهيم دنوي جوړولو له امله مطاف نور هم پراخه شو،ځکه پرهغه باندې پخوا لويه ودانۍ ولاړه وه چې بيا په اوسنۍ قبله بدله شوه.
دپراختيا دغه کارونه لانه و ختم شوي چې دملک فهد بن عبدالعزيز دور را ورسېد دده په پېر کې په دغو پراختيايي کارو پسې مطاف په سپينه مر مر ډبره فرش شوددې ډبرې ښه ځانګړنه داده چې په ډېره سخته تودوخه کې هم پرهغې پښې نه سوځي او يخې وي.
دغه راز په ١٤٠٦س کال دملک فهد ددغې پراختيا په ادامه حکم ورکړ چې دمسجدالحرام د ودانۍ بام دې هم د لمونځ کوونکيو لپاره جوړ شي ،چې په دې ډول دمسجدالحرام پربام باندې دڅلور اتيا زرولمونځ کوونکيو لپاره نور دلمانځه ځاى زيات شو،ورپسې ملک فهد دمسجد الحرام د ودانۍ دباندې دپنځو خپله خوځندو (خپله تلونکيو راتلونکيو ،اتومات)زينودجوړولوحکم وکړ له دغو زينوڅخه چې پر يوې يې (٣٧٥)مربع متره مځکه نيولې ده حاجيان د ازدحام پرمهال پر عامو زينو سربېره کار اخلي له دغو زينو څخه بنسټيزه موخه او مقصد په ځانګړې توګه دادى چې دضعيفو وګړيواو کوچنيانو لپاره لومړي پوړ او بام ته دختلو اسانتياوې برابرې شي، د مسجدالحرام دفهد دپراختيا پرمهال دوې نورې خوځنده زينې دمسجدالحرام لومړي پوړ اوچت ته جوړې شوې،دغه زينې چې زنګ يې نه وهي اودعربو دروايتي او دوديز طرز تعمير سره سمې جوړ شوې دي،په هر ساعت کې د (١٥٠٠٠)تنو کښته پورته رسولو ګنجايش لري ،دلته بايد ووايو چې ددغو اضافي بدلونونو په رامنځته کېدو سره په حقيقت کې دمسجدالحرام دپراختيا اونوي ودانولو د لومړي پړاو تاريخي کار پاى ته ورسېد. چې په پايله کې مسجدالحرام په يوه وخت کې دڅلورولکو لمونځ کوونکيو ګنجايش پيداکړ .
۲۹مه برخه
دمسجدالحرام سترې پراختيا او ودانۍ دوهم پوړ
لکه چې دمخه مو وويل په سعودي او نوره اسلامي نړۍ کې دپرله پسې اومخ پرزياتېدو سترو ټولنيزو بدلونونو او دنوو تجارتي هوايي ټرانسپورټونو په پراخ رامنځته کېدو او دسر په لارو کې دآسانتياوو په برابرېدو سره دحج لپاره مکې مکرمې ته دتلو نکيو شمېر ورځ په ورځ مخ پرزياتېدو دى ،له دې امله سعودي چارواکيو احساس کړه چې دمسجد الحرام لومړنۍ پراختيا او وداني کافي نده ،ځکه نو هغو وپتېيله چې يو ځل بياديوې ښې او هر اړخيزې پروسې په تطبيق سره دمسجدالحرام ګنجايش دوه برابره شي، هغه وو چې د ١٤٠٩س کار دصفرې په دوهمه خادم الحرمين الشريفين ملک فهد د مسجدالحرام د دوه برابره سترې او پر تمينې پراختيا دبنسټ ډبره د پرتمينو مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه، څو دغه ستر جومات دنن مهال د غوښتنو سره سم ودان او په پرمختلليو عصري وسايلو سمبال شي.
د کار دغه پلان داسې جوړ شوى ووچې له يوې خوا دمسجدالحرام په لوېديځ لوري کې پراختيا راوستل شي کومه چې دمسجدالحرام د ساحې اندازه نوره (١٧٦٠٠٠) مربع متره زياتوي ،اوپه يوه وخت کې ديولک نوي زرو تنو لمونځ کوونکيو ګنجايش برابروي ،اوله بل لوري پخپله د جومات غولى ،زېرخانې او لومړى پوړ نور (٥٩٠٠٠)مربع متره پراخه شي.
ددغې پراختيا کار په مسجدالحرام پورې دنښتي سوق ضعير په نړولو پيل شو،څو ددې کار لپاره ار شو پراخه شي، په دې توګه په ١٤٠٩س کال ټوله ساحه د تعميراتي کارونو منځى(مرکز) ګرځېده ،او شاو خوا ټول زاړه کورونه او عمارتونه ونړول شول، او تعميراتي کارونه په لار واچول شول، چې ددې عظيم الشان اوپراخ تعميراتي کار په نتيجه کې د مسجدالحرام ارشو دبرنډواو غولي په ګډون ټوله (٣٦١٠٠٠)مربع متره شوه،چې په عامو ورځوکې په يوه وخت کې (٧٣٠٠٠٠)تنه او دحج ،روژې اوپه نورور ځانګړيو ورځوکې تر يوميليون زيات مسلمانان لمونځ پکې کولاى شي.
ددې پراختيايي کار په هکله څه نور معلومات
ددې کار په نتيجه کې دمسجد الحرام داسې ستره او ښکلې ماڼۍ جوړه شوه چې يو يې لاندينى پوړ دى ،چې جګولاى يې درې نيم متره دى او ارشو يې د مسجدالحرام په اندازه ده بل دمځکې يالومړنى پوړ دى چې جګوالى يې لس نيم متره دى، اوبل يې هم دوهم پوړ دى چې جګوالى يې لس متره دى.
دحرم شريف دپخوانۍ عثماني ودانۍ، په هکله په ١٣٨٣س کال ملک خالد لارښوونه وکړه چې هغه دې دتاريخي اثر په توګه خوندي ،اوپر خپل حال دې پاته شي، چې په دې ډول نوې او پخوانۍ ودانۍ داسې سره ونښلول شوې ،چې پرته له دې چې کوم عيب ولري ډېرې ښې هم ښکاري، البته ديادونې وړ ده چې د مسجد الحرام عثماني ودانۍ په (٢٨٠٠٣)مربع مترو کې جوړه شوې وه.
دغه راز په دې ودانۍ کې دمسجدالحرام دننه مطاف ،بام او دهغه بهر ميدانونه په داسې سپينه ډبره فرش شوي دي ،چې په ډېره سخته تودوښه کې هم پښې نه سوځوي خو د جومات شاو خوا لارې په ګربنيټ ډبره فرش شوې دي، د مسجد الحرام د ودانۍ تهدابونه داسې کلک او ټينګ جوړ شوي دي چې پرهغو باندې په راتلونکې کې هر څونوې ودانۍ جوړې شي، زور يې را وړلاى شي، او زلزله يې هم نه ورانوي، دمسجد الحرام بنيادونو باندې يې واټر بروپ پلاسټيکونه اوار کړي دي څو ودانۍ له نم څخه خوندي پاته شي، د تعميراتي کار په بهر کې دمسجد الحرام غولى کوم چې کار پرې کېده د پياده تلونکيو لپاره پرانيستى پرېښودل شو ى وو، څو لمونځ کوونکي جومات ته په تللوکې د کومې ستونزې سره مخامخ نه شي، بل داچې په تعميراتي ارشو کې د ځاى کمښت د دې غوښتنه کوله چې تعميراتي مواد دودانۍ له ارشو څخه لېرې ځآى پر ځاى او جوړ شي، لکه چې دکانګرېټو د جوړولو اوګډون کوونکيو ماشينونو کې چې پر موټر و به ايښودل شوي وو ، د يوه تونل له لارې په مکه کې دکار ځاى ته لېږدول ،په دغه تعميراتي کار کې د کار شويو موادو په ډله کې د اعلى معيار پنځه څلوېښت زره ټنه پولاد شامل دي په دغه ودانۍ کې د ډبرو او سمنټو مصنوعي(جوړ شوي )شيشکونه او نور لازم الاجرا استعمال شوي دي کوم چې هم ددې ستر ساختماني کار په چټکه بشړتيا کې ډېر مرستندويه جوت شول او هم يې د ودانۍ ټينګښت او ښآيست زيات کړ، دغه شيان د مکې مکرمې په اطرافو کې په يوه کار ځاى (فېکټرۍ)کې جوړېدل، کومه چې ددې پروژې لپاره په ځانګړې توګه تاسيس شوې وه، دمسجد الحرام دودانۍ د لومړي او دوهم پړاو کارونه يې داسې سره ونښلول چې پرته له کومه عيبه بېخي يو شان ښکاري او څوک يې توپير نه شي کولاى د مسجد الحرام ساحه د راډيو او ټلوېزين په سټوديو ګانو سمباله ده ،او ډېرې حساسې کمرې او نور آلات پکې درول شوي دي ،په مکه مکرمه کې درې تونلونه جوړ شوي چې د مسجد الحرام پرشا وخوا ګردى ترافيکي سړک بشپړوي چې دغه راز د مسجدالحرام ودانۍ د اور وژنې په ډېرو پرمختلليو وسايلو سمبال شوې ده.
دېرشمه برخه – دمرمر ډبرې
دمسجدالحرام ددې سترې ودانۍ دننه اودباندې ټول دېوالونه ،غولى اوچتونه په مر مر ډبرو فرش اوښکلي شوي دي،دغه مرمر اود ډبرو نور ډولونه ټول دمکې مکرمې دشا وخواځينوغرونو څخه کښل شوي دي ،په دې ډله کې دفاطمې په ناوه کې چې مکې ته نژدې پرته ده د وطني مرمر ډبرې پراخه زېرمه موجوده ده ،چې دمسجد لومړۍ پراختيا پر مهال يې د جومات په بهرنۍ ښکلا کې ستره ونډه درلودلې ده،دمرمر غټې غټې ټوټې ددغې ناوې څخه پنځوس کيلو متره لېرې د جدې په شاوخواکې دسعودي بن لادن ډلې د رخام اوګرانيټ کار ځى (فېکټرئ)ته راوړل کېدلې کومه چې په منځني ختيځ کې په خپل نوعيت کې ترټولولويه اونوې ده،هلته به دمرمرودډبرو ټوټې جوړېدلې،پرې کېدلې اوځلا (پالش)به ورکول کېده،څودهغو طبيعي برخوته ځلا اوښکلا ورکړي، دغه ډبرې د مسجد د ودانۍ ددوهم پړاو پر مهال په دوه اتيازره مربع متره ساحه او ستونو کې کار شوي دي؟
دمسجدالحرام ددننه دېوالونودښکلاکار دايټاليا په يوه کارځى (ورکشاپ)کې ماهرو کارګرانو تر سره کاوه،ددغو دېوالونوډبرې په يوډول کمپيوټري ماشينونو تراشل کېدلې ،چې پاى دښو اوفني کارکوونکيواونوي ټکنالوژۍ په مرسته داسلامي طرز تعمير يوډول شهکار ځينې جوړ شواومسجديې ډېر ښکلى کړ،دغه راز ماهرو کارګرانو دلوړې کچې داسې ښکلې کاشي خښتې جوړې کړې چې د اسلامي تعميراتي فن ډېرې ښې نمونې وې. اودجومات هغو ښکليو محرابونوته يې نوره ښکلا هم ورپه برخه کړه،کوم چې دجومات دفهد پردروازه وکارول شوې.
مسجدالحرام ته نژدې تر ځمکې لاندې سړک
دمسجدالحرام دپراخه شوې برخې د باندې د ترافيکو د جريان دډېرښت د لږ ولو لپاره ملک فهدد يوه تر ځمکې لاندې سړکunder passجوړولوآمر ورکړ، چې پر هغې يې يو چت جوړ کړ څو لمونځ کوونکي په هوسآيي او له ترافيکي پېښو څخه په خوندي توب کې حرم ته ورسېدلاى شي.
ددې چارې لپاره يې مسجدالحرام ته ډېر نژدې لار وکېندله او پوخ سړک يې تر ځمکې لاندې جوړ کړ چې دپياده تلونکيو لپاره دموقتي پلونو په جوړولو سره هلته تر مځکه لاندې پر ځينو کوټو او د اړوندو کارکوونکيو پرد فترونو سربېره يوستر دوه پوړيز داودس تازه کېدو ځاى هم جوړ شو،کوم چې ساده او تلونکي راتلونکي خوځنده برېښنايي زينې ورښکته شوي اوپه عصري ډول جوړ شوى
دسېل داوبوچاره
څنګه چې دمکې مکرمې شاوخوا غرونه دي، او مکه په کښته ناوه کې پرته ده ، نو سېلونو،په تېره د جنوبي لوري څخه راتلونکيو برساتي طوفانونو په کراتو کراتو کعبې شريفې ،مسجدالحرام او دمکې ښارته درانه تاوانونه اړولي دي ، که څه هم په بېلو بېلو مهالونوکې دسېلاب دمخنيوي لپاره اسلامي مشرانو او واکمنو بندونه جوړ کړي او نور ډول ډول کارونه يې تر سره کړي وو ، خو بيا هم کعبه او مسجدالحرام له د ې افته خوندي نه وه ،لکه چې دمکې ددغو سېلونو او دهغو دمالي او ځاني درنو تاوانونو په هکله په تاريخونوکې په تفصيل سره خبرې شوې دي ،موږدلته ددې مطلب د ډېر اوږدوالي له وېرې پر هغو ټولو تر خبرو کولو تېرېږو او يواځې د وروستي ډېر تاواني سېل په هکله خبرې کوو.
د ١٣٨٨س کال د ميانې د مياشتې په څلورمه چې د ١٩٦٩ع کال د جنورۍ د (٢٢٩م )سره سمون خوري ،په مکه معظمه کې تر دوو،دوه نيموساعتوپورې داسې په شرپې اورښت وشو چې دمسجدالحرام غولى د سېل له اوبو داسې ډک شو چې هلته بند حاجيان يې په ځانګړيو بېړيوکې ترې راوايستل،(٤٥)ساعته په حرم کې اوبه ولاړې وې (٥٣)ساعته په کعبه معظمه باندې طواف ونه شو ، دمسجدالحرام هغه المارۍ چې قرانونه پکې ايښودل شوي وه اوبو پرسر واخستې،چې دقرانونو پاڼې د بېړيو په ذريعه ترېنه راووېستل شوې، د کعبې شريفې ديوالونه نژدې درې متره پنځه شپېته سانتي په اوبوکې ډوب ول، دمطاف د مرمر ډبرې اوبو وکښلې او دمکې د ښار په ځينو برخوکې دغه اوبه د کورونوتر لومړي پوړ پورې ورسېدې.
دميانې پرشپږمه د جمعې ترلمانځه وروسته خلکو وکړاى شول چې بېرته طواف پيل کړي ،خو دغه مهال هم په مطاف کې تر بجلکو پورې اوبه ولاړې وې دزمزم څاه تر يوې مياشتې پورې بنده وه، اوپه دغه کال حاجيانو د زمزم اوبه خپلو وطنوته يونه وړاى شوې .
خداى ته معلومه ده چې دحرم شريف په زير زمينيوکې چې خلک بند پاته شوي وه ، څونه به مړه شوي وي ،دحرم په شاوخواکې دساعتونو او نورو لوړبېوشيانو دکانونه وو ،هغه ټول وران وېجاړ شول،پرسړکونو باندې موټر،تجير ان او نور سامانونه ټول ،اوبويوړل،او وران وېجاړ يې کړل،لنډه داچې پر بې شمېره وګړيوسربېره په کروړونو شته يې له منځه ولاړل، سعودي حکومت دسېل داوبودچارې اودهغه دضررونو دمخنيو لپاره دمسجدالحرام دسعودي پراختيا،دکار په لړ کې په ١٣٩٨س کال د٧٠کروړو ريالوپه لګښت يوه ستره پروژه تر لاس لاندې ونيوله ،اودسېل داوبو ددترځمکې لاندې تېرولو دنوې شبکې په جوړولوسره دسېلاب اودهغه ضرر دتېرو مهالونو کيسه جوړه شوه، دسېلابي اوبودترځمکې لاندې تېرولو دغه ؛شبکه ددرنو نورولاروچارو ،دپلي کولو په ذريعه ډېره ښه اوبنسټيزه بشپړه شو ه اودسېل اوبوته يې دحرم په شاوخوا ترځمکې لاندې په درولو سوبواېستلوسره لاره ورکړل شوه.